د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د حرامو شیانو او حیواناتو د پیدائښت (پیدا کولو) وجه

عبدالسلام حنف
17.11.2016

د حرامو شیانو او حیواناتو د پیدائښت (پیدا کولو) وجه
لیکنه. عبدالسلام حنفي
کله چي انسان د ځیني شیانو او حیواناتو د خوړلو څخه منعه شوي دي او پري حرامه شوي دي نو دا شیان بیا ولي خداي پیدا کړي دي دا څه فایده او ګټه لري
جواب: خداي جل جلاله فرمایي. هو الذي خلق لکم ما في الارض جمیعاً.البقره.
ژباړه. ستاسي خداي جل جلاله هغه ذات دي چي ستاسې لپاره یي ټول هغه څه پیدا کړي دي چي په ځمکه کي دي د دې څخه څرګندیږي چي د یو شي استعمال که د یوي وجي څخه حرام وي نو په بله وجه حلال وي. وګورئ د خره غوښه خوړل حرام دي مګر په هغي سوریدل او پیټي او بوجونه وړل حلال دي. همدارنګي د ټولو څیرونکو حیواناتو خوړل حرام دي مګر که د هغوي د څرمنو څخه د کورتۍ یا کوټ جوړ کړي شي نو اغوستل یي روا دي. په همدي ډول د نورو حرامو حیواناتو او محرمو شیانو په باره کي سوچ وکړي د هغوي استعمال هم د یوې وجي حرام خو په بلي وجي روا وي او د هغه حیواناتو چي د هغوي څخه په هیڅ ډول ګټه اخیستل روا نه وي نو د قدرت لپاره پري استدلال خو کیدي شي. ( زیاتونه یا که زموږ لپاره حرام دي او ګټه نه شو تري اخیستي د نورو حیواناتو او درنده ګانو لپاره خو بعضي د بعضو لپاره رزق ګرځي. ) او د دې حیواناتو په پیدا کولو کي یو حکمت دا هم دي چي د ګټې اخستنې او استعمال څخه پرته دغه محرمات د خداي جل جلاله پولې او شپولونه دي لکه حضور اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي. ألا کل ملك حمي وان حمي الله تعالي محارمه. صحیح البخاري رقم الحدیث ۵۲. سنن ترمذي رقم الحدیث. ۱۲۰۵ باب ماجاء في ترک الشبهات. ژباړه. واورئ چي د هر پاچا لپاره پولې وي او د الله تعالی پولي یعنی سرحد د هغه محرمات دي. نو په د کي د بندګانو ازموینه هم ده.
د اسـلام احـکام د عقـل په رڼا کي. صفحه ۲۳۵-۲۳۶ تالیف حکیم الامت مولانا اشرف علي تهانوي. رحمه الله.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more