د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

آیا قرانکریم د امیه ابن ابي الصلت له شعرونو نقل شوي دئ ؟ نه

عبدالسلام حنف
12.11.2016

آیا قرانکریم د امیه ابن ابي الصلت له شعرونو نقل شوي دئ ؟ نه
لیکنه. عبدالسلام حنفي
ملحدین دا سوال کوي چي قرانکريم د امیه ابن ابي الصلت له شعرونو څخه نقل شوي دي نعوذ بالله
او په دلیل کې یي دا شعرونه راوړي
ویوم موعدهم ان یحشروا زمراً الخ
نو دا یوه غټه شبه ده د قرانکریم په هکله
نو جواب یي دادي. چي امیه ابن ابي الصلت یو عربي شاعر دي چي د جاهلیت او اسلام په دواړو دورو کي ژوندي وو. او د بتانو عبادت کوونکي وو. او د نبي کریم صلي الله علیه وسلم سره یې هم په مکه کې ملاقات شوي دئ. او رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته سورة یس هم تلاوت کړئ. بیا کله چي د نبي کریم صلي الله علیه وسلم څخه جلا شوی نو قریشو د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په اړه پوښتنه ترې وکړه چي ستا رایه د دې کس په باره کي څه ده نو ده وویل زه شاهدي ورکوم چي دغه کس څه وايي هغه حق دي. نو قریشو ورته وویل آیا ته یي تابعداري کوې ؟ نو ده ورته وویل زه به له خپل ځان سره فکر او مشوره وکړم او بیا شام ته لاړئ.
خو کله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینې ته هجرت وکړي او دلته د مسلمانانو او کفارو تر مابین بدر غزا پیښه شوه نو امیه دشام څخه بیرته راوګرځیدئ او د اسلام د راوړلو اراده یي لرله خو یوه کس مخکي له دې چي د نبي کریم صلی الله علیه وسلم سره یي ملاقات وشي وویل. اي ابا الصلت د څه اراده لرې چي دلته راغلي یي. ؟ نو ده په جواب کي ورته وویل چي اراده لرم تر څو د محمد صلی الله علیه وسلم سره ملاقات وکړم.نو هغه کس ورته وویل له محمد سره څه کار لري امیه په جواب کي ورته وویل ایمان ورباندي راوړم. نو هغه کس ورته وویل آیا ته داسی ځای اراده لري په کوم ځاي چي د بدر په واقعه کي ډیر مشرکین (یعني زموږ کسان) وژل شوي ؟ نو امیه ورته وویل چي نه د داسی ځاي اراده نه لرم. نو هغه کس ورته وویل په هغه ځاي کې عتبه بن ربیعه او شیبه بن ربیعة وژل شوي دي. او هغه دواړه ستا د خاله زامن دي نو دی په دې خبره د اسلام له راوړلو څخه منع شو. او اسلام یي را نه وړي او په طائف کي یي اوسیدل شروع کړل تر هغه وخته په طائف کې وو. تر څو په ۹ کال د هجرت باندي مړ شو. البدایة والنهایة. ابن کثیر ج ۲ ص ۲۸۵ شامله
مختصر تاریخ دمشق. جلد ۲ صفحه ۱۲۲. شامله.
خو تر ټولو عجیبه خبره په دې پورته واقعه کي داده چي امیه ابن ابي الصلت وايي کوم څه چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم . وایي هغه حق دي. خو د اسلام بعضي دښمنان بیا وايي چي قران د امیه له شعر څخه نقل شوي دي نو دا څنګه مقایسه کیدلي شي؟ البدایة والنهایة. ج۲ ص ۲۸۵. مکتبه شامله.
نو د امیه ابن ابي الصلت ملاقات چي کله د نبي کریم صلي الله علیه وسلم سره وشوي. او نبي کریم صلي الله علیه وسلم د سورة یس تلاوت هم ورته وکړي. نو که چیرته نبي کریم صلي الله علیه وسلم قران د امیه له شعر څخه نقل کړي وي نو به ولي امیه چوپه خوله پاتي وي. او سکوت به یي اختیاروالي . دومره خو به یي ورته ویلي وو. چي تا زما شعر نقل کړي دي. المفصل في تاریخ العرب قبل الاسلام. ج ۱۲ ص ۶۸. اللدکتور جواد علي. شامله
او که چیرته دا ومنل شي چي نعوذ بالله محمد صلی الله علیه وسلم قران د امیه له شعرونو څخه نقل کړي دئ. نو بیا دا څنکه ممکنه ده چي د امیه ابن ابي الصلحت اقرباء یعني خپل خپلوان د په نبی کریم صلی الله علیه وسلم ایمان راوړي.؟ یعني بیا خو به هغوی هم د ایمان راوړلو څخه انکار کړي وي او دا به یي ویلي وي چي قران زموږ د پلار امیه له شعرونو څخه نقل شوي دي. خو د دې نه ویلو سره سره بیا هم هغه په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندي ایمان راوړي. لکه د طائف د فتح په محال د فارعه په نامه یوه ښځه ایمان راوړي چي د امیه خور کیږي. اخرجه ابوبکر الشیباني في الآحاد والمثاني.رقم الحدیث ۳۶۷۹. جلد ۵ صـ ۶۲۳ مکتبه شامله. فارعة بنت ابي الصلت أخت امیه.
او همدارنګه د امیه زوی ربیعه ایمان راوړئ. او د صحابو کرامو له جملې څخه شمارل کیږي. الاصابة في تمییز الصحابة. جـ ۵ صـ ۴۰۵. لابن حجر. رقم الحدیث. ۷۰۵۵ شامله. والمفصل في تاریخ العرب قبل الاسلام ـ ج ۱۲ ـ صـ ۶۸. مکتبه شامله.
او همدارنګه وهب بن امیه او قاسم بن امیه ایمان راوړئ. الاکمال. ج ۶ صـ ۳۰۲
اسد الغایة في معرفة الصحابة. ج ۵ صـ ۴۵۶ لابن اثیر
والاصابة في تمییز الصحابة . ج ۶ صـ ۶۲۲ رقم الحدیث ۹۱۶۱. شامله.
نو دا ټول د امیه زامن او ډیر نژدي قریبان دي چي په رسول الله صلي الله علیه وسلم باندي یي ایمان راوړي دي. نو که چیرته قرآن د امیه ابن ابي الصلت له شعرونو څخه نقل شوي وي. نو خامخا به دغو د امیه قریبانو رد پرې کړي وي او دا وینا به یي کړي وي چي دا قرآن خو د امیه له شعر څخه نقل شوي دي.
او بل دا چي د دکتور جواد علي هغه ټول شعرونه چي امیه ته یي نسبت کیږي ټول مشکوک ګڼلي دي. چي د هغو شعرو له جملي څخه داسي شعرونه هم شته چي په هغوي کي د نبي کریم صلي الله علیه وسلم صفت او ستاینه بیان شوي. لکه

لك الحمــد والمنُّ رب العبا د أنت المليــك وأنـت الحـكم
مـحـمداً أرسلـــه بالهـدى فعــاش غنيــاً ولـم يهـتضـم
عـطــاء مـن الله أعـطيتـــه وخـص بــه الله أهــل الحـرم
وقـد علمــوا أنه خــيرهم وفي بيتهم ذي النـدى والكرم
أطيعوا الرسول عبـاد الإلـه تنـجــون من شــر يـوم ألـم
تنجون من ظلمات العـذاب ومن حر نــار عـلى من ظـلم
دعـانــا النــبي بـه خـاتـم فـمن لم يـجبــه أسـر النــدم
نبي هُــدى صــادق طيـب رحيم رؤوف بوصل الرحـم
بــه خـتــم الله من قـبـلــه ومـن بعـده مـن نبــي خـتـم
يموت كما مات من قد مضى يــرد إلـى الله بــاري النسـم
مع الأنبياء في جنـان الخلود هــم أهلها غـير حل القسـم
وقدس فيـنا بحب الصـلاة جميـعاً وعـلـم خــط القلــم
كتـابــاً مـن الله نـقــرأ بــه فـمن يعتـريــه فقـد مـا أتـم
تاریخ العرب قبل الاسلام ـ ج ۱۲ صـ ۶۸
خزانة الادب. ج ۱ صـ ۲۴۹. لعبد القادر البغدادي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more