د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د ملحدینو د شبهه جواب

عبدالسلام حنف
04.11.2016

د ملحدینو د شبهه جواب
لیکنه عبدالسلام حنفي
او سوال یي دادی چې کټ مټ تاسو ته نقل شو. دوی وایی چي قران د سورت الفیل آیتونه د روية بن العجاج شاعر څخه رانقل شوي دی او دا شاعر د اسلام مخکې وو خو حال داسې نه دی. د دوی سوال دادی
.
قران د شاعرانو له شعرو نقل شوي دی چې یو زبردست تاریخی ثبوت یې دادې وګورئ----- د رویه بن العجاج شاعري ----- چې مخکې له اسلام نه یو لوئ شاعر وو ---- د هغه یو څو مصرې دی-- ۔۔ وَمَسَّهُمْ ما مَسَّ أَصْحابَ الفِيلْ تَرْمِيهِمُ حِجارَةٌ مِنْ سِجِّيلْ وَلَعِبَتْ طَيْرٌ بِهِم أَبابِيلْ فَصُيِّرُوا مِثْلَ كَعَصْفٍ مَأْكُولْ ---- ( په هغو هغه څه وشول چې د فیلانو والا باندې شوي وو چې ابابیلو به په هغو کاڼي وارول او له هغو سره به یې لوبې کولې بیا خو هغوئ داسې شول لکه خوړل شوي بوس) ---
جواب. رویة بن العجاج شاعر تابعی دی او په سنه ۱۴۵ د ابو جعفر الدوانیقی العباسی په خلافت کې وفات شوي دی او پلار یې العجاج د الولید بن عبدالمالک د خلافت په دوره کي مړ شوی دی.
رؤبة بن العجاج الشاعر هو من التابعين وقد توفي في خلافة ابو جعفر الدوانيقي العباسي سنة 145هـ كما في تاريخ دمشق لأبن عساكر ج18 ص228 ، وتوفي والده العجاج في ايام الوليد بن عبد الملك ،


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more