د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

الاجمـــــاع

عبدالسلام حنف
27.10.2016

الاجمـــــاع لیکنه . عبدالسلام حنفی.
اجماع په لغت کی اتفاق ته وایی او په اصطلاح کی یی فقهاوو کرامو ډیر تعریفونه کړی دی چی ښه واضح تعریف یی دادی .
اتفاق المجتهدین من امة محمد صلی الله علیه وسلم فی کل عصر علی امر من الامور. المولوی حاشیة حسامی صفحه ۳۸۳ باب الاجماع .
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د امت د مجتهدینو په یوه زمانه کی په یوه معامله باندی متفق کیدلو ته اجماع وایی.
او زموږ احنافو په نزد باندی په صحیح مذهب د هر زمانی د اجتهاد د خاوندانو او عدل لرونکو حضراتو اجماع معتبره او شرعی حجت ده ، والصحیح عندنا ان الاجماع علما‍‍ء کل عصر من اهل العدالة و الاجتهاد حُجة. المولوی حاشیة حسامی . صفحه ۳۸۴ باب الاجماع.
د اجماع حجیت له قرانکریم څخه .
اول دلیل. وکذلك جعلنکم امة وسطاً لتکونا شهدآء علی الناس. الایة سورة البقره ایت نمبر ۱۴۳ . همدارنګه موږ تاسی بهترین امت ګرځولی یی تر څو چی تاسو په خلګو ګواهان جوړ شی، ابوبکر الجصاص رحمة الله علیه پورتنی آیت د اجماع د حجیت لپاره د استدلال په نیولو سره وایی.
وفي هذه الآية دلالة على صحة إجماع الأمة من وجهين أحدهما وصفه إياها بالعدالة وأنها خيار وذلك يقتضي تصديقها والحكم بصحة قولها وناف لإجماعها على الضلال والوجه الآخر قوله لتكونوا شهداء على الناس بمعنى الحجة عليهم. احکام القران للجصاص . ج ۱ ص ۱۰۹ سورة البقره
ترجمه. دا آیت د امت د اجماع په صحیح والی باندی له دوو وجهو څخه دلالت کوی یوه دا چی الله تعالی دا امت د عدالت په صفت سره موصوف کړی دی د دی لپاره چی بهترین امت دی او دا صفت د دوی د تصدیق خواهش کوی او د دې په قول باندی د صحت تقاضا کوی او د دوی په اجماع باندی د ګمراهی لپاره منافی دی دوهمه وجه داده چی الله تعالی فرمان دی . لتکونوا شهدآء علی الناس چی تاسو په خلګو باندی حجت جوړ شی.
همدارنګه مفتی محمد شقیع رحمه الله د قرطبی په حواله سره لیکلی دی . چی دا آیت د امت د اجماع د حجت کیدلو دلیل دی ، الخ . معارف القرآن . ج ۱ ص ۳۷۳ .
او هم دی مفهوم ته ورته یی بل آیت په سورة آل عمران . آیت نمبر ۱۱۰. کی دی . کنتم خیر امة أخرجت للناس الایة
دوهم دلیل. وَمَن يُشَاقِقِ الرَّسُولَ مِن بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُ الْهُدَى وَيَتَّبِعْ غَيْرَ سَبِيلِ الْمُؤْمِنِينَ نُوَلِّهِ مَا تَوَلَّى وَنُصْلِهِ جَهَنَّمَ وَسَاءتْ مَصِيرًا (سورة النساء .115). یعنی چا چی مخالفت وکړو د رسول الله صلی الله علیه وسلم وروسته تر دې چی د هدایت لاره ورته څرګنده وه او د مؤمنانو د جماعت په خلاف ولاړ شول یا د مسلمانانو له لاری پرته په بله لاره لاړ شی نو موږ هغه لره په هم هغی لار روانوو چی په کومه لار دی روان دی او وا به یی چوو جهنم ته او هغه د استوګنی ډیر بد ځای دی .
چی دا آیت د امت د اجماع په حق له امام شافعی رحمه الله واضح دلیل بللی دی . معارف القرآن .
د اجماع حجیت د احادیثو په رڼا کی :
دریم دلیل.
وعن علي قال : قلت : يا رسول الله إن نزل بنا أمر ليس فيه بيان أمر ولا نهي فما تأمرنا ؟ قال :
شاوروا فيه الفقهاء والعابدين ولا تمضوا فيه رأي خاصة
رواه الطبراني في الأوسط ورجاله موثقون من أهل الصحيح . مجمع الزوائد جلد ۱ صفحه ۴۲۸ رقم ۸۳۴
له علی رضی الله عنه څخه روایت دی چی هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه چی یا رسول الله صلی الله علیه وسلم که چیرته موږ ته داسی مسئله یا معامله را واړندی شی چی د هغی باره کی په قرانکریم او ستا په سنتو کی کوم وضاحت نه وی نو بیا به موږ د هغی د حل باره کی کومه طریقه غوره کوو ؟ نو نبی کریم صلی الله علیه وسلم په ځواب کی ورته وفرمایل چی د عابدینو فقهاوو سره مشهوره کوه .
دا روایت دا خبره په وضاحت سره ثابتوی چی د عابدینو فقهاوو رایه او د هغو اجماع واجب الاتباع حجت ده
څلورم دلیل . حدثنا موسى بن هارون ثنا أبو مروان العثماني ثنا عبد الله ابن مسلم بن جندب عن أبيه عن ابن عمر : عن النبي صلى الله عليه و سلم قال : ( من مات مفارقا للجماعة ماتت ميتة جاهلية ) أخرجه الطبرانى (12/335 ، رقم 13278) ، وأبو نعيم فى الحلية (9/58)
ترجمه ‍: کوم کس چی د مسلمانانو د جماعت څخه د جلاوالی په حالت کی مړ شی نو هغه د جهالت په مرګ سره مړ شوو
پنځم دلیل . حدثنا عبد الله بن أحمد بن حنبل حدثني محمد بن أبي بكر المقدمي ثنا معتمر بن سليمان عن مرزوق مولى آل طلحة عن عمرو بن دينار عن ابن عمر : قال قال رسول الله صلى الله عليه و سلم : ( لن تجتمع أمتى على الضلالة أبدا فعليكم بالجماعة فإن يد الله على الجماعة ) المعجم الکبیر . ج ۱۲ ص۴۴۷ حدیث نمبر 13623 .
ترجمه : د ابن عمر رضی الله عنه څخه روایت دی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل . زما امت به هیڅ کله هم په ګمراهی سره جمع نه شی او په تاسو ( مسلمانانو) باندی لازمه ده پیوسته کیدل په جماعت او ټولۍ د مسلمانانو پوری او لاس بلا کیف د الله تعالی چی دی په جماعت باندی دی.

شپږم دلیل : رسول الله صلی الله علیه وسلم د حجت الوداع په خطبه کی د ټولو صحابه کرامو په مخکی وفرمایل : ثلاث لا يغل عليهن قلب امرئ مسلم إخلاص العمل لله والنصح لأئمة المسلمين ولزوم جماعتهم فإن دعوتهم تحوط من ورائهم . أخرجه أحمد (4/80 ، رقم 16784) ، والدارمى (1/86 ، رقم 228) ، وأبو يعلى (13/408 ، رقم 7413) ، والطبرانى (2/126 ، رقم 1541) ، والحاكم (1/162 ، رقم 294) وقال : صحيح على شرط الشيخين
ترجمه : د دریو خویونو په موجودوالی کی د هیڅ یوه مسلمان زړه به خیانت ونه کړی اول چی په اعمالو کی یی د الله تعالی لپاره اخلاص وی دوهم چی په زړه کی یی د مسلمانانو خیر خواهی وی دریم چی د مسلمانانو د جماعت د اتباع لزوم وی. ځکه چی د هغو دعا د شا له خوا څخه هغوی را چاپیره کړی دی.
اووم دلیل : حدثنا ابو بكر بن نافع البصري حدثني المعتمر بن سليمان حدثنا سليمان المدني عن عبد اللقه بن دينار عن ابن عمر : أن رسول الله صلى الله عليه و سلم قال إن الله لا يجمع أمتي أو قال أمة محمد صلى الله عليه و سلم على ضلالة ويد الله مع الجماعة ومن شذ شذ إلى النار : سنن ترمذی. ج ۴ ص ۴۶۶ حدیث نمبر 2167 ابواب الفتن الباب لزوم الجماعة .
ترجمه . د ابن عمر رضی الله عنه څخه روایت دی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل . الله تعالی زما امت نه یو ځای کوی یا یی دا وفرمایل چی الله تعالی د محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم امت به په ګمراهی باندی نه متفق کوی.
په د اړه نور هم ګڼ شمیر احادیث موجود دی چی د ټولو نقل کول راته ستونزمن شول او په همدو یو څو احادیثو باندی می اکتفاء وکړه . نو د دې ټولو قرآنی آیتونو او روایتونو څخه ثابته شوه چی د امت اجماع حجت ده .
د اجماع حکم : نو کله چی په کومه مسئله باندی د امت علماء او فقهاء متفق شی نو د هغو منل او عمل پری کول واجب دی. ځکه چی اوس د هغی مسئلې ثبوت قطعی شو. نو کوم کس چی د اجماع قعطی څخه انکار کوی هغه بالاتفاق کافر دی. او اجماع ظنی څخه د انکار کوونکی په کفر کی اختلاف دی.( وحکمه فی الاصل ان یثبت المراد به شرعا علی سبیل الیقین یعنی ان الاجماع فی الامور الشرعیة فی الاصل یفید الیقین والقطعیة فیکفر جاحده الخ) نورالانوار . صفحه ۲۲۱. باب الاجماع
د اجماع کوونکو کسانو شرطونه :
۱ : په قرآنکریم کی به پوره مهارت لری.
۲ : د سورل الله صلی الله علیه وسلم په احادیثو کی به پوره مهارت او پوه لری.
۳ : د صحابو کرامو د ژوند له حالاتو او د هغو له فیصلو څخه به پوره خبر وی.
۴ : د اجتهاد او قیاس په ذریعی سره د نصوصو او مسائلو قواعد او اصول به ورته معلوم وی .
۵ : د زمانی په حالاتو او د قوم په عاداتو او رواجونو به خبر وی،
۶ : په اجماع کی به داسی خلک وی چی د مخکنیو او راتلونکو معلومو باندی پوره پوهنه وی لری او د دو تر څنګ د غور او فکر په کولو سره خپله رایه وړاندی کړی.
۷ : د عملی اعتبار له مخی به د اجماع خلک د لوړو او اعلی اخلاقو خاوندان وی او په اومرو باندی به عمل کوونکی وی او له نواهیو څخه به ځان ساتی ، د فسق او فجور او داسی نورو بدو اخلاقو څخه به پاک وی. متقی او پرهیزګاره به وی. او له دی سره ډیر احتیاط کونکس وی. البته خفیه فسق د اجماع مانع نه دی.
وقال شمس الأئمة السرخسي والأصح عندي أنه إن كان معلنا بفسقه فلا يعتد بقوله في الإجماع . التقریر التحبیر . ج۳ ص ۱۲۷
ترجمه شمس الائمه سرخسی رحمة الله علیه فرمایی. چی کوم سړی په ښکاره توګه فاسق وی په اجماع کی د هغه د خبری هیڅ اعتبار نشته دی، او کوم سړی چی په ښکاره فاسق نه وی نو په اجماع کی به د هغه خبره معتبره وی.



ع کريم حليمي
30.10.2016

عبدالسلام حنف صاحب !
السلام عليكم و رحمة الله و بركاته ، تاسو ته ښه راغلاست وايم ، په راتللو مو خوښ سولو ، أو ستاسو د المتون په لوستلو مو سترگي روښانه سوې .
اجازه راكئ چه : ستاسو ليكلئ متن به دوطرفه كړ‎م

كتاب ليكل : يو طرفه مكالمه ده ، او وي به ، داچه تاسو و جهاني جال ته داخل سوي ياست ، نو ليكنه مو د كتاب له شكل نه خارج سوه ، پس نو ! په جهاني جال كي به خامخا ، ستاسو ليكنه دوطرفه كيږ‎ي (د صحيح أو يا نادرست غبرگون سره به مخ سي)

تاسو د اجماع دغسي تعريف رانقل كړ‎ی چه : اتفاق المجتهدین من امة محمد صلی الله علیه وسلم فی کل عصر علی امر من الامور.

لكه تاسو چه ذِكر كړ‎ئ چه علما كرامو أقسام تعريفات کړ‎ي ، کوم تعریف چه تاسو انتخاب كړ‎یدی ، د ژوند ټول امور ئې په بر كي نيولي دي ، وفعل ته قيد ندی ورلوېدلی
چه : داسي وليكل سي چه : على أمر من أمور الدِّين بهتره او صحيح به وي

كله چه مونږ د أمور خبره كوو ، هرڅه او ټول د حيات فنون هم په بر كي نيسي
سردار عالم په جبري او تجربتي أمور كي مداخله نه كول الا خو يو ځل ئې مداخله كړ‎ې وہ ، خو وروسته تَر دې ئې وفرمایل چه : (أنتم أعلم بأمور دنياكم )
پس نو مطلب دا سو چه :مجتهدينو ته په دنيوي أمور كي د مداخلې حق نسته

مننه او بيا درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more