د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

اتباع داسې وي

عبدالسلام حنف
27.10.2016

اتباع داسې وي
لیکنه. عبدالسلام حنفي
د صحابه کرامو سره هر وخت دا فکر وو. چې څرنګه د رسول الله صلی الله علیه وسلم اتباع وکړي صحابه کرام په اساني سره صحابه نه دي جوړ شوي. یو ځل رسول الله صلی الله علیه وسلم په مسجد نبوي کې خطبه ویله د خطبې په دوران کې یې وکتل چې څه کسان د مسجد په کنارو شا وخوا ولاړ دي لکه چې نن سبا به هم تاسو لیدلي وي. چې کله کوم تقریر او یا جلسه کیږي نو څه کسان شاوخوا ولاړ وي هغوي نه ځي او نه کښیني دارنګه شاوخوا دریدل د مجلس له آدابو څخه خلاف کار دئ. که خبرې اورې نو کښینه او که یې نه اورې نو ولاړ شه خپل کار دې وکړه. ځکه د دارنګه دریدلو څخه د ویونکي ذهین منتشر کیږي او د اوریدونکو ذهین هم انتشار پیدا کوي.
بهر حال خو رسول الله صلي الله علیه وسلم شاوخوا ولاړو کسانو ته وفرمایل چي کښینئ هغه وخت چي ده مبارک دا حکم وکړئ حضرت عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د باندې پر لاره وو. د مسجد نبوي طرفته را روان وو. او تر اوسه مسجد ته داخل شوي نه وو. هغه وخت يې غوږ ته د رسول عربي صلی الله علیه وسلم آواز ورسید چې کښینئ دی همدلته پر لار کښیناستئ. د خطبې څخه وروسته یې چي کله د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ملاقات وشو نو ده مبارک ورته وویل چي ته خو پر لاره وي هلته خو مو د ناستي درته نه وو ویلي ته هلته ولي کيناستي عبدالله بن مسعود رضی الله عنه جواب ورکړئ چې کله مو د نبي کریم صلی الله علیه وسلم دا ارشاد غوږ ته ورسید چې کښینئ نو بیا د حضرت عبدالله بن مسعود دا طاقت نه وو . چې یو قدم وړاندې ولاړ شي. او دا خبره نه وه چي حضرت عبدالله بن مسعود په دې خبره نه پوهیدي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ما ته په لاره د ناستي حکم نه کوي. بلکي اصل خبره دا وه چي کله یې د ده مبارک خبره غوږ ته ورسیده چي کښینئ نو اوس قدم نه پورته کیدئ د صحابو کرامو د اتباع دا حال وو هسی صحابه نه دئ جوړ شوي د عشق او محبت دعوه کونکي ډیر دي لیکن د صحابه وو په شان عاشق دې څوک پیدا کړي. اصلاحي خطبات تقي عثماني مد ظله العالي صفحه ۲۴۵-۲۴۶


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more