د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د الله تعالي لپاره د جمع ضمیر ولي په قرآن کریم کې ذکر شوی دئ؟

عبدالسلام حنف
27.10.2016

د الله تعالي لپاره د جمع ضمیر ولي په قرآن کریم کې ذکر شوی دئ؟
لیکنه. عبدالسلام حنفي
جواب. د جمع ضمیر الله تعالي ته چې په قران کریم کې ذکر شوي دئ ډیرې وجې لري چې یو څو به يې موږ تاسو ته بیان کړو.
۱ اول د الله تعالي د عظمت لپاره. ځکه د عظمت لپاره کار شوي دئ چې بزرګ شخص معمولاً تنها نه وي یعنی د هغه خدمت کوونکي او فرمانبردار همیشه د هغه د خدمت کوشش کوي نو په دې صورت کې يوه اجتماع ترې جوړیږي نو ځکه د جمع ضمیر راوړل شوي وي.
۲ کله کله د جمع ضمیر د یوې مهمې موضوع په خاطر جمع راوړل شوی وي لکه قران کریم د تحریف څخه ساتل چې الله تعالي يې په بندګانو هم ساتي او خپله هم او د ملایکو په واسطه یې نازل کړی هم وي نو واسطه کې پیدا شي نو ځکه د جمع ضمیر راوړل شوی وي. لکه الله تعالي چې فرمایې [سُوۡرَةُ الحِجر : 9]
إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُۥ لَحٰفِظُونَ
دا ذكر (قرآن)، دا موږ نازل کړيدى او موږ په خپله ددې ساتندويان يوو.
۳ کله د جمع ضمیر ځکه راوړي چې هغه کار د ملایکو په واسطه کوي چې د الله تعالي لښکر او عسکر دي نو ځکه د جمع ضمیر راوړل شوي وي.لکه چې فرمايی. [سُوۡرَةُ القَمَر : 49]
إِنَّا كُلَّ شَىْءٍ خَلَقْنٰهُ بِقَدَرٍ
موږ هر څه له يو تقدير (اندازې) سره پيدا کړي دي
۴ او کله کله د واحد متکلم ضمیر راوړي ځکه چې هغه کار خپله الله تعالي سر ته رسوي هیڅ د چا واسطې ته په کې ضرورت نه وي. لکه چې فرمايي. [سُوۡرَةُ طٰه : 12]
إِنِّىٓ أَنَا۠ رَبُّكَ فَاخْلَعْ نَعْلَيْكَ ۖ إِنَّكَ بِالْوَادِ الْمُقَدَّسِ طُوًى
زه ستا رب يم، پڼې (څپلۍ) دي وباسه، ته د طوا په سپېڅلي ناؤ کښي یې
او نورې هم ډیرې وجې شته موږ په يو څو باندې کفایت وکړی.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more