د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د مقطعاتو حروفو بحث

عبدالسلام حنف
27.10.2016

د مقطعاتو حروفو بحث
ليکنه ، عبدالـسـلام حنفي
حروف مقطعات کوم چې د قران مجيد د ډيرو سوروتونو په اول کې راغلي دي ، لکه ، الم ، حم ، عسق ، وغيره د دې معانيو په تحقيق کې د تفسير ليکونکو بحثونه اوږده دى د اصحابو ، تابعينو او جمهورو عالمانو تحقيق د دې قسم ټولو مقطعه حروفو متعلق دادى چې دا خاص رمزونه يا اشارې دى، د دې معنى غالبا چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ته ښودل شوى وه، مګر دوى صلي الله عليه وسلم عام امت صرف د هغو د علمونو او معلوماتو څخه خبر کړئ کم چې د دوي ذهن برداشت کولاى شوى، او د کمو په نه معلوميدو سره چې د امت په کارونو کې څه حرج واقع کيدى، د مقطعه حرفونو رموز داسى نه دي چې د امت څه کار باندي موقوف وي، يا په دې نه پوهيدو په وجه امت ته څه حرج وي، په دې وجه نبي کريم صلى الله عليه وسلم هم د دې معانيوى د امت لپاره غير ضروري وګڼلې او بيان يي نه کړى، په دې وجه موږ ته هم د دې په تلاش کې نه دې راتلل په کار ځکه چې دا خبره يقيني ده چې که د دي د معناګانو زده کول ضروري وى او زموږ لپاره په کې څه مصلحت وى، نو رحمة للعالمين به د دې په بيانولو کې هيڅ کوتاهى نه وى کړى، ځکه هغه د خپل امت لپاره يو ډير مشفق شخصيت وو، معارف القرآن، جلد 4 صفحه 59 پاره 11 سورة يونس اول آيات،
دوهمه وجه د مقطعاتو آياتو داده چې الله تعالي په دې سره د خپلو بندګانو څخه د امتحان اخيستلو په خاطر دا آياتونه نازل کړى دي، ځکه خلک دوه قسمه دي، يو جاهلان يعني بې تعليمه کسان چې د دوي لپاره دا امتحان دئ چې دوى تعليم او علم حاصل کړي او په علم سره مشغوله شئ، او بل قسم خلګ علماء دي نو دوي خو علم حاصل کړى وي نو د دوي لپاره امتحان دادي چې دوي په مقطعاتو او متشابهتو اياتونو کې پلټنه ونه کړي ځکه چې دا د الله او رسول تر مابين يو رمز دئ، چې بل چا ته مناسبه نه ده چې د دوو پلټنه وکړي ځکه ازميښت د هر کس د تمنا او ارزو خلاف وي جاهل دا غواړى چې د علم تحصيل پريږدي، او عالم دا غواړي چې په هر شئ ځان خبر کړي ، نو د ده څخه په دې سره امتحان اخيستل کيږى چې عالم د مقطعاتو پلټنه پريږدي، نور الانوار، صفحه ، 93 مبحث المتشابه ،


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more