اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
په اسلامي ورورولي کي د داخلیدو دری شرطونه
عبدالسلام حنف
26.10.2016
په اسلامي ورورولي کي د داخلیدو دری شرطونه
لیکنه. عبدالـسـلام حنفي
[سُوۡرَةُ التّوبَة : 11]
فَإِن تَابُوا وَأَقَامُوا الصَّلٰوةَ وَءَاتَوُا الزَّكٰوةَ فَإِخْوٰنُكُمْ فِى الدِّينِ ۗ وَنُفَصِّلُ الْءَايٰتِ لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ
نو كه دوى توبه وکړي، لمونځ قائم کړي او زكات ورکړي؛ نو ستاسي ديني وروڼه دي. او د پوهېدونكو لپاره موږ خپل حكمتونه تشريح كوو.
دی آیت واضحه کړه چی په اسلامي ورورولي کي د داخلیدو لپاره دری شرطونه دی اول د کفر او شرک څخه توبه. دوهم لمونځ. دریم زکوة. ځکه چې ایمان او توبه خو یو پټ کار دئ چی د حقیقت يې عامو مسلمانانو ته علم نه شی کیدی. په دی وجه یې د دی دوې ظاهري نخښې بیان کړې یعنی لمونځ او زکاة. حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنه فرمایي چي دی آیت د اهل قبله مسلمانانو وینه تویول حرام کړي دئ. یعنی کوم کوم خلک چې د لمانځه او زکوة پایبنده وي او د اسلام خلاف څه کار او خبره د دوي څخه ونه شي نو دوی به په ټولو احکامو کې مسلمانان ګڼل کیږي. که څه هم د دوی په زړه کې صحیح ایمان نه وی یا نفاق وي.
حضرت صدیق اکبر رضی الله عنه د نبی کریم صلی الله علیه وسلم څخه وروسته د زکوة څخه پر انکار کوونکو باندي د جهاد کولو دپاره د دی آیت څخه دلیل ونیوی او صحابه کرام یې مطمئن کړل. ابن کثیر. تـفسـیر معـارف الــقرآن ، ټوک ۴ پاڼه ۸۹ - ۸۲ - ۸۳ سورة التوبه پنځم آیت او یولسم آیت. لیکوونکي مولانا مفتي محمد شفیع رحمه الله. المکتبة الحبیبة