د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

سراج حقاني، یاد برمته میرګن!

اتل
11.09.2016

محترمو لوستونکو، السلام علیکم!
پدې را وروسته شپو ورځوکې دکابل-امیریکن پو هنتون د استادانو په برمته کیدو او پوهنتون باندې د حملو په کیسو رسنۍ ډکې وې، خود کتلین کولمن په نامه دښځې او دهغې دماشومانو چې په کال ۲۰۱۲ کې د حقاني شبکې تښتولي وه، کیسه هیره شوېده. یوه ښځه دماشومانو سره، او دحقاني قریب څلور کلن بند؟

دبرمتې سره تل مرګ نه وي مل. داعش چې دبرمتو به بدل کې فوري بونګه ترلاسه نکړي، نو دیرغملو سرونه وهي. خو سراج حقاني داعش غوندې کم عقل ندئ چې دبرمته سرووهي، او هغه څې چې دیرغمل په بدل کې یې غواړي، به اوبو کې لاهو کړي. حقاني ته یرغمل ترهغې ارزښت لري چې ژوندي وي. دبرمتو دمرګ سره دحقاني خوبونه هم مري، او دبندیانو دتبادلې دپاره يې وسیله د لاسه وزي. .
که په پاکستان کې دېره سراج حقاني او شبکه یې، برمته ګان په پاکستان کې ووژني او هلته دبرمته ګانو شتون ثابت شي، دپاکستان دپاره هم نړیوال عواقب لري، چې د پاکستان ولس نور هم په ملک کې د ترورستانو په شتون او کاراواییوسخت اندېښمن کیږي.
په درناوي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more