د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

افغان هوایی پوځې زده کوونکې امریکا ته ولیږدول شول

Hashmat Khan
10.06.2016

سږ کال افغان هوایی ځواکونو د ظرفیت جوړولو په موخه د امریکا متحده ایالاتو څخه د سوپر ټکانو الوتکو لومړي ټولګه ترلاسه کړه. همداشان ۲۰ پوځې زده کوونکې امریکا متحده ایالاتو ته تللی تر څو د سوپر ټکانو د الوتکو د پیلوټې په برخه کې د سی ۱۳۰ ډوله الوتکو د مخانیک او د ژبې او مشرتابه په کورسونوکې زده کړي وکړي. زده کوونکي به د الوتکو د ساتنې او څارنې سيستمونه او عمومي خونديتوب په اړه زده کړی هم ولري. سوپر ټکانو الوتکې به د افغان هوایی ځواکونو له هوا څخه ځمکې ته وړتیاوی او د هوایې کشفونو وړتیاوی ډیري او د بلواګرو پر ضد عملیاتو کې مرسته وکړي.
تاسو د افغانستان د پوځي هوايي چلند په راتلونکي کې څه پرمختګونه غواړي چې وګورئ؟
په درنښت
حشمت
دامریکا متحده ایالاتو دعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواترو تیم


tandar
12.06.2016

روسانو هم دافغانستان د اشغال په وخت کي دغه تکتيکونه او پلانونه پرمخ بيولي وه خو اخر يي سر او سرسر دواړه يي بايلده
نو ستا باداران دي هم ددغسي سرنوشت انتظار وباسي
که امريکا په څو هيوادو تقسيم او هر ايالت يي ځانته هيواد نه شو بيا مي په قبر لاړي تو کړه خو متاسفانه چه زه به نه وم چه په ژوندون مي دا حالت وګورم
ځکه وايي مه کوه په چا چه راشي په تا
دا د پخوانيو خبري نه خوبونه دي او نه خيالونه دي دا واقيعتونه دي
نن عيسويانو په ټوله اسلامي نړي پسي راخيستي چه نتيجه به يي ددوي خپل زوال وي انشاالله
او ستا غوندي خرڅ شوي انسانان به بيکاره او يا د ګونتانامو غوندي زندانو کي دشکنجي وړ او انشاالله پراته وي
د cia او دهغه نوکر isi لاسونه دافغان په وينو سره دي
ديوه لوي او ازاد افغانستان په هيله


Hashmat Khan
05.07.2016

د روسانو او امریکایانو تګ افغانستان ته لکه ځمکه او آسمان فرق لري. روسان افغانستان ته یوازی او پرته له کوم موجه دلیل څخه تللی وه خو امریکایان افغانستان ته د ملګرو ملتونو او د نړیوالو هیوادونو په ملاتړ هغه وخت لاړل چی طالبانو اسامه بن لادن هغه کس چې په امریکا کې یې په یوولسم د سپتمبر ۲۰۰۱کال بریدونه کړي وه ورتسلیم نه کړ.

په درنښت
حشمت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more