د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

لالاجی

feroz afridi
29.06.2016

ا
...........لالا جي

ليک ...فيروز افريدي

څو ورځې وړاندې راله لالا جي د خپلې دوئيمې شعري مجموعې مسوده راوړه او راته ئې اوئيل چې هلکه اپريديه !
په دې څه وليکه!
ما ورته اوئيل لالا جي!
دا کار به دې په چا پوهه کس کړې وو زه خو داسې خاص ليکوال ميکوال نه يم بس هسې کله کله شعر نيم وليکم هغه هم څوک پوخ او سنجيده ليکوال نه لولي.
وئيل ئي مړه دا دومره رسالې مجلې چې اوباسې نو دا کمې دي څه نيک بخته؟
ما ورته اوئيل هغه خو ده خو لالا دا ټول کار نسيم خان نسيم صيب کوي زما خو هسې نوم په د پاسه ليکلې شوي وي.
لالا اوئيل، چې خير دې مړه زمونږ هم ستا د نوم سره کار دے .بس تکړه شه ، نخرې مخري مه کوه يو څو کرخې توري راتورې که چې زما په کتاب باندې ستاسو ليکل راشي بس.
ما وئيل سمه ده لالا خو سوچ په يو ځل بيا وکه.هسې نه چې وروستو بيا پښيمان وې.
هغه اوئيل چې ما سوچ کړې دے سبا نه بل سبا به راځم بس چې ستا ليکنه تياره شوې وي.

ما وئيل لالاجي دومره زر؟
ولې د کتاب مسوده به لوستل نه غواړي؟.
وئيل ئې چې سبا ټوله ورځ درسره ده او بس چې
سبا ماښام ورته کښينې او دا ليکل وکړي نو کار به وشي.
ما سبا نه بله ورځ کاتب له وخت ويستلې ده هغه له به راځم نو ستاسو نه به دا ليکل هم يوسم

ما ترې مسوده واخيسته او يو څو پاڼې سرسري سرسري مې ولوسته او هم هغه وخت مې ليکل په پئيل کړل.

د لالاجي شاعري خو ماته معلومه وه چې څنګه ده څه مې اوريدلي وه او څه مې مخکې لږه ډيره لوستلې وه بس يو تاثراتي ليک مې په وکړو او په لفافه کې د مسودې سره مې کيخود.
په بله ورځ لالا رانغلو باران هم وو او څه کار ئې هم چرته پيښ شوې وو.
څو ورځي پس راغلو۔هارون صيب هم ورسره وو۔
په ډار ډار مې ورته مسوده حواله کړه۔

هغه وئيل چې ليکل کوم دي؟
ما ورته اوئيل دې لفافه کې موجود دي.
هغه د لفافې نه زما ليکل راوويستل او زر زر ئې لوستل شروع کړل وئيل چې بس دغه شان ليکل وي کنه .
هسې دې دومره نخرې کولې مړه!
ما وئيل لالا ستاسو د شان سره سم خو نه دي خو بس ګزاره به وکړي.
جيب ته ئې لاس کړو او يو پاڼه ئې راويستله او وئي وئيل
چې ښه دا نظم ترې پاتې دے دا ما په سلطان باش خيل د دوبئ په ملګرو ليکلې وو او رانه ورک شوې وو نن سحر مې په کاغذونو کې پيدا کړو دا هم کاتب له وړم چې دې مسودې سره ئي شامل کړي.
خو ته يو کار وکړه، دا په خپله مجله پيښور کې هم دا ځل خامخا چاپ کړه.ما وئيل چې د دې کاپي درسره شته؟
هغه اوئيل چې نه کاپي خو نشته خو څوک وليږه.
ما وئيل په دې ماښام څوک وليږم بازار لري دے او دوکانونه به هم بند وي.خو يو کار به وکړم زه به د دې نه په کيمره کې عکس واخلم او دا به په فيس بک هم خپور کړم چې سلطان باش خيل ئې په خپلو سترګو اويني ،مسافر دے چې درنه خوشحاله شي او بيا به ئې مجله کې هم چا پ کړم او په دريم ځل به ستا کتاب کې هم چاپ شي نو په يو ټکټ کې به درې مزې واخلي؟
وئيل چې دا خبره دې بيخې سمه وکړه.
ما بيا ورته اوئيل چې لالا جي.
تاسو خو په ما هم يو نظم ليکلې وو .هغه جوړ ستاسو په اولينې کتاب کې چاپ دے؟
هغه دې کتاب کې دے کنه !!! داسې معلوميږي چې تا زما دا مسوده هډو لوستلې نه ده ؟
زه شرمنده غوندې شوم او ورته مې اوئيل چې لالا کيدې شي زما د نظره نه وي تير شوې بله دا چې تاسو تادي هم کوله او دريمه دا چې هغه به چرته اخيري پاڼو کې وي.
هغه اوئيل دلته خو مې ونيوې کنه..دا څه دې په شپږمه پاڼه باندې پروت دے.لالا فورا زما په نوم ليکلې شوې نظم د خپلې مسودې نه رابيل کړو.

ورپسې ئې سم دستي اوئيل هسې دې د ځانه ليکلي چې د لالا شاعري پخه ،قامي ،ملي، رومانوي، مذهبي ، کلتوري ،او سياسي پته نيشته څه څه بالا بتر ده؟

ما وئيل لالا..تاسو د حمزه بابا،او سمندر خان سمندر د وختو شاعري کوئي نو پخه به نه وي؟
هغه اوئيل،او هاو ، چې دا خو ده !
خو دا قامي او ملي دې ولې ليکلې؟

ما ورته وئيل چې لالا تاسو په هر دوئيم دريم بيت کې
پښتون ،پښتو او پښتونخوا ياده کړي نو دا قامي او ملي نه شوه؟
وئيل چې او دا خبره خو صحيح ده.

لالا بيا اوئيل چې دا رومانوي دې ولې ليکلې ؟ ما وئيل لالا ستاسو خو يو مشهور شعر وو هغه څه وو ؟هن رښتيا چې په اسلام اباد کې دې په يو کثيرالثاني مشاعره کې اورولې وو .چې جينکو او هلکانو په ډير داد هم درکړې وو .
لالا مسکې شو . او هاو، خو تا ته دا خبره چا کړي ده؟
ما ورته په ډار ډار اوئيل ،چې هغه فقير ګل خالص راته وئيلي وو.

هغه اوئيل چې دا خبره صحيح ده خو دا فقير ګل خالص خو ما سره ډير ناروا سلوک کړي وو د هغې نه خبر ئې؟
ما وئيل نه د دې نه خو نه يم خبر خو دومره ئې راته وئيلي وو چې په مشاعره کې ډير هوټنګ شوې وو او د مشاعرې نه وروستو بيا د اردو يو شاعرې لالا ته ټينګ لاس ورکړي وو او ورته ئې وئيلي وو چې خان صاحب اپکي شاعري بڑی اچھی ہے ۔ کبهي کبھار تشريف لایا کریں مشاعروں میں ۔اپکی جمالیاتی محسوسات باعث ذوق ،شوق اور لذت اميز ہیں۔

لالا سخت شرمنده غوندې شو،خله ترينه ورانه ورانه لاړه خو ځان ئې راټينګ کړو. وئيل ئې چې دا ټـول ورانې دغه مصيبت خان هغه څۀ دے، فقیر ګل خالص بلکه فقير ګل ملاوټي وو.

بيا ئې ټوله قيصه د سره شروع کړه چې څنګه د هغه سره يو ځائئ مشاعرې ته اسلام اباد ته تلې ووم،هغه ورځ هارون راسره نه وو تبې نيولې وو.
زما چې نمبر راغلو نو زما د کلام د ترجمې د پاره ما سره دغه فقير ګل خالص نه بلکه ملاوټي ودريدو.
خو چې ما هغه شعر اوئيل چې

چې په خوا کې راسره زما دلبر وي
په خوندونو لذتونو کې مې سر وي

نو دغه ملاوټي ئې غلطه ترجمه وکړه.
جب گود مې محبوبه بيٹھی هو تو مزے هي مزے ہونگے.
ته زما شعر ته وګوره او د دغه ملاوټي ترجمې ته وګوره؟

ما وئيل خير دے نزدې نزدې ده.
هغه اوئيل يار مصيبت دا وشو چې هغه د اردو شاعرې کشور ناهيد راله چې د مشاعرې په پائي کې لاس راکړو نو وزيرئ ګوته ئې راغونډه کړه او تلې ئې راله۔۔۔۔۔۔۔.. وئيل خان صاحب ډيره حسينه شاعري کوې .زمونږ خواله هم راځه چې ستاسو د شعر نه خوند اخلو.سخت ئې بګهراؤ کړې ووم

ما وئيل يره لالا دا خو لاړې ستورې شوي ځکه چې هغه خو ډيره لويه شاعره ده
د لالا د خلې وخــکي تر غوږونو رسيدلي وو او خله ئې بيخې نه راټوليدله.
څه شيبه وروستو ئې اوئيل يره خبرو خوند کولو او ما غوښتل چې دې کشور حسينې ته اوائيم چې په جنسي او رومانوي شاعرئ کې لږ فرق کوه خو دلته هم هغه ملاوټې ډنډا اوهله او راته ئې چيغې وهلې چې لالا راځه چې د بيتاب صيب پوښتنې له ور شو.
ما وئيل ظاليمه! دا ښه ساعت دې په ما نه پيروزو کيږي په بيتاب څه شوي دي چې پوښتنې له ورځو دلته خو اوس زه ډير بې تابه يم.
فقير ګل اوئيل چې بې تابه خو ئې خو چې بې ابه نه شې .
بیا ئې خله بل طرف اوږده کړه او چيغه ئې کړه چې رفعت
ګاډي ديخوا راوله.
خدائي شته د کشور حسينې نه په جدائي مې زړه خفه وو خو دا د رفعت نوم راباندې خوږ شان ولګيدو ما وئيل دا به څوک د پښتو شاعره وي خير دی بقيه ګپ به د دې سره ولګي.
ما خالص له اوئيل چې ځه چې ځو خو په بيتاب څه شوي دي؟
خالص اوئيل چې خبر نه ئې هغه خو ګوزن وهلې دے
ګوزن؟
دا ګوذن څه شې وي؟.
د لالا سره راغلې هارون په مينځ کې راودانګل او د خالص د قيصي په مينځ کښې ئي د لالاجي نه تپوس وکړو.
لالا ورته اوئيل چې مسلمانه۔!
د خدائي روئي ته وګوره! ته اوس د خاړپوسو ماشوم خو نه ئې چې ګوزن نه پيژنې؟
ما هارون صيب ته اوئيل چې فالج يادوي.

هارون په خندا کې اوئيل او په لالا دا ټولې بيمارئ تيري دي ځکه ورته د هرې بلا نوم ياد دے
لالا سخت په غصه شو.
د خدائي په فضل پوره 68 کاله عمر مې دے او تر نن پورې مې ويښتان تک تور او غاښونه سلامت دي څه ستاسو په شان د بيمارو جاله نه يم
خالص مخلص ژوند مې تير کړې دے پاک ساک.
ما ورته اوئيل لالا پروس کال خو د زړه اټيک درباندې شوې وو کنه؟
لالاجي وئيل خدائي مه که..الله پاک د ې د هغه ډانتر کور وران ويجاړ کي. زما د ګيس بيماري وه او دۀ راته وئيل چې هارټ اټيک دے..څلور مياشتې ئې راباندې يشيدلي کدوان او تورې بينډئ وخوړې.
او په اخير کې چې د بيتاب صيب ادبي پروګرام له لاړم نو هغه راته اوئيل چې هلکه دا څه چل درباندې شوې دے؟
ما وئيل ډانتران وائي چې د زړه بيماري ده، څلور لاکه روپئ جمع که چې اپريشن درته وکړو
بيتاب صيب فورا قراقل په ميز کيخودو او زما ئې چې څنګه نبض ټينګ کړو .وئيل ئې چې دا کوم جاهل ډاکټر له تللې وې؟
ما ورته اوئيل چي فلانکي پروفيسر څه دے.

بيتاب صيب اوئيل! هغه خدائي په ګوزن اواهه ستا خو د ګيس بيماري ده او په دې يشيدلو سبزو او کدوانو بينډو دومره ډنګر شوې ئې چې د نورو بيمارو خطره دې هم شته.زر زر ئې نسخه وليکله او راته ئې اوئيل چې دا واخله نسخۀ مې درته وليکله .دا ستعمال که چي سم دم د پسرلي مست سخوندر درنه جوړ شي.
او مياشت پس بيا چې راځي نو روغ به ئې.
مياشت پس خو لآر نشوم خو هغه د اسلام اباد په مشاعره کې فقيرې راته زيري راکړو چې بيتاب صيب پخپله ګوزن وهلې دے.

لالا دې ته خو زيرې نه وائي ! ما په غږ وکړو.
او هاو پوهيږم خو اوس رانه هغه د غم د خبر اصلي ټکې هير شو.
هارون بيا راودانګل
يره دا بيتاب صيب خو هم پوره شې وو ،په دې خيبر ټيلويژن ئې سمه قبضه کړې وه.د پينځه شپږو کسانو مخه ئې نيوله وه.
حکيم هم هغه وو، خطبه به هم دۀ ورکوله،ادبي پروګرام به هم بيتاب صيب کولو د عربئ ژبې د زدکړې پروګرام به هم بيتاب صيب کولو او د سوالونه ځوابونه او خيبر بيټ لړل څټل به هم بيتاب صيب کول!!!

ما ورته اوئيل چې هارونه لږ کم شه مړه دا لړل څتل پکې د کومه راغلل.؟

لالا جي اوئيل او هاو ...د ادبي پروګرام خو ئې ما هم ليدلې وو نن سبا پکې هغه ګل اکبر سائيل هم پښتو له نورق ورکوي.
نورق ! که رونق ؟
او هاو هم هغه
هارون په خندا شو وئيل ئې چې لالاجي کله کله داسې بيلاوتو وائي سرائے نورنګ ته نورائے سرنګ وائي.رونق ته نورق وائي او ګبهراو ته بګهراو وائي.

لالا جي بيا په غصه شو او او ته خو سم اباسين يوسفزې ئې چې هر څه به صحيح وائي.

هارون اوئيل چې اباسين يوسفزې صيب په پروګرام کې چې کله هم ميزباني کوي نو د ډاکټر اسرار صيب د دعا نه پئيل کړي خو دا نه وائي چې دا د ډاکټر اسرار صيب دعا ده تر څو چې په هغه پروګرام کې پخپله ډاکټر اسرار موجود نه وي. .هغه مخکې ورځو کې ميجر طارق هم ناست وو هغه په زوره اوئيل چې ډاکټر اسرار پروګرامونه له ډير کم راځي په کومه ورځ چې راشې نو بس هم په هغه ورځ اباسين صيب د ډاکټر صيب دا دعا د هغه په نوم ياده کړي باقي ورځې پرې اباسين صيب غلې وي.

ما په منځ کې بيا خبره رفع دفع کړه او ورته مې اوئيل دا ګل اکبر سائيل څوک دے لالا جي؟

هغه تور سکاڼ غوندې هلک څه دے چې په مزه مزه په خوند خوند پښتو ښائي.
ما ورته اوئيل چې لالا هغه خو ډير لوئي معتبر شاعر دے اکبر سيال نوم ئې دے.
او هاو هم هغه.
د هارون باچا په اواز کې ئې ډير غزلې د څکلو څټلو سازينو ميخانو ،مستي او خمار والا وئيلي دي.

هارون پکې بيا راودانګل او کنه لالا څه ستاسو په شان د روژو زاکاتونو او حجونو عمرو نصحيتونه خو نه کوي بلکه سيال به عيش کوش که عالم دوبار نيست والا خبرې ئې خوښې دي.په ما خو ډيرې ښې لګي د هغه سندرې!!
ما ورته اوئيل چې مړه پريږدئ پردي بحثونه خپلې خبرې کوو.
لالا بيا څه چل وشو چې فقير ګل خالص بيتاب ته بوتلې او کنه.
لالا ګويان شو وئيل ئې چې اول خو زه راضي شوم ځکه چې خالص د رفعت نوم اخيستې وو ما وئيل راشه پښتانه جينئ سره به دا نورې خبرې وکړو خو چې کله موټر ته نزدې شو نو د موټر نه يو تور سکاڼ سړې راووتو .خالص ئې تعارف وکړو چې دا رفعت خټک دے مشهور واتړ کلر پينټر !!!
ما زړه کښي اوئيل چې يا خدايه دا دومره خوږ نوم او دومره ښائيسته ئې کارونه او دا څه سکاڼ سړے دے توبه توبه۔۔۔
خالص چغه کړه کينه لالا رفعت سره وړاندې سيټ کې چې ځو د بيتاب صيب پوښتنې له.
ما ورته بهانه جوړه کړه چې زه کلي ته ځم په ما ناوخته کيږي مړه !اصل کې
چې د کشورې شرينې خبرې مې د بيتاب په ثقيلو کورغندلو ، خميره ګاؤزبان او جوارش جالينوس نه خبرابولې ځان مې ترې راخلاص کړو او نيغ کلي ته راغلم.
دې وخت کې د لالا بيا خپلې مسودې ته خيال شو.
چشمې ئې په سترګو برابرې کړي او وئي فرمائيل!!
يار تا او هارون زما نه هسې هيڅ بي هيڅه مذهبي زاهد جوړ کړې دے .
زما په شاعري کې د يو بيت نيم نه سيوا کوم نصيحتونه يا مذهبي شعرونه دي؟ .دا نعتونه او منقبتونه خو ما د ټې وي پروګرامونو او مشاعرو د پاره ليکلي دي .
خدائي شته که نور خو زه څۀ دومره مذهبي يم صرف مونځ اودس کوم د هارون پشان بېلماځه او پليت خو نه يم چې هغه صرف الله مني نور نه مونځ پيژني او نه دا نور د مذهب لوازمات
هارون يو ځل بيا راودانګل
ولې لالا
ټي وي له ئې څه د پاره ليکې ؟ خو پيسې په اخلې کنه؟
ولې ته هم د برق صيب په شان د قلم مزدور ئې؟

لالا ورته اوئيل ...زوروره
خدائي شته که د ټي وې چيک يا پيسو له ئې ليکم خو بس چې ټي وي والا اوائي چې راشه،چې په دې محفل مسالمه کې شريک شې ثواب به دې هم وشي او دا پښتون اولس به خپل دا غم زپلې او لمبو وهلې شاعر هم په سکرين اويني
په دې کې زما څه قصور دے او نو ته په ولې سوځې هارونه؟
ما لالا ته اوئيل ښه ښۀ ځکه تاسو په ځان اتش تخلص ايخې دے؟
او هاو..بيا ئې زياته کړه !
مړه يو بل هم زما په نوم شاعر دے هغه ټوله ورځ د کبابو کړهي ته ناست وي هغه ځان ته انګار تخلص ايخې دے نو ما فکر کاوو د اولس په غم کې خو زه هم سوځم پريږده چې زه په ځان اتش تخلص کيږدم.

ما ورته اوئيل چې لالا ستاسو او لائيق زاده صيب يو شان مزاج دے.
هغه هم تنکو تنکو جينکو ته غزلې ليکي او ورسره سمې لوئې لوئې د نعتونه مجموعې هم چاپوي، او نور خلق په هډو نه خبروي چې په دې نعتونو باندې د وزيراعظم له خوا يو لاکه روپئ او د عمرې خرچه او ټيکټ هم ګوتو ته ورشي او په کتاب صدارتي انعام يافته نعتيه مجموعه هم وليکي..هغه هم د اولس د غمه بس مرګونې دے .
نه مړه لائيق زاده او ما کې ډير فرق دے؟
هغه د سندرو ګناه د نعتونو په ثواب وينځي او زه خو سندرې نه ليکم صرف د ټي وي د پاره نعت منافقت وغيره وليکم دا هم دوه دري ځله هغه بخاري پروفيسر مجبوره کــړ م ګني زما مزاج خو درته معلوم دے.
ما وئيل منافقت څنګه ليکې توبه توبه۔
لالا وئيل نه يره هغه بله نامه ئي ده۔
هارون پکښي بيا دخل اندازي وکړه لالا منقبت يادوي
لالا اوئيل او هاو دغه۔۔
ما ورته اوئيل چې بخاري پروفيسر څوک دے؟
لالا اوئيل چې هغه څه دے مړه اول په اکوړي کې اوسيدو اوس پېښور کې اوسيږي د پښتو اردو او هندکو سرائيکي او اوس د هندي ژبې دعوی هم کوي بلکه د دغو ټولو ژبو ټول حقوق ئې هم په ځان پسې ليکلي دي .
ما ورته اوئيل چې لالا
تاته خو معلومه ده چې زه مسافر يم او دا بخاري پروفيسر نه پيژنم.
هارون اوئيل مړه .هغه اوس بخاري نه دے .اول بخاري وو بيا هندکې شو بيا وروستو پښتون شو اوس اوس سيد شوې دے
ما ورته اوئيل چې بس پريږده سړيه ولې د پردو خلکو غيبتونه راباندې کوئ .
دې خلقو کې دا چلونه وي
تاسو هغه قياسي صيب نه دې ليدلې؟ چې د بل چا غزل ئې په ځان پسې دومره کلک وتړلو چې باقاعده د عدالت نه ئې ډګري پرې راوخيسته
حالانکه هغه د خيبر په زلمي څه کول او تاتره خو له ما هم ليدلې نه ده چې په خيبر کې اوسيږم
.

هارون پکې اوئيل چې هو ما اوريدلي وو چې دا د اجمل بابا غزل وو
لالا جي اوئيل ما خو اوريدلي وو چې د مراد شينواري غزل وو.

خو دا مال اوس د زرغون شاه دے.
څوک خو دې په خيبر زلمي پښتو زمونږ شان دے دعوي وکړي چې قياسي صيب ئې غاښونه ماتوي او کنه!ما هم په سم ډز وکړو.

لالا داسې ترينجک غوندې اواهلو او وئې وئيل دا کارونه زمونږ په زمانه کې هم کيدل خو دومره په لوئي کچ نه وو.
ما ورته اوئيل چې ستاسو وخت کې دومره شاعران نه وو.

هغه اوئيل که چا ته وائي نه نو يو څو نومونه به زه هم واخلم.
ما ورته اوئيل چې لالا زه تا سره دا وعده نه شم کولې ځکه چې زما خله سورې ده او چې چا ته ئې ونه وائيم نو په خيټه کې مې قولنج وي.
خو دا تاسو ما ته مخکې هم وئيلي وو چې دا کار به شمس الزمان شمس مرحوم هم کولو.

هارون پکې راوادانګل ولي هغه ستاسوشاه صيب درنه هير شو ؟
ما اوئيل هغه څه کړي؟
هارون اوئيل چې د ډاکتر صاحب شاه صابر مرحوم غزلونه ئې په ځان پسې نه وو شمارلي ؟
او د قطر دوبئ شوده سري شاعران ئې دومره متاثره کړي وو چې سم رحمان بابا ئي ترې جوړ کړي وو.
ما ورته اوئيل پريږده مړه هغه خو د لالا يار دے ولې ئې غيبت کوې؟
لالا يو دم په غصه شو او په ما ئې سم راودانګل وئيل ئې چې په هغه شوده سري شاعرانو کې اول نمبر ستا هم دے او اوس ئې زما ملګري او دوست ثابتوې
ما ورته اوئيل والله لالا مونږ خو په يوه خبره پوهيږو
او هغه دا چې څوک راته څه اوائي نو باور په وکړو.

خو هغه وخت ئې ماته دروغ معلوم شول چې کله ئې دا سندره يا غزل په ځان پسې شمار کړو نو ما زړه کې اوئيل چې بچيه دروغ دې اوئيل .

په غريبئ که مې شرميږي بيا به نه راځمه
خير دې چې ته په خفه کيږي بيا به نه راځمه

ځکه چې دا ما پخپلو غوږونو په شارجه کې د سوات يو سپين ږيري مزدور کاره شاعر صابر احمد صابر نه اوريدلې وه.

او چې دغه شاه صيب هر کله په ځان پسې زباد کړه نو ماته معلومه شوه چې دې خو په پردي مال لاس راکاږي.
نو ما بيا پوره تحقيق شروع کړو او دا اندازه راته ولګيده چې
زلفو له شړق ورکه طوفان راوله هم د ارواښاد صاحب شاه صابر وو خو دې عاجز ډير د مجبورئ نه په ځان پسې دا سندرې زباد کړې وې .اخير د دوبئ او قطر شوده سري شاعران خو به په څه نه څه طريقه متاثره کول ضروري وو کنه.

لالا اوئيل چې پريږده مړه دا خبرې تا زما په دې مسودې باندې په خپل ليک دا هم ليکلي دي چې زما شاعري سياسي ده د دې څه ثبوت دے؟
ما ورته اوئيل چې ولې تا هغه شعر نه وو ليکلې چې د اباسين اوبه ئې بيلې کړلے
خدايه پنجاب باندې طوفان راولې
هغه اوئيل چې او دا خو ما ليکلې دے خو دې کې حقيقت دے سياست پکې د کومه راغلو؟
ما ورته اوئيل چې لالا جي. سياست خو ښه شې وي تاسو ترې ولې الرجک ئې ؟
هغه اوئيل چې دا خو منم خو تاسو څنګه زما شاعرئ ته سياسي شاعري وئيلې ده،نو ځان پوهوم چې بيا څوک پوښتنه وکړي چې ځواب خو وي راسره کنه!
ما وئيل لالا دا د اباسين ذکر اګر چې يو جعرفيائي تذکره ده خو دا اباسين په تاريخي لحاظ د پښتنو وو او د دې اوبه ئې ستاسو نه په سياست کې پټې او بئيلې نکړې؟
هغه اوئيل چې او هاو.دا خو ده.

اخير کې ئي اوئيل چې مړه دا دومره خبرې دې زباني چې وکړې که دا تاسو ليکلې وې نو زما په مسوده کې به ئې نور هم خوند زيات شوې وې.
ما ورته اوئيل لالا ستاسو خو لا ډيره شاعرئ د چاپ نه پاتې ده که ژوند وو نو بيا به چرته ليکل ميکل وکړو.
هغه اوئيل چې ځه سمه ده خو دا يو نصيحت درته کوم
چې په چا څه ليکل کوې نو دروغ پکې مه ليکه.او چې لوستې دې نه وي نو د ځان نه پکې تجزيه نګاري مه کوه..زما په زړه کې چې کوم اور بليږي د هغې په حقله خو تا هيڅ نه دي ليکلي .زه داسې يو ليکلوال لټوم چې زما د زړه بڅرکي رابرسيره کړي او دغه لوګې لوګې اورلړومې اتش راته مړ کړي
ما ورته اوئيل چې لالا د غالب يو شعر دے

عشق په زور نهیں يه وه اتش هے غالب'
جب لگائے نه لگے اور بجهائے نه بجهے

هارون اوئيل چې لالا هم داسې شعرونه ليکلې شي خو که لالا ته د غالب په شان ماحول ورکړي شي نو ته بيا ګوره .
لالا اوئيل مړه دا ته څه وائې هارونه..غالب څه بوس باد کړي دي،هغه څه شرابي وو .زه شکر دي لمنونځ ګزاره تجهد ګزاره شاعر يم .
زما الهامي کلام دے او ما ته خپل ټول کلام زباني ياد دے. ورسره ئې خپلې مسودې ته لاس کړو او وئيل ئې چې غوږ شئ.
درې ساعته پس چې لالا پاسيدو نو په دغه مسوده کې 220 ټولې غزلې ئې په ما او هارون بطور سزا اورولې وې


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more