د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

غزل

feroz afridi
08.06.2016

بيخي تازه غزل چي بل ځائي لاخپور شوې نه دے ۔د اصلاح په اميد

چي ځان انسان ګڼمه خوئي به دې انسان کومه
بائيد په هر سړي د ښه سړي ګمان کومه

څه به شي پاتې که ترې لاړمه و بلې خوا ته
بادشاهي نه وه چي به زه پسي ارمان کومه

نه غم د ګټې او تاوان شته نه لالچ و طمع
نه په چا پور لرم او نه د چا تاوان کومه

ښه وه که بده ورځ زما سره ئي و پا لله
يوه مننه مي د زړه نه د جانان کومه

د هر انسان سره ښيګړه وظيفه ګڼمه
حق پريکومه زه په چا هم چي احسان کومه

په مزکه کيښوتو زما په کالبوت ننوتو
په خپل مکان کي ميلمستيا د لا مکان کومه

د غم په ساندو مې بدلې شي نغمې فيروزه
د وخت ناکام سره چي کله يا قربان کومه

[size=18:63da49f651][/size:63da49f651]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more