د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ملا هیبت الله نه، سراج حقاني یې چلوي.

اتل
01.06.2016

محترمو لوستونکو، اسلام علیکم.
ولس دسولې تمه ترې لرله، خو مولوی هیبت الله په کامل هیبت او وحشت دجنګ د تشدید امر ورکړ. هیبت الله هسې د اوبو د سرځګ دې، دپاکستان ګوډاګئ سراج حقاني تروریزم ددرامې لوبغاړئ دئ. کله چې سراج حقاني پرانس حقاني او حافظ رشید په نیولو کې دملا منصور په لاس لرلو شکمن شو، دده او منصور ترمنځ اعتماد ختم شو. دمحلي اخبارونو درپوټونو پر بنا پدې مسئله بحثون وشول، اوسراج کوښښ وکړ چې دطالبانو پرتحریک خوې ولګوي. سراج به دخپل ورور د کساد اخیستلو دپاره خپلو پنجابي بادارانو ته د ملا منصورموقعیت ښودلئ وي. سراج اوس به خلاص مټ پر طالبانو قبضه لګولې.

اوس موږ پوهیږو چې ولې ملا عبدالقیوم ذاکر دپنجاب دګوډاګې ملا منصور دلاسونو شکلولو ته په ګونډو ورغئ، او دطالبانو دارشد پوځي قوماندان په حیث یې دخام بې تجربې هلک ملا قیوم امر ته غاړه کیښوده. پداسې خال کې چې ملا ذاکر، ملا منصور دملا برادر او ملا منصور دادالله سره په خیانت تورن کړ، ولې یې بیا هغه ته بیعت وکړ؟ ملا ذاکر دغه راز ملا منصور په زهرو دملا عمر په وزلو او قدرت په غلا کولو هم تورن کړ.
ملاذاکر، ملامنصور، سراج حقاني، ملا هیبت الله غوندې دطالبانو مشران، نه یوازې دخارجي بادارانو غلامي کوي، بلکه پخپلو کې هم صادق ندي، او دنیابتي جنګ بادارانو ته په خدمت او فشار ته دغاړې په اېښودلو کې نه عزت نفس لري، نه پښتونولي، او نه هم اسلامي غیرت او وقار.
ترهغې چې پردۍ غلامي کوي، خوار او ذلیل به ګرزي.
آلله جل جلاله دې، دوی ته همت ور په برخه کړي..


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more