مساپر ستوري

دغړيتوب نېټه: 30 جون 2011 ليکنې: 243
|
د ليکنې نېټه : ٤ شنبه ميئ 18, 2016 7:29 pm عنوان : کنړ کې طالبانو څلور ښوونځي سوځولي او الوزولي |
|
|
سلامونه او نېکې هیلې،
قدرمنو هېوادوالو، د کنړ ولایت څخه رسېدلي خبرونه وایي چې طالبانو په کنړ ولایت کې درې ښوونځي سوځولي او یو یې هم په بمونو الوزولی دي. د خبر له مخې دغه پېښه د کنړ ولایت په ماڼوګي ولسوالۍ کې رامنځ ته شوي ده، چې درې په کې د هلکانو او یو هم د نجونو ښوونځی دی.
ګرانو او قدرمنو هېوادوالو، د ښونځییوحمله غندو، او وایو چې دا جنایتکاران نور د اعتبار وړ نه دي ځکه چې دوی په مسجدونو، روغتونونو، ښوونځییو او نورو عامه ځایونو ګزارونه کوي. ټولو افغانانو ته دا وایم چې ويښ شئ چې طالبان او د دوی انډیوالان زمونږ په خاوره کې د علم او روښنایی پر ضد اور ته د لمن وهلو هڅې کوي. |
|