د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

افغانستان دداعش پر ضد نړیوال ائتلاف سره یو ځای شو

Hashmat Khan
31.03.2016

دداعش تروریستی ډلی د پلویانو د فعالیتونو د پراختیا په اړه اندیښنې په افغانستان کې زیاتې شوی او د ډی ډلی د فعالیتونو د مهارلو په موخه د افغانستان حکومت د ځانګړو ځواکونو یوه قطعه جوړه کړي ده. داعش په دي ورستیو کې د افغانستان په خنیځو سیمو کې خپلو فعالیتونو ته زور ورکړی وه چې د افغان امنیتي ځواکونو لخوا وځپل شول او ددوي یو لوی او مهم عملیاتي مرکز ، اچین ولسوالي د افغان حکومت تر ولکي لاندي راغلی. له بلې خوا، افغانستان په رسمي ډول د داعش ډلې پر ضد د امریکا په مشرۍ د نریوال ائتلاف سره یو ځای شو. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېرې په ایټالیا کې د داعش پرضد ائتلاف د غړو په ناسته کې له ګډون څخه مخکې له دې ائتلاف سره د افغانستان د یو ځای کېدو خبر ورکړ : " افغانستان له یو لړ ننګونو سره مخامخ دی چې موږ ډېری د هغې له هواري سره په مرسته کې رول لرو، دا هېواد دې ته په پام سره چې له داعش سره مخامخ دی تېره ورځ یې تصمیم نیولی له دغه ائتلاف سره یو ځای شي او موږ ترې هرکلی کوو".
ستاسو په اند د افغانستان یو ځای کیدل د داعش ډلې پر ضد د امریکا په مشرۍ د نریوال ائتلاف سره څومره مهم دي؟
په درنښت
حشمت
دامریکا د متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواترو تیم


د cia او isi لاسونه دافغان په وينو سره دي

tandar
10.04.2016

اوبه خړي کړه ماهي ونيسه
داعيش د امريکا پديده ده دا ناامنيتي ستا دبادارانو پديده ده
ټوله دنيا درته ړانده کاڼه او بي عقله ښکاري فقط ستا باداران هوښيار دي
بادارانو ته دي زما له خوا زيري ورکړه ټوله دنيا به وغلوي او وخوري خو داصلي افغان بچي نه شي غولولي او ماتولي خو خپل وخت ته ګوري ځکه لاس خالي اوناچاري ده او تاسي له دغه موقفه استفاده کوي
د cia او isi لاسونه دافغان په وينو سره دي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more