د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

دیني عالمان: په اسلام کې ځانوژنه او انسان وژنه ناروا ده

اتل
25.03.2016

محترمو لوستونکو، السلام علیکم!
په خوست کې د افراطیت پرخلاف د کورنیو او بهرنیو دیني عالمانو دوه ورځڼئ کانفرانس پای ته ورسید.
د کنفرانس په پيل کې د مصرهېواد دیني عالم دوکتور محمود احمد د کنفرانس په موخه خبرې وکړې او ویې ویل دوی پلان لري چې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د ثبات د تامین او د افراطیت د مخنیوي لپاره علمي کنفرانسونه دایر کړي، ترڅوددې کنفرانسونو د لارې دیني عالمان دافراطیت د مخنیوي لپاره په یوه غږ عملي کار وکړي .
د مصر الازهر پوهنتون استاد ډاکټر محمد فتحي النادي کنفرانس ته په خبرو کې د یوې سوله ییزې اسلامي نړۍ لپاره علم، له ظلم سره مبارزه، د عدالت تامین او د ورانکارو اعمالو مخنیوی مهم وباله.
هغه وویل، اسلام وسط دی او افراط او تفریط ته پکې ځای نشته او د کوم شرعي حکم پرته ځانوژنه او انسان وژنه ناسم عمل بولي:
((ناروا کړنې، د بېګناه خلکو وژل، د ځان وژل او بل چاته نقصان رسول د یو شرعي جواز پرته دا په کلکه علماء غندي او دې ته ناروا کړنې وايي
===
خو طالبان دالله جل جلاله د اوامرو نه سرکشي کوي، خپلې بدعتي فتواوې ورکوي، نا حقه خودکشان او عادي خلک وژني.
http://www.taand.com/archives/66476


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more