د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دصلحې پر خای یې جنګ خوښ کړ!

اتل
18.03.2016

محترمو خویندو وروڼو، السلام علیکم.
یوه سړي ویل، زه شل ګزه ټوپ وهلي شم - چا پرې غږ کړ چې، دا ګزاو دا میدان!
دملامنصور طالبي ډلې چې دپاکستان د ګوډاګي حقاني په مرسته په چاودنو کې عام قتل وکړئ، دصلحې او سلم خبرې کوي، او د جنګ ملامتي د خارجیانو په حضور اچولې ده. خو طالبان خارجیان نه، بلکه ولسي مسلمانان وژني.

نن چې د صلحې هڅې روانې دي، حکومت ټولو مخالفانو ته بلنه ورکړه چې دصلحې په مذاکرو کې ګډون وکړي، دترورست حقاني په شمول حکمتیار او ملا رسول ګډون پکې قبول کړ، خو ملا اختر منصور دصلحې په عوض د جنګ لمن ونیوله.
ولې دملا منصور ډلې په تیرو خبرو کې په مري کې ګډون وکړ، او اوس یې انکار ترې وکړ؟ ددې دپاره چې ګوته ورته ونه نیوله شي، دحقاني دترورستیې شبکې مشر، دپاکستان ګوډاګي سراج حقاني دخپلې ډلې ګډون اعلان کړ، او ملا منصور ته یې امر وکړ چې په بهانو او پلمو د صلحې د خبرو نه انکار وکړي. سراج حقاني او خارجي بادارانو یې دا خبره هیره کړې ده چې، عجبه خو داده چې سراج حقاني چې دطالبانو د ملا منصور دډلې مرستیال دئ، یوازې د حقاني دډلې په نمایندګۍ په خبرو کې برخه اخلي، او دطالبانو د ډلې چې حقاني یې دویم شخص دې، د نمیانده په حیث د ګډون نه انکار کوي.
ملا منصور، سراج حقاني او ددوی دنیابتي جنګ باداران دهغه مارغه حیثیت لري، چې سر په ریګ کې ومنډې، سرکوڅکلي ودریږي، او فکر کوي چې څوک یې نه ویني.
په درناوي.
http://www.taand.com/archives/66126


Re: دصلحې پر خای یې جنګ خوښ کړ!

lawangin
22.03.2016

مخ دې تور شه منافقه ! ټول درواغ وایې !!

[quote:20023b843e="اتل"]محترمو خویندو وروڼو، السلام علیکم.
یوه سړي ویل، زه شل ګزه ټوپ وهلي شم - چا پرې غږ کړ چې، دا ګزاو دا میدان!
دملامنصور طالبي ډلې چې دپاکستان د ګوډاګي حقاني په مرسته په چاودنو کې عام قتل وکړئ، دصلحې او سلم خبرې کوي، او د جنګ ملامتي د خارجیانو په حضور اچولې ده. خو طالبان خارجیان نه، بلکه ولسي مسلمانان وژني.

نن چې د صلحې هڅې روانې دي، حکومت ټولو مخالفانو ته بلنه ورکړه چې دصلحې په مذاکرو کې ګډون وکړي، دترورست حقاني په شمول حکمتیار او ملا رسول ګډون پکې قبول کړ، خو ملا اختر منصور دصلحې په عوض د جنګ لمن ونیوله.
ولې دملا منصور ډلې په تیرو خبرو کې په مري کې ګډون وکړ، او اوس یې انکار ترې وکړ؟ ددې دپاره چې ګوته ورته ونه نیوله شي، دحقاني دترورستیې شبکې مشر، دپاکستان ګوډاګي سراج حقاني دخپلې ډلې ګډون اعلان کړ، او ملا منصور ته یې امر وکړ چې په بهانو او پلمو د صلحې د خبرو نه انکار وکړي. سراج حقاني او خارجي بادارانو یې دا خبره هیره کړې ده چې، عجبه خو داده چې سراج حقاني چې دطالبانو د ملا منصور دډلې مرستیال دئ، یوازې د حقاني دډلې په نمایندګۍ په خبرو کې برخه اخلي، او دطالبانو د ډلې چې حقاني یې دویم شخص دې، د نمیانده په حیث د ګډون نه انکار کوي.
ملا منصور، سراج حقاني او ددوی دنیابتي جنګ باداران دهغه مارغه حیثیت لري، چې سر په ریګ کې ومنډې، سرکوڅکلي ودریږي، او فکر کوي چې څوک یې نه ویني.
په درناوي.
http://www.taand.com/archives/66126[/quote:20023b843e]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more