د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

دوې هندوانې په یوه لاس کې نه نیول کیږي!

میرویس
11.03.2016

ګرانو لوستونکو، السلام علیکم!
طالبانو صاحبانو دسولې د خبرو دپاره یودا شرط اېښئ ؤ چې حملې دې ورباندې بتدې شي. حملې دوی کوي، که مقابل لورئ؟ ددوی خپلمنڅي جنګونه هم دسولې په خبرو کې ګډون ټکنئ کوي. د ملا منصور ډله په خبرو کې کیني، که دملا رسول ډله؟
طالبانو ته پکار دي چې پر ولس، مؤسسو او ادارو حملې بندې کړي، او پخپلو کې جنګونه ودروي. طالب باید اتفاق وکړي دیوه واحد طالب په توګه، په خبرو کې برخه واخلي، تشدد بند کړي او سوله راولي.
====
هلمند کې د طالبانو اوږد ډله ییز برید پای ته ورسېد
د هلمند ولایت اوپراتیفي رئیس جنرال عبدالجبار قهرمان وویل، پر ځینو حکومتي بنسټونو له تېرو درو ورځو راهیسې د طالبانو هغه ډله ییز برید تېره شپه پای ته ورسېد، چې اتو – نهو ځانمرګو برید کوونکو ګډون درلود.
====
د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالي کې د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ د تېرو ۴ ورځو په جګړو کې تراوسه پوري لږترلږه ۲۰۰ تنه وژل شوي دي.
په دې جګړه کې، چې د ملا اختر محمد منصور او ملا محمد رسول اخوند د پلوي قوماندانانو ترمنځ روانه ده او د دواړو لورو د نورو سیمو پلویان هم د جګړې لپاره سیمې ته راغلي، نامعلوم شمېر نور ژوبل شوي دي.
http://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2016/03/160311_hh-helmand-taliban-coordinated-attack


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more