د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

کوټه کې ۱۴ نیول شوي طالبان ځوک دي؟

میرویس
11.03.2016

ګرانو لوستونکو، السلام علیکم!
په تیرو پنځلسو کلو کې ولې په کوټه کې دیره افغان طالبان چې له هغه ملک نه په افغانستان کې نبابتي جنګ کوي، ونه نیول شول؟
که نیول شوي خلک دطالبانو مشران وي، علت به یې دا وې چې دسولې په خبرو کې یې د ګډون نه انکار کړئ. دطالبانو د انکار نه وروسته دپاکستان د صدراعظم سیاسي سلا کار سرتاج عزیز وویل، طالبان باید ځان پوه کړي چې شرطونه د خبرونه وروسته اېښودل کیږي نه مخکې. پاکستان مخکې هم ویلي وو چې که طالبان خبرو ته حاضر نشي د پاکستان نه به یې وشړي.
کیدای شي پاکستان د طالبانو د ملارسول دډلې سړي نیولي وي، ځکه چې هغوی د ملا منصور دډلې سره په جګړه کې دي. دملا منصور ډله چې دپاکستان ګوډاګئ دحقاني ترورستې شبکې مشر، سراج الدین حقانی يې مرستیال دئ، هڅه کوي د ملا منصور ډله وټکوي.
که په کوټه کې دطالبانو نیول کیدل ددې دپاره وي چې دافغان حکومت سره یې خبروته مجبور کړي، او لدې لارې سوله راشي، دطالب، افغانستان، پاکستان، ټولې سیمي او نړۍ په خیر به وي.
طالبان رښتیا هم باید پوه شي، چې د حکومت سره دخبرو اوسولې کولو نه پرته بله لار نلري.
ومن الله توفیق.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more