د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

د وحشت هغه ویډیو چې ما یي د لیدلو تاب رانه ووړ

lawangin
10.03.2016

د وحشت هغه ویډیو چې ما یي د لیدلو تاب رانه ووړ

[img]http://www.nunn.asia/wp-content/uploads/2016/03/wahshat.bmp[/img]

نشرونکی: صمیم سعادت برخه: مقـــــالی او تبصرې 2016/03/09

عبدالرؤف حکمت
د وحشت او ستم په دې دوران کې چې انټرنیټ او خواله رسنۍ کاروئ، ضرور به هره ورځ د ظلم،قساوت او ځناورتوب له ډول ډول کیسو او ثبت شویو صحنو سره مخ کیږئ.
زه هم د یوه ویب کاروونکي په حیث روزانه په انلاین رسنیو کې دا ډول بدې بیکاره صحنې وینم،په فلسطینیانو د یهودو له ظلمونو نیولې بیا د شام او عراق او په سنیانو د بشار او معاصر صفویت تر بوږنوونکو مظالمو پورې. خو دا چې اوس زموږ عاطفه د حالاتو جبر ځپلې او د ستم له صحنو سره یي عادي کړي یو نه دغه ډول ويډیوګانې کتلی او زغملی شو که څه هم د یوه سالم انسان رواني حالت ددغسې صحنو لیدل نه ایجابوي.
ما چې تراوسه دیهودو، صلیبیانو،صفوي او نصیري شیعه ګانو،بودایانو او داعش د ظلم او قساوت کومې صحنې لیدلې نو داسې صحنې ډیرې کمې پرمخ راغلي چې هغه د لیدلو وړ نه وي. مګر تیره شپه یوه داسې ویډیو په مخه راغله چې باور وکړئ چې ما یي له هر څومره کوښښ سره سره د لیدلو تاب رانه وړای شو.
تیره شپه مې له خوب نه وړاندې د وروستي ځل لپاره د نن ټکی اسیا فیسبوک پاڼه ریفریش کړه، خو ناڅاپه یوه ویډیو راواوښته،چې ورته لیکل شوي و : د کندهار په پنجوایي کې سیمه ایز پولیس یو ځوان د اقرار کولو لپاره په پاخه سرک په رینجر پورې راکاږي. په ویډیو مې کلیک وکړ او ومې لیدل چې یو ظاهرا متدین افغان ځوانکی، د لنګوټې په توسط په رینجر پورې تړل شوی او په پاخه سرک پروت دی،ځوانکی په ټیټ غږ خبرې کوي خو پولیس چې رسمي یونیفورم يي اغوستی په لوړ غږ ورته ښکنځلې کوي، وروسته رینجر ته حرکت ورکړل شو او ځوانکی په قیر سرک راښکل شو. دغه وخت مې زړه ټکان وخوړ، په سترګو مې تیاره شوه، د ځوانکي د پستو غوښو او ډبرین سرک د تماس او سولیدلو ننداره راباندې دومره درنه شوه چې ما یي د لیدلو تاب رانه وړای شو،زر مې د کمپیوټر موس ته لاس کړ، د کمپیوټر صفحه مې پورته او ویډیو مې له سترګو پناه کړه، او یوازې مې د ویډیو خبرو ته غوږ ونیو، د ویډیو پاته برخه مې تراوسه هم نه ده لیدلې، او نه یي د لیدلو تاب لرم. خو دومره پوه شوم چې یوژوندی زولانه انسان د جبري اقرار اخیستلو لپاره د رسمي وردۍ لرونکو پولیسو لخوا په رسمي دولتي موټر رینجر پورې د لنګوټې په توسط تړل شوی او په پاخه سرک راښکل کیږي.
مشت نمونه خروار
د کندهار د پنجوایي ولسوالۍ دغه پیښه د هغو مظالمو یوازې یوه بیلګه ده چې له تیرو څو کلونو راهیسې ددې ولایت د بیلابیلو سیمو خلک ورسره مخامخ دي، له ۲۰۱۰ میلادي کال راپدیخوا چې د کندهار په ښار ته څیرمه ولسوالیو لکه ډنډ، پنجوایي، ژړۍ او ارغنداب کې جګړو زور نیولی، په دې سیمه کې د امریکایانو درانه تخریبي عملیات او ورپسې د اربک سازۍ پروسه پیل شوې او بیا د کندهاریانو د سر او مال ټول واک د جنرال رازق په نوم یوه خونړي او قساوتګر جګړه مار ته سپارل شوی د کندهار خلک پیوسته ددغسې نادودو مظالمو قرباني دي.
د ظلم او قساوت کیسه یوازې همدا نه ده چې نن یي موږ د ویډیو کتلو تاب نلرو، بلکې د کندهار په خلکو له کلونو راهیسې د ناآشنا مظالمو همداسې چپې میچنې تاویږي.
دلته به د خپلو هغه یاداښتونو له جملې یوازې یوه برخه درسره شریکه کړم چې ما د ۲۰۱۳ میلادي کال په جنورۍ کې اخیستي و، د کندهار د ژړۍ یوه تن اوسیدونکي په دې ولسوالۍ کې د پولیسو او اربکیانو د ظلم څو د سترګو لیدلې صحنې داسې راته بیان کړې.
۱ــ دژړۍ دکولک په سیمه کې دشیراغا په نوم داربکیانو یوه وحشي قومندان څلور میاشتې وړاندې دګران په نوم دسیمې یوځوانکی له طالبانو سره دتړاو په تور ونیو ، شیراغا له ګران څخه غوښتنه وکړه چې دطالبانو دوسلتون په اړه معلومات ورکړي ، خو څرنګه چې ګران ته دا معلومات نه وو نوځکه شیراغا ورڅخه په زور دمعلومات اخیستلو کوښښ پیل کړی .
دسیمې داوسیدونکو په وینا شیراغا له هرډول غیرانساني شکنجو ، وهلو او ډول ډول تعذیبونو وروسته دګران داندامونو په غوڅولو پیل وکړ ، شیراغا دګران دپښو او لاسونو ګوتې غوڅې کړې او بیا یې ترې پوښتنې پیل کړې خو کله چې یې څه ترې ترلاسه نه کړل ، نو یې دپښو او لاسونو نور بندونه هم ترې غوڅ کړل ، ترڅو په همدې ډول یې ټوټه ټوټه او په پای کې شهید کړ .
۲ــ همدې اربکي شیراغا د ۲۰۱۲ کال دډسمبر میاشتې په وروستیو ورځو کې دیوه شهید طالب په جسد باندې اور بل کړ او ویې سوزاوو.
۳ــ د ژړۍ دچارچاخې په سیمه کې دبدین په نامه اربکي دسیمې یو بیخي کم عمره هلک په زور خپلې پوستې ته بیولی او بیا یې په جبر لواطت ورسره کړی و، دا کیسه دهلک دخپلوانو لخوا راپورته شوه او حتی حکومت ته یې عریضه هم وکړه ، خو بدین لا هم سرې سترګې ګرځي .
۴ــ دژړۍ دسیاچوی په سیمه کې دغلام قومندان په نامه اربکي دسیمې یوتن له طالبانو سره دتړاو په تور نیولی او په ژوند یې غړۍ داسې ورباندې تاو کړې چې مخ یې شاته اوښتی او په دې توګه یې اورمیږ ورمات او په شهادت رسولی .
۵ــ دپاشمول په سیمه کې په تیره روژه کې دولي جان په نوم یوتن اربکیانو نیولی ، ترلوټلو وروسته یې سراو پښې ترې غوڅ کړي او بیا یې په ګڼو نلانو کې غورځولی ، دولي جان مړی یوه نیمه میاشت وروسته دسیمې هلکانو وموند .
۶ــ دلاجور خان په نوم یوتن چې اته لکه پیسې ورسره وې ، تېر پسرلی دژړۍ دسنګ حصار په سیمه کې دسیمه ایزو اربکیانو لخوا نیول شوی ، پیسې او ټول شته ترې اخیستل شوي او وروسته تروژلو یې په بوجۍ کې اچولی او اوبوته غورځولی ، چې مړی یې ډیر وروسته وموندل شو .
۷ــ د ژړۍ دسیاچوی په سیمه کې یو کلیوال دسیمې داربکي قومندان لخوا ونیول شو ، ترهغه وروسته یې مشر ورور ته اربکیانو ټیلفون وکړ ، چې که یو فولډر سراچه موټر راته اخلې نو ورور به دې ژوندی در خوشی شي او کنه دژوند تمه یې مه لره ، دسیمې دغه اوسیدونکی چې داربکیانو وحشت ورته معلوم وو ، ناچاره یې په لس لکه روپیو اربکیانو ته موټر واخیست ترڅو یې ورور له پوستې راخلاص شو .
۸ــ داربکیانو چلند نه یوازې دعامو خلکو په اړه غیرانساني دی ، بلکې خپل نسبي خپلوان یې هم له اذیت څخه په امن نه دي ، دنسیم په نوم دسیمې یو شریف ځوان چې ورور یې اربکی دی ، دخپل ورور لخوا لومړی ونیول شو او سخت ووهل شو ، وروسته یې امریکایانو ته په دې نامه وسپاره چې دا یو مشهور طالب دی ، نسیم بیچاره دخپل نسبي اربکي ورور له جوره په بګرام کې پروت دی .
۹ـــ د ناخوني په کلي کې یې د مسجد د ملا زامن یوازې په دې نوم شهیدان کړل چې پلار یي ملا دی، د صلاوات په سیمه کې اربکیان د شپې یوه کور ته اوښتي او ښځو ته یي بي عزتي اړولې، همدغه شان د سیدجان په نوم د صلاوات د اربکیانو یو کومندان یوه کور ته ورغلی له غلا وروسته یي یوه ښځه او یو سړی وژلی دي.
انساني وجدان چیرې دی؟
اوس دلته اساسي پوښتنه داده چې د درست افغانستان خصوصا ددې سیمو لکه کندهار ښار، پنجوایي، ژړۍ،ډنډ، ارغسان، بولدک او نورو سیمو چیرته چې د ظلم او وحشت ژرنده په خاموشه بڼه چلیږي، انساني هډوکي ماتوي او بې ګناه ځوانۍ خاورې کوي ددې سیمو د ستم ځپلیو خلکو غږ ولې نه اوریدل کیږي؟؟
نړیوالې رسنۍ، بشري سازمانونه، افغان شخصیتونه، لیکوالان او ژورنالیستان هغه چې په انسان او خصوصا افغان انسان د رحم او عاطفې لرلو دعوه کوي، که چیرې د جګړې د یوه اړخ له لورې کومه خطایي پیښه او د ملکي تلفاتو حادثه رامنځته کیږي، نو اوږدې پرپړې ورباندې لیکي. په فیسبوک، راډیو او هر سټیج باندې د فریاد اوښکې تویوي او ځان د عاطفې او بشردوستۍ ګوډی ثابتوي.
مګر دلته چې اولس د یونیفورم لرونکو ځناورو لخوا ټوک ټوک او دربدره شو، د ریګ دښتونه په ډلییزو مقبرو ډک شول،خلک په ژوندوني ټوک ټوک او په پاخه سرک راکښل شول، ددغې انساني فاجعې په وړاندې ددوی سترګې ړندې او غوږونه کاڼه دي.
آیا تاریخ او افغان قضاوت به دوی وبښي؟؟
کلا وحاشا . . . دوی چې د کندهار وحشي لغړی ورته د عصر قهرمان بریښي، دغه بي انصافه قضاوت به یي موږ دلوړو مظالمو غوندې په ټول من او عن سره خوندي او د تاریخ ارشیف ته وسپارو، ترڅو یي مکارې څیرې ټولې دنیا ته بربنډې او د آخرت په شان په دنیا کې هم د نیکنامۍ مخ ونه ویني.[img][/img]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more