د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

معصومیت او خیانت

میرویس
19.02.2016

ډېرو ګرانو لوستونکو، السلام علیکم!
ماشومان باید دموراو پلاارتر سیورې لاندې، دښونځي او ښونکي په ماحول کې لوی شي، نه دا چې دمورد غیږې نه په خیانت، دوکه، او اختطاف را وشوکول شي، دتعلیم نه محروم شي، او د حق الله او حق العباد نه قصداً غافل وساتل شي، او ټوپک په لاس ورکړ شي چې، خپلې میندې او پلرونه ووژني اویا په څانمرګي حملو کې ځان او نور مسلمانان قتل او ونډ ونډ کړي.
دماشوم د معصومیت سره باید خیانت ونه شي.
طالبان دنیابتي جنګ دخپلو بادارانو د ناولو هدفونو دپوره کولودپاره معصوم ماشومان، چې دښه اوبد توپیر نشي کولئ قتل کوي، اوبیا ډوزې ولې، چې جهاد یې کړئ دئ. آیا دا جهاد دئ؟
====
په جګړو کې د طالبانو له‎خوا د ماشومانو له کارونې اندېښنې
پنجشنبه 29 سلواغه 1394 ساعت 19:59 آخرین به روز رسانی در جمعه 30 سلواغه 1394 ساعت 10:59 نوشته شده توسط Shakeela Ibrahimkhil

د بشري حقونو څار نړیوال بنسټ د طالبانو له‎خوا په جګړو کې له ماشومانو له کار اخیستو خبر داری ورکوي.دبشري حقونو څار نړیوال بنسټ په خپل نوي خپاره شوې راپور کې وايې چې په ۲۰۱۵ زېږیز کال کې د کندز په "چهاردره" ولسوالۍ کې طالبانو لږترلږه له ۱۰۰ ماشومانو نه په جګړه کې کار اخیستی دی.
د بشري حقونو څار بنسټ لوی څېړوني پاتریشیا گوسمن څرګنده کړه:"افغان ماشومان باید په ښوونځیو، مدرسو او یا په کورونو کې له خپلو پلرونو او میندو سره وي نه دا چې د جګړې په ډګرونو کې د مرمیو ښکار شي"
http://www.tolonews.com/pa/afghanistan/23839-taliban-recruit-children-into-their-ranks-hrw


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more