د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

پښتونولي+اسلام= خیروفلاح.

سید ن
13.01.2016

السلام علیکم ورحمت الله وبرکته!
قدردانو لوستونکو، ټول مسلمه اُمت، او بالخصوص داسلامي امارت معزز مشرتابه ته دخیر، برکت او عافیت دُعا کوم او صادقانه هیله ترې کوم:

ډیر خوشحاله شوم چې کاناډایي تبعه چې پنځه کاله درسره محبوس ؤ، تاسې آزاد کړئ، تر څو دخپلې کورنۍ سره کور او اور شي. تاسې ویلي چې د اسلامي اخلاقو او انساني خواخوږۍ په وجه مو حریت ور په برخه کړيدئ. خو ستاسې پدې نیک اقدام د پښتون شمله هم جګه کړه.

پتنو په جنګونو کې هم دښمن ته خپله پښتونولي ثابته کړېده. افغا مجاهدیونو چې دبرتانویانو کورنۍ ونیوله، خپل ناموس غوندې یې دهغې پت او عزت وساته او انګلیس ته یې امانته وسپارله. افغان ملت د سپيڅلې اسلام او ویاړلو افغاني عنعناتو په رنا کې حپل استقلال، خود ارادیت، ارضي تمامیت او جګه شمله ساتلې او دپت او عزت ژوندیې کړيدئ.

د مجاهد ملا محمد عمر آخند نه چې غرب د اسامه بن لادن د ورکولو غوښتنه وکړه، هغه وویل، سبحا ن الله، دا دپښتو کار ندئ. موږ ننواتې نشو ماتولئ. هغه پهخبل عزم کلک ودرېد او په عمل کې لکه ونه مستقیم ولاړ په خپل مکان ؤ.
زما خواهش دادئ چې دسولې دمذاکراتو پدې حساس درشل کې موږ ته پکار دي، چې هیڅ داسې کار ونکړو چې موږ ته ګوته ونیوله شي، او له بلې خوا موږ باید دپښتنو دپوړنې د ناموس سبیڅلتوب هم رعیات کړو، او د صداقتمند مولوي صاحب جلال الدین حقاني چې په جهاد کې یې د ښځو او ماشومانو حقوقو ندي تر پښو لاندې کړي، د زوی خلیفه سراج الدین حقاني نه د بشر ي خواخوږئ، اسلامي اخلاقو او پښتونولۍ، پر بنسټ غوښتنه کوم هغه امریکایي میرمن اوماشوم چې د ټولو مذکوره اصولو خلاف ورزي ده، آزادکړي، زموږ دملت شمله جګه وساتي او خپل دیني، انساني او پښتونولي وجائب سرته ورسوي.
که داسلامي امارت سره نور محبوسین هم وي، د همدغو بنیادونو پر بنا د ازادۍ حق لري.
پښتونولي+آسلام= خیروفلاح.
ومن الله توفیق.
www.khaama.com//haqqani-terrorist-network-holds-american-hostage-4363


lawangin
13.01.2016

[img:bcd20c18b1]http://www.khaama.com/wp-content/uploads/2014/12/Untitled2.jpg[/img:bcd20c18b1]

په کابل کې !!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!


سید ن
19.01.2016

آلسلام علیکم، ورحمت الله وبرکاته.
په اسلام او لوی پښتونخوا مینه لونګینه وروره، ستاسې دې دا قلمي جهاد مبارک وي، او د الله جل جلاله په درګاه کې دې قبول او مقبول شي.

وروه، زه دې ولې پدې بې روح عکسونو ګنهکار کړم. آیا دا ستاسې د علي د حب نښه ده، که د معاویه د بغض؟ هسې شوخي مې درسره وکړه. ماته ستاسې نیک نیت معلوم دې چې چیرې به هم مسلمانه تاوان ونه روسوې.

ورور، زموږ دا مسائل ترهغې نه حل کیږي، چې موږ ټوله مجاهده پرګنه، هغه غلط تصورات لیرې نکړو چې زموږ په هکله په غلطه خپاره شويدي، اوبله مسئله داده چې زموږ ځینې مجاهدې ډلې داسې اعمال سرته رسوي، چې زموږ دجهادي قیادت داصولو، او نورو دیني او پښتونولۍ د موازینو سره اړخ نه لګوي. پکار دې چې دهغوی سره مرسته وکړو الله تعالا او ولس ته د اعتماد وړ وکرزي.

یوځلې چې موږ خپل اعمال په سمه لار روان کړو، بیا په زغرده د هرڅه دعوي کولای شو. راځئ چې لاسونه سره ورکړو، دا د لسګونو کلونو د جهاد لاس ته راوړنې وصؤنې کړو، امر په معروفو، او نهیې د منکراتو نه پرځان عملي کړو.
د یوه عادي افغان او مسلمان په نزد، خپل اعمال مقبول وګرزوو، او د منکراتو نه اجتناب وکړو.
پدې ارتباط ستاسۍ تعاون ته اړیم. راځه چې دواړه خلیفه صاحب، سراج الدین حقاني ته ننواتې ورشو، تر ځو یې پدې قانع کړو چې دمنکراتو تورداغ دخپلې او ټولو مجاهدو پرګنو د لمنې نه د ابد دپآره پاک کړي. زما په قاصر ‌ذهن، قاطع نصرت به هغه وخت زموږ په نصیب شی، چې کاملاً ښه عمل وکړو، او د بدو نه پرهیزوکړ، دا وخت به الله تعالا د کامیابۍ وعدې هم پوره کړي.
ستاسې د همکارۍ په هیله.
و من الله توفیق


lawangin
19.01.2016

سيد نه وروره اسلام علیکم !
زه خپله امي سړی يم خو واقعي مسلمانان ډېر راباندې ګران دي ځکه دوی راستکاره ، با اخلاصه
، سپین خلک دي ، درواغ ، چل ، دوکه ، حرام خوړل پکشې نشته ، اولس او عنعنات ډېر پرې ګران
دي ! نو له دې کبله یې زه دا نږدې ۲۴ کاله پلوي کومه ! دوی زمونږ دکلي ځوانان او
زمونږ خپلوان دي !
حقاني صیب خو ډېر مسلمان سړی دی زمونږ دلرې دوستانو سره دوستي لري او ډيير صفت یې
راته شوی ! زه خو ډېرلرې درنه پروت يم ورتګ به مو ډېر سخت وي !!
دکابل فاسد رژيم سې ای اې او نورې مخبري شبکې ګډ کارونه سره کوي چې طالبان
بدنامه کړي او اشغالګر پاته شي ، فاسدين دالر وخوري او جيبونه پرې ډک کړي !
ډېر وخته چاودنې کيږيخو طالبان یې نه مني !!خو کومه چې دوی کړې وي هغه مني !
خبرې ډېري دي ټول راز په نېټ کې نه وېیل کيږي !
په اساس او بنيادي توګه زه ستا دمفکوري پلوي کوم ژوندی اوسې

ورور مو پتنګ


سید ن
20.01.2016

د اسلام ددین، پښټونولۍ، اصل نصب او ربړېدلې ولس دنجات د ځراغ ننګیالیه پتنګه، سلام دې علیک او په دین او دنیا دې برکت!
وروره، زه ډیر ویل او لیکل نه کوم، ځکه چې ډېر ویل د قرآنکریم ښه دي. زه ستاسې د ایماندارۍاو لوړ همت قدرکوم.
زموږ دسوچه جهاد د نجات دپاره، چې د پښتون غورځنګ، نوک او اورۍ غوندې پکې نغښئ د ي، تاسې غوندې نیکو اشخاصو، د اهل خبره طالب مشرانو، ټول پښتون قام او افغان ولس مرسته غواړم چې بیړني اقدامات وشي، ترڅو د افغان بقا خوندي شي.
موږ باید اول افغان ولس ته ثابته کړو چې پر افغاني دود او اسلامي احکامو عمل کوو، او د ولس ملاتړ جلب کړو. کله چې پولادو غوندې یو موټئ شو، او اسلامي او نړیوال اصول رعایت کړو، نړیواله ټولنه به هم غاړه راته کیږدي او په صلح او صفا کې به د الله جل جلاله تر مرحمت لاندې سر لوړئ ژوند وکړو.
الله جل جلاله ویلي "ترهغې به دیوه ملت په حال کې تغیر رانه وړم، مګر داچې دا ملت پخپله د خپل حالت د بلون اراده وکړي".

وروره، بیا به د محترم مولوي صاجب جلال الدین حقاني دزوی، خلیفه صاحب سراج الدین حقاني نه خواست وکړو چې د اسلامي اخلاقو او انساني خواخوږۍ په وجه هغه امیدواره ښځه او میړه چې ځلور کله مخکې یې برمته کړي وو، او په برمته ژوند کې یې اولد زیږولئ، او هغه معصوم هم په بند کې لوئیږي، آزاد کړي.

پدې کار سره به حقاني ورور، جهاد ته د نجات په ورکولو، اسلامي او افغاني ذمه وارۍ په بوره کولو کې لوی ګام اخیستئ وي.
ومن الله توفیق.
دلاندې مضمون پدې مه کره کوئ چې چا خپور کړیدئ.
مطلب ته یې وګورئ.
+++++++
څلور کاله کېږي چې یوه امریکايي- کاناډايي جوړه له حقاني شبکې سره برمته ده
تاند- د ایران له لوري د ۵ امریکايي بندیانو له خوشي کېدو وروسته څرګنده شوه چې افغان طالبانو له ډېرې مودې راهیسي یوه امریکايي- کاناډايي جوړه برمته کړې او لا یې هم له ځان سره ساتلې ده.
لوېدیځو رسنیو د سې شنبې په ورځ ناوخته افشا کړه چې د امریکا د یورک سیمې یوه ښځه او له خپل خاوند او یوه ماشوم سره په افغانستان کې د حقاني شبکې له لوري یرغمل دي.
د یورک کاونټي د سټیوارټس ښارګي اوسېدونکې مېرمن کولمن له خپل کاناډايي خاوند جاشوا بوایل سره د طالبانو له لوري برمته شوي دي. دوی په ۲۰۱۲ م کال افغانستان ته په یوه بلاغواړي (ماجرايي) سفر کې یرغمل شول.
اته ویشت کلنه کولمن هماغه مهال اومیندواره وه او په داسي حال کې، چې برمته وه، ماشوم یې وزېږېده. د هغې ماشوم/ماشومه به اوس د درې او څلورو کلونو ترمنځ وي.
د هغې کورنۍ په دې لا نهیلې ده چې برمته نیوونکي یې بې رحمه کسان دي او د پاکستان په خورا غرنۍ او بدوي سیمه کې اوسي.
د دوی ستونزه په دې خاطر لا پېچلې شوې چې امریکا له ترهګرو سره خبرې نه کوي.
وروستی ځل چې د کولمن حال د هغې کورنۍ ته ورکړای شوی، ۲۰۱۴ م کال و، په دغه کال د مېرمن کولمن د خاوند دوه ویدیوګانې خپرې شوې.

کولمن او کاناډايي خاوند یې د طالبانو په اسارت کې
د هغې کورنۍ دواړه ویدیوګانې په داسي وخت کې اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ورښکاره کړې چې طالبانو د یوازني اسیر کړي امریکايي پوځي بو بریګدال خلاصون اعلان کړ.
نوموړی هم د حقاني شبکې نیولی و خو اوباما موافقه وکړه چې د خلاصون په بدل کې یې له ګوانتنامو څو مهم طالب مشران خوشي کړي.
خو د کولمن او د هغې د خاوند قضیه سړه او چوپه پرېښودل شوې ده.
http://www.taand.com/archives/61969


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more