د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

شمالي ټلواله بیا د تجزیې خوب ویني

lawangin
09.10.2015

شمالي ټلواله بیا د تجزیې خوب ویني
عبدالغفار کامیاب
08.10.2015


دافغانستان جګړه او د پینځمې لسزیزي پیل، اړینه ده چې د هیواد روان ناورین له هرډول بې عدالتیو پرته وڅیړل شي، دافغانستان په جګړو کې ظلمونو ، قتلونو او برعکس فداکارۍ او میړانې قرباني او هیواد پالنې اوږدې لارې وهلې دي. او لازم ده چې له دواړو څخه په خپل وخت او موقف کې یادون وشي ، حال داچې تاریخ خپل قضاوت لري او کوي.
د افغانستان جګړې له شک پرته بهرني اړخونه هم لري، انګریزان په دې جګړه کې له نور هر وخت څخه په ماهره او غښتلې توګه لوبیږي، امریکا او متحدین یې هم خپلې ګتې او پلانونه د همدې جګړې او ناخوالو له طریقه ترلاسه کوي ، تر ډیره بریده په افغانستان کې د جګړو غزونه منځي آسیا او سیمه کې د وتلو سرمایه دارو هیوادو نو لکه چین او هند د تضعیف په موخه هم مدیرت کیږي.
پاکستان او ایران هم د افغانستان په جګړو کې ماهرین دي ، او د خپلو ګټو خوندي کولو لپاره پانګونې کوي او ډلې ټپلې روزي ، پاکستان په سیمه کې د ترهګرو مورحیثیت غوره کړی او ټولې هڅې یې د افغانستان د ورانولو په برخه کې متمرکزې دي، چې دلته دمبارزو او مجاهدو لیکه بیله بڼه لري او له پاکستان سره ګډه موخه نلري او خپل استقلالیت یې په مبارزو او مجاهدتونو لوړ ساتلي او لا هم روان دي.او داسې ډلې هم شته چې د پاکستان او ایران ګټې د روانې جګړې له لارې تامینوي چې هغوی مجاهدین او د دین خادمین نه دي.
پاکستان هرکال په ملیونونو ډالر له امریکې او انګریزانو ترلاسه کوي او دهغوی د اهدافو سترې برخې په سیمه او افغانستان کې پلی کوي خو تر خوايې خپلې موخې هم لري. چې پر عملي کولو یې ستر هڅې کوي.
په کور دننه افغاني ډلې ټپلې ، پخواني جهادي ډلګۍ، په سرکې د شمال ټلواله ، د سیاف ملاتړي ، حزب وحدت ، حزب اسلامي او څو نور ګوندونه چې د طلبانو د اسلامي تحریک په نسبت له اوږدې مخینې او جنګي تجربي څخه برخمن دي چې په چور او چپاول، غارت او فساد کې ښکاره مخینه لري دپام وړ دی، د ډاکټر اشرف غني په مشري د حاکم نظام په سلوکې نوي فیصده جوړه کابینه له یادو کړیو ده.
ها خوا د دولت ترټولو ستره مخالفه ډله (دطالبانو اسلامي تحریک) سره له دې چې د مخالفت په کرښه کې دی او تر هرې ډلې او تنظیم په تناسب سترې قربانۍ ورکوي او د جګړې مقدمې کرښې د دوی په وینو ګرم ساتل شوي دي او د خارجي قوتونو پر وړاندې مبارزه کوي بیا هغه اړینه مسله ده چې شمالي ټلواله یې بدنامه کولوته پښې لوڅي کړي او تر څنګ یې نور جاني او خاینین د او ګران هیواد دښمنان او دهغوي جاسوسانه فعالیتونه او دغه راز دهغوی هویت پر پشتنو قومونو ملقب کوي .
سره له دې چې ټول افغانستان جنګي حالت لري او هر ولایت کې جګړه روانه ده خو په بې انصافۍ سره د طالب ډلې پر کړو او جګړو هم افغان دولت ، جهادي پخواني ډلې ، تنظیمونه او سیاسي ګوندونه، قوماندانان او دمفاسدو ملاتړي څیرې ګوته نیسي او سختې سبکې او ناتارې غږوي ، دوی حق لري چې نیوکې وکړي مګر تر هغه حدودو چې دین ، قوم او عزت ته ګواښ نه وي ، خو دوي سترې بې شرمۍ ته مخه کړې هر څه يې چې خولې ته راشي هم له ملي شورا ورته اړم دي غږوي او هم له حکومت څخه.
په نظام کې پراته جهادي او تنظیمي سټې چې په فساد او ظلمونو کې بې ساري کارنامې لري، په غلامۍ او جاسوسۍ کې بې جوړه دي ، په غدارۍ او خیانت کې ترټولو مخکې موقف لري او لاهم د افغانستان په قضایاوو کې دخیانت کونکو له ډلې شمیرل کیږي ، دوی په پوره بې شرمۍ سره د دې هېواد د تجزیې ، دپښتنو دړې وړې کیدل ، او پر پښتونوقونو د تورنو او ناروا نومنو ، سپکاوي او بې عزتي آخته دي.
وخت ناوخته پښتنوقومنو ته په سپک نظر کتل او پر هغوی د طالب بیا د ترهګر نوم ټومبول هغه جدي ګواښونه دي چې هیواد ناورین ته بیایي حال داچې دوی ناورین حاکم کړی دی، طالب او د دوی نظام د افغاني ټولنې یو حقیقت دی قرباني ورکوي شهیدان لري لوږه ، تنده ، خواري او مرګونه یې هر قدم څاري او دهمدي خاورې لپاره جګړه کوي چې ترې انکار کول ناممکنه ده، په همدې ترتیب حاکم فاسد نظام او تر چاپیر پراته د شر اوفساد پخواني او تازه ډلې ټپلې او ملاتړي یې د همدې ټولنې تر ټولو تریخ حقیقت دی او خلکو منلې ده چاره هم نشته .
که چیرې طالب ته ظالم او قاتل ویل کیږي ، نو ولې عبدالعلي مزاري ، جنرال رشید دوستم ، مسعود خیل ، حکمتیار ، سیاف او بلاخره هغه ډلې او څېرې چې د افغانستان د جګړې بنسټ ایښودونکي دي دوی ته پاک او چاندي جهادي رهبران ویل کیږ؟
حزب وحدت ګوند وو چې د کابل پرغربي سیمو کې څه جنایات او خیانتونه ، څه ظلمونه او شکونې نه وې چې ویې نه کړل، د خلکو پرناموس او عزت یې حتی ډله ایز تیري وکړل له ښځو څخه یې( شرم ګاه) پرې کړې پرسرویې میخونه وټکول او سل نور جنایات.
جمعیت یا شورای نظار او یا شر فساد، دغې جهادي ډلې حزب وحدت سره پوره سیالي وکړه او هغه نارواوې یې پر افغان ولس تطبیق کړلې چې تاریخ یې ګواه دی، کابل میشتو خلکو او دولتي خزانه او شتمنئ چا چور کړې؟ دخلکو پر ښځو او زامنو چا تیري وکړل؟ آیا هغه وخت او د دوی کړي کار نامې له افغان ولس څخه هیریږي ؟ نخیر نامکنه خبره ده چې هیرشي ، ظلمونه او جنایات په اویایمه لسیزه کې خپل اوج ته رسیدلی وو، او همدا یادې ډلې یې اصلي کوربانه وو او لاهم دي.
په ورته بڼه حزب اسلامي ډله هم په مساویانه ډول د دې هیواد په ورانولو کې خپله ونډه لره او د تباهۍ ، چور ، قتلونو او خیانتونو لړۍ سره سم روان وو او لاهم په ځينو برخو کې پرې آخته ده، جهادي او تنظیمي ګوندونه چې اوس په دې فاسد نظام کې تجارتي سهمېې لري ، د لسکلنې تجربې او پر دې ولس دخیانتونو رواکولو سترې لارې او منابع ښه ورته مالومې دي. او دولس له مظلومیت څخه ګته پورته کوي خپل ټول زشت او غیر اسلامي رفتار او کردار حلال او مشروع بولي خو هغه پریښتيني مجاهدینو او مبارزینو باندې بې شرمه او بې ادبه ګوتې پورته کوي او ترخواي پښتانه قومونو ته سپکاوی کوی چې هره ورځ یې کورته جنازې وړل کیږي او د دې خاورې لپاره آزادي غواړي .
زه له پوره بې طرفۍ او له حق څخه په ملاتړي توګه پر شمالي ټلوالې او د دوی پر بادارانو او حامیانو غږ کوم چې تاسې خپل تیر نه بښونکي جنایات او خیانتونه پر طالبانو د نیوکو او بد نامه کولو ، دپښتنو پر بې عزتي او سپکاوی نه شئ پټولی او دا نا ممکنه هڅه ده،
بلې خواته مو په شومو افکارو کې د ګران هیواد د تجزیې خوبونه هم شغلې وهي چې دامو بله غداري او خاینانه فکر دی، که څه هم عملي بڼه یې د خوب په موقف کې دی، او دا خوبونه به له خیره په کولاب کې وینۍ، خو ضروري ده چې د افغانستان پر حقایقو سترګې مو خلاصې وساتئ او خپلې تیرې کارنامې او غدارۍ هم له یاده ونباسۍ.
افغانستان خپلواک هیواد وو او وي به، هرچاچې به دې هیواد کې د تجزیې خوب لیدلی وو نن سبا یې قبرونه یا مسکو او یا انګلستان او یا واشنګټن کي دي، نو دې ستر حقیقت ته په غاړه ایښودنې سره د حاکم نظام په چوکاټ کې را ټول شوي مفاسد او پخواني ټوپک سالاران دې په دې پوه شي چې حقیقت او د مبارزي د روانې لړۍ حقانیت که څه هم ثابته ده لا به ثابته شي ، چې هغه وخت تاسې به په خپل لاس جوړ کړي جهنم کې سوځول کیږئ.
تاسې له خپلو بهرنیو بادارانو سره به ګډ تفامهم د افغانستان په نابودولو کې له تیرو ۱۴ کالونو را په دې خوا ډېر څه وکړل او ستر خیانتونه مو د امریکې په ګته ترسره کړل، ۱۴ کال وشول چې تاسې په خورا بې شرمې او بې هویتئ سره نه مو د ځمکې د لاندې څه پریښودل اونه مو دځمکې د پاسه ، هرڅه چې وو بهرنیانو درنه یوړل ، کفر او الهاد مو پر افغان مسلمان او مجاهد ولس حاکم کړ، افغانستان مو د سیمې اسخباراتو د جګړې په کرغیړن ډګر بدل کړ او اوس ځان ته د افغانستان اصلي خادمان او ریښتینې بچیان وایاست پښتنو ته مو دامونه ایښي او دهغوي د رټولو او شړلو خوبونه هم وینئ .
که چیرې پښتانه په جنګي جنایاتو تورن کوئ او ځان پاک ګنۍ په دې خبر وئ چې له ځان سره مو جفا کړې د دې خبرې پر تایید له عبدالله عبدالله نیولې د ګلمجمو تر مشر دوستم او بیاتر محققه چې سیاف یې هم ملاتړ کوي د جنګي جنایت کارانو په ډله کې شامل یاست او له دې ډلې په نرمو او ښکلو خبرو ، په احادیثو او متبره آیاتو سره چې وخت ناوخت یې زمزمه کوۍ نخلاصیږئ.
که له حق سترګې پټوئ نو داحقیقت څنګه پټیږي چې رشید دوستم په زرګونه طالبان یې په لیلي دښته کې شهیدان کړل، دې ته ورته زر نو خیانتونه هم دي چې له یادون یې تیریږم.
همدا تاسې یاست چې نن سبا له بهرنيانیو سره په شریکه د دې هیواد په بیچاره کولو کې مهمه ونډه لرئ خوبیاهم ډار در پورې نښتې بڼه لري او د طالب له ټک څخه مو په مغزوکې بریښ تود حضور لري، چې حتی په کور او له کورڅخه بهرهم په همدې فکر یاست.
اما پروپا ګاندا او منفي تبلیغات مو د همدې ویرې له امله د خپلو رسنیو او یا دهغو رسنیو له تربیون خپریږي چې په ګده له یوې چینې څخه تغذیه کیږئ موخې او فعالیتونه موهم ګډ دي.
په خاتمه کې دیادونې وړبولم چې دافغانستان پر قضایاوو سترګې په مه پټوئ ، پشتنوولسونو اوقومنوته ، له بیلا بیلو نومونو او دسیسو له جوړلو ، دتجزیې او فراق خوبونو له لیدو څخه لاس واخلئ او په ریښتیني ډول دغه اخلاقي معیارته د تسلیم سر ښته کئ ، دې کې خیر او راحت شته حال داچې د تیرو او روانو اعمالو او خیانتونو کیفر دالله په لاس دی او دا به ضروري وي ، زمونږ بیچاره ولسونه سواله او آزادي غواړي امن او وروري غواړي له دې پرته مونږ ټول د هرډول خیانت پروړاندې د مبارزو او مجاهدو له دفاعي او مبارزوي اقداماتو ملاتړ خپله وجیبه او ایماني دنده بولو.

لیکوال :
عبدالغفار کامیاب


Gartency
30.11.2015

My opinion matches Many people who want some information.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more