د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

په اچین کې ډرون د داعش ٢١ وسله وال ووژل

میرویس
23.10.2015

ګرانو وطنوالو، السلام علیکم!
له بده مرغه، یو ناورین نه وي تیر شوئ، چې پر افغان ولس بل راپریوزي. د طالبانو بدعت لا ندې تمام شوي، چې ورپسې له هغې بدتره داعشي وحشیان زموږ پر سررا نازل شول. دوی هم طالبانو غوندې د پردیو غلامان دي، د اسلام مخالف دي، په هیڅ کتاب عقیده نلري، د اسلام او مسلمان دښمنان دي.
پدې ورځو کې ډیر داعشیان تارومار شول.
دداعش يوه ډله بې پیلوټه الوتکو رسا ویشتلې او نور تاوان یې ندئ اړولئ. ددې الوتکو ښیګڼه همدا ده چې هدف رسا ولي نور تاوان نه اړوي، په همدې دلیل دولسونو خوښې دي.
====
په اچین کې ډرون د داعش ٢١ وسله وال ووژل
سیمه ییز چارواکي وایي د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د ‌‌‌‌‌‌ډرون بریدونو لږ تر لږ د داعش ٢١ وسله وال وژلي او ګڼ شمیر نور یې ټپیان کړي دي.
د اچین ولسوال غالب مجاهد وویل چې لومړی برید نن د جمعې په ورځ غرمه په دولسو بجو د مامند په سیمه کې شوی دی.
د هغه په وینا په دغه برید کې د قوماندان عمر په گډون د داعش ډلې اته وسله وال وژل شوي دي.
د اچین ولسوال ښاغلي مجاهد وایي قوماندان عمر په سیمه کې د داعش د ‌‌‌‌‌‌ډلې یو مهم قوماندان و چې په ګڼو مرګاني بریدونو کې یې لاس درلود.
ولسوال وایي دوه نور بریدونه د جمعې په مازدیگر مهال د باندر په یوه غرنۍ سیمه کې شوي چې د داعش ١٣ تنه غړي په کې وژل شوي دي.
تر اوسه د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې ددغو پېښو په اړه څه نه دي ویلي


Re: په اچین کې ډرون د داعش ٢١ وسله وال ووژل

lawangin
23.10.2015

که ته دالر ونخورې او ځان پاک کړې صليبيان وشړې نو بيا هيڅ خبره هم نشته !!!

[quote:ea67aba014="میرویس"]ګرانو وطنوالو، السلام علیکم!
له بده مرغه، یو ناورین نه وي تیر شوئ، چې پر افغان ولس بل راپریوزي. د طالبانو بدعت لا ندې تمام شوي، چې ورپسې له هغې بدتره داعشي وحشیان زموږ پر سررا نازل شول. دوی هم طالبانو غوندې د پردیو غلامان دي، د اسلام مخالف دي، په هیڅ کتاب عقیده نلري، د اسلام او مسلمان دښمنان دي.
پدې ورځو کې ډیر داعشیان تارومار شول.
دداعش يوه ډله بې پیلوټه الوتکو رسا ویشتلې او نور تاوان یې ندئ اړولئ. ددې الوتکو ښیګڼه همدا ده چې هدف رسا ولي نور تاوان نه اړوي، په همدې دلیل دولسونو خوښې دي.
====
په اچین کې ډرون د داعش ٢١ وسله وال ووژل
سیمه ییز چارواکي وایي د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د ‌‌‌‌‌‌ډرون بریدونو لږ تر لږ د داعش ٢١ وسله وال وژلي او ګڼ شمیر نور یې ټپیان کړي دي.
د اچین ولسوال غالب مجاهد وویل چې لومړی برید نن د جمعې په ورځ غرمه په دولسو بجو د مامند په سیمه کې شوی دی.
د هغه په وینا په دغه برید کې د قوماندان عمر په گډون د داعش ډلې اته وسله وال وژل شوي دي.
د اچین ولسوال ښاغلي مجاهد وایي قوماندان عمر په سیمه کې د داعش د ‌‌‌‌‌‌ډلې یو مهم قوماندان و چې په ګڼو مرګاني بریدونو کې یې لاس درلود.
ولسوال وایي دوه نور بریدونه د جمعې په مازدیگر مهال د باندر په یوه غرنۍ سیمه کې شوي چې د داعش ١٣ تنه غړي په کې وژل شوي دي.
تر اوسه د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې ددغو پېښو په اړه څه نه دي ویلي[/quote:ea67aba014]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more