د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دكندوز فتحه

daud
14.10.2015

http://www.nunn.asia/54561/د-كندوز-فتحه-او-د-افغانستان-د-روان-سياسي/

د كندوز فتحه او د افغانستان د روان سياسي – نظامي وضعيت واقعيتونه
نشرونکی: عبد الله برخه: مقـــــالی او تبصرې 2015/10/09

لیکوال: د، ب، هيښ
دحضرت امير المؤمنين ملا محمد عمر رحمة الله د رحلت نه وروسته د مړ ژواندي سفاك او ناكام دښمن په وجود كى شيطاني هوا بيا په چليدو شوه ، د ناولي ژوند بقا ته يى تمه پيدا شوه او په شيطاني تبليغاتو او تهمتونو يى شروع وكړه .
د طالبانو په منځ كى يى د درزونو او اختلاف ډنډورى ووهلى ، د څو رټليو څيره خورو او نفس پرسته تش په نامه ملايانو خولى ته يى د شيطاني ميډيا مكروفونونه ونيول او د تفرقى او شر اچولو سندرى يى پرى و بوللى ، پروپاګند يى و كړ ، دمرحوم حضرت ملا محمد عمر رحمة الله د كورنۍ د ناراضيتوب اوازه يى خپره كړه ، دعلماوو دشورا او تصميم دسيسه يى توده كړه ، دجعلي امير المجاهدين ويديويى خپره كړه او نور شيطاني تلاشونه يى و كړل ، خو د اسلامي امارت د مخلصو او مدبرو مشرانو او مديرانو له لوري دا شيطاني دسيسى په نطفه كى خنثى او د بى اتفاقۍ دفتنى جوړولو شيطاني پروژه يى ناكامه شوه .
داسلامي امارت زعامت او صفوف دخپل ديني ، ملي او انساني فرض د ادا كولو له پاره چى دشر او فساد محو كول ، داشغال ختمول ، د ګران افغانستان ازادي ، استقلال حاصلول او ديوه مشروع اولس ته خادم او مسؤل اسلامي نظام قايمول دي نور هم منسجم ، تقويه ، وسيع او مؤثر شول ،د غزا او شهادت د جذبو موجونه دافغانستان ټولو برخو ته خواره او د شر او فساد شيطاني ما ڼۍ يى ولړزوله او د پوشالي قدرت ستنى يى په نړيدو شوې .
د هيواد په جنوب ،شمال ،شرق ، غرب او مركز كى د تپل شوى ادارى نمايشي محلي ادارى يو په بل پسى سقوط شوى او جنايتكاره اشرار يى ځنى مردار شول او ځيني و تښتيدل ، دغزني لوى زندان مات شو او په سل هاوو مظلوم زندانيان ازاد شول ، خو تر ټولو لويه حماسه دكندز حيرانوونكى فتح او د قلابي تر غا ښونو مسلح اجرتي يونيفورمي قاتلانو مڼډې او بغارې وې چى ټول جهان وليدى او وارويدې .
دلته بايد په سړو ماغزو او د هر نوع غرضي هدف نه بهر دا سوال ته ځواب وويل شي او د كره شواهدو او واقعيتونو په بنا توضيح شي ، چى هغه طالبان چى په ګيډه ما ړه نه دي ، ټانكونه ، طيارى ، مدرنى اسلحى او تخنيكى وسايل نه لري ، شمير يى دجنګ په جبهه كى دمقابل لوري سره د سلهاوو او زرهاوو په تناسب وي ، په ټول جهان كى هيڅ دولت او حكومت نشته چى حد الاقل په شفاهي او اخلاقي لحاظ يى د موقف او تحريك نه ملاتړ و كړي ، څنګه په داسى يوه معجزه اسا تو ګه يو لوى ښار چى په زرهاوو مسلح قوتونه د ټولو نظامي ، مالي ، تخنيكي او تكنالو ژ يكي فوقيتونو نه برخورداره او د ٥٠ نه زيات ور سره ملګري بين المللي دوستان دساتنى دپاره مؤظف وو تر خپل كنترول لاندى راولي او دومره لوى قوت ماتى او تيښتى ته مجبور كړي ؟
څوك اوكوم راز دئ چى طالبان يى په يوه افسانوي قدرت بدل كړي او د يوه طوفاني سيلاب په شان غربيان او داخلي نوكران يى لكه خس او خاشاك د ټول نظامي ساز وبرګ سره يو ځاى مروړي او دنابودۍ ګودال ته يى غور ځوي ؟
دكابل تپل شوى اداره او مزدورى رسنى يى دخپلو كرايه شويو ژورنالستانو ، ليكوالانو ، نامنهاده تحليل ګرانو او نظرخاوندانو په وسيله د طالبانو د هرى كاميابۍ او پرمختګ امتياز دپاكستان ISI , نظاميانو او دولت ته منسوبوي او په د بانو او پروپا ګندونو خپله ماتى او ناكامي توجيه او دشر ، فساد او پوشالي قدرت ماهيت د مخفي كولو دپاره مزبوحانه تلاش كوي .
دوى دISI او دپاكستان د نظامي حاكمانو نه داسى يوه خيالي بلا جوړه كړى ، چى كه دخپلو ښځو سره يى دخوړو په تروش والي او تريخ والي جنجال جوړ شي نو سترګې پټې او خوله خلاصه كړي او ISI او پاكستان ته پوچ او پرچاو وايي چى په خوراك كى د مالګې او مرچو زياتوالى د ISI دسيسه او عمل دئ او دا احمقان او بى غيرتان دومره هم فكر نه شي كولاى چى ISI د تر پخلنځي پورى رارسيدلى نو دخوب خونه د هم ولا كه ترى محفوظه وي ، بيانو څه درته پاته شول ؟
دافغانانو خو لوى افتخار او كارنامه دعزت او ناموس ساتنه د سر او مال دقربانۍ په قيمت ده ، نو چى عزت او ناموس د د ISI دتاخت او تاز ميدان و ګرزيد ، بيانو تاسو په كومه خوله دافغانيت دعوا كوئ ؟
دا د ISI او پاكستان غوغا مو دتاسو د بى غيرتۍ داثبات او اقرار نه بل څه مانا وركولى شي ؟
بل دا چى داخو دلمر په شان روښانه ده چى د پاكستان او ISI زيږيدنه ، روزنه ، پالنه او تغذيه همدا ستاسو د ولي نعمتانو او بادارانو انګر يزانو او امريكايانو دناولي بطن نه شوى ده ،دتولد نه تر اوسه د دوى په هوا تنفس كوي او د دوى په رهنمايۍ او دستور كار كوي .
كله چى امريكايانو په افغانستان نظامي وحشيانه تجاوز شروع او داشغال پلان يى عملي كاوه ، همدى پاكستان ، ISI او نظاميانويى ورته خپل هوايي ، مځكنى او بحري حريم ، بندرونه ، هوايي ميدانونه ، سركونه ، استخباراتي معلوماتونه او نور ملكي او نظامي خدماتي او لوژيستيكي امكانات په سخاوتمندانه توګه دخپل بادار امريكا په خدمت كى تقديم كړل او د كابل د ادارى په نصبولو كى يى خپل اجنتانه ماموريت دخپل مسلمان اولس د خواهش خلاف په ډير اخلاص سرته ورساوه .
دكابل دخاد منفوره او جنايتكاره شكنجه ګاه دملي امنيت تر نامه لاندى د ISI په ابتكار او تجربه بيا احيا او په كار پيل وكړ او هغه جفا او خيانت يى دافغانستان دمظلوم اولس سره وكړ چى دافغانستان هيڅ نږدې او ليرى همسايه په ټول تاريخ كى دافغانانو سره نه وو كړى .
بيا په كوم هدف به غربيان خپل يو وفاداره نوكر ISI او پاكستاني نظاميانو ته دبل مزدور ( دكابل اداره )دمحو كولو او تخريبولو امر كوي چى دطالبانو دتحريك په وسيله يى عملي كړي ؟
په داسى حال كى چى همدى امريكايانو دكابل اداره د خپل سكه اولاد ISI په صادقانه همكارۍ نصب كړى ، صحنى ته يى راوستلي او قدرت ته يىرسولى ده .
نو كه دكابل منفوره اداره د هر څه مسؤل دپاكستان دولت او ISI بولي ، مانا يى دا ده چى د ISI دقدرت او قوت د اصلي منبع امريكا دا پلان او دستور دئ ، چى په خپل لاس او زور جوړه شوى او نصب شوى اداره يى ساقطه شي اودسقوط ماموريت يى ISI ته سپارلى چى دطالبانو په وسيله يى بايد عملي كړي ، چى هيڅ سالم عقل او بى غرضه لورى به دا خرافي او پوچ استلدال و نه مني او همدا شان كه احياناً امريكايانو ته دكابل اداره مطلوبه او مرغوبه نه وي ، نو ولى يى نصب كړه ؟ او د منځه وړلو له پاره يى ضرورت ISI ته څه دئ ،په داسى حال كى چى دا دكوماپه وضعيت كى ناروغ ( دكابل اداره ) فقط د مصنوعي او كسيجن د تارونو چى د امريكايانو په لاس كى دي په قطع كولو به ډير ژر په بى روحه جسد بدله او جنازه به يى د تاريخ هديرى ته و سپارل شي . ځكه چى دكابل دادارى د ارګ دمشر نه نيولى تر جارو كشه او د جنرال نه نيولي تر اربكي پورى يى اجوره ، اعاشه ، البسه ، تجهيزات او اكمالات همدا امريكايان كوي او په مړ ژواندي او كوماپه حال كى بدن ته يى دحتمي مر ګ نه دنجات په تمه دا ١٤ كاله مصنوعي هوا پمپ كوي ، لاكن دطالب ګوذار وهلې ، ناروغې او فلج ادارې په رغيدو كى هم امريكايان او هم پاكستاني غلامان يى ناكام او په شرمو وشرميدل .
بناءً پاكستان او ISI يى دطالب دزور او قوت دكمولو او دكابل دتپل شوى اداري دتحكيم او بقا دپاره د خپل بادار امريكا تر امر لاندى په خدمت مصروف دي او دكابل د ادارى دISi او پاكستان غوغا او بغار ې يو خوشي ميديايي نمايش دئ او د طالبانو دقوت او طاقت دزياتوالي سره هيڅ تعلق نه لري .
اوس به راشو دطالبانو د قوت او په نظامي ساحه كى د فعاليت مسالى او راز ته چى ولى په تش لاس دومره د برق اسا عملياتو په وسيله هيښوونكي برياوى لاسته راو ړي چى مقابل طرف يى د پريمانه تسليحاتي ، تخنيكي ، مالي ، استخباراتي اوميديايي امكاناتو سره سره د حاصلولو نه عاجز دي او څوك دطالبانو شاته ولا ړ دي ؟
ددى راز پوهيدنه ډيره ساده او هيڅ پيچلتيا نه لري لكه دا ځنى غرضي او مرضي صاحبنظران او شنونكي چى يى تشريح كوي او په قصدي او شعوري تو ګه حقايق كتمان كوي تر څو ددى لارى خپل غرضي هدف ته ورسيږي او دخپلو مرضونو دپاره دارو په لاس
راو ړ ي .
دطالبانو دبرياوو راز په نظامي ميدان كى په دوه فاكتورونو كى دئ چى :
يو د افغان اولس موقف او بل په خپله دطالبانو فكري او عملي ماهيت او مديريت دئ .
دهيوادونو سرنوشت ملتونه ټاكي . او هر شخص ، ډ له او سياسي-اجتماعي سازمان چى د اولس له لوري دتاييد او حمايت نه برخورداره وي كاميابي يى نصيب كيږي او هدف ته رسيږي . بدبختانه په استبدادي او پوشالي نظامونو كى خشونت ، بى امنيتي او جنګونه جريان لري ، ځكه د اولس دتصميم او پريكړى په ځاى زور ، درواغ او توطيي دپرديو په مرسته او مشوره په ټولنه او سرنوشت يى تحميل او مسلط وي ،. سياسي قدرت دملت په ځاى د يوه شخص ، كورنۍ او ياډلى له لورى غصب شوى وي .  اولس ته دجاهل ، بى سواده ، بى خبره او دسياسي شعور فاقد په نظر قصداً كتل كيږي ، د سياسي قدرت د مالكيت حق يى نفى او د تصميم او فيصلو كولو نه يى محروموي او ځانو نه د باسواده ، عالم ، رو ښان فكره ، باخبره ، متفكر او با شعوره تر نامه لاندى د قدرت دغصب او تحميل مستحق ګڼي او دهمدى افراطي فكر په اساس د اولس دعظيمى كتلى او مطلق اكثريت سره په تقابل كى د جنايت تر حده او دميليونو انسانانو دوينى بهيدو او ژوند د ختميدو تر پولى پورى مصروف وي .
خو افغان اولس لكه دا باسواده ، باشعوره او تعليميافته جاهلان چى يى بيانوي ، نه جاهل دئ ، نه بى شعوره او بى خبره ، بلكى هو ښيار او بيداردئ او په ډير دقت او تدبر افراد ، ډلى او نور سياسي اجتماعي سازمانونه ګوري ، ادعا او عمل يى سره مقايسه كوي او د ماهيت مطابق يى ور سره چلند كوي .
اولس دكمونستانو دتمدن شعارونه او داستثمار ضد بيانونه واوريدل خو ضد ديني ، ضد ملي او ضد انساني اعمال يى هم وليدل او مخ يى ځنى وا ړاوه ، همدا شان دتنظيمي سازمانونود اسلامي نظام او عدالت دپلي كيدو جذباتي او هيجاني ويناوو دتطبيق انتظاريى وايست ، خو دعمل په ډ ګر كى يى فقط جنګي جنايت ، قومي – لساني تعصب ، غلا او قتل وليد چى د اولس د نفرين او لعنت سره مخامخ شول ، عاق يى كړل او دملت دنه تاييد او عدم حمايت له كبله دخپل ناولي ژوند دتيرولو له پاره غاروته ننوتل او يا دپرديو په كو څوكى ملنګان شول .
دامريكايي نظامي تجاوز او اشغال سره د دموكراسۍ ترنامه لاندى بله لوبه شروع شوه او اولس د بشر دحقوقو ، د ښځو د حقوقو ، د مطبوعاتو دازاد ۍ ، دبيان دازادۍ ، انتخاباتو له لارى دسياسي قدرت تعينول ، ازاد بازار ، اقتصادي رشد او رونق او اولسي اقتدار غورې او لافې واوريدى ، خو عملاً يى وحشتكراسي او جنايتكراسي وليده ، دبشر دحقوقو د دفاع او احترام په ځاى بشري جرم او جنايت شروع شو ، قتل عام ، جنسي تجاوزونه ، لواطت حتى دصغيرو سره ، دفحشا او اخلاقي فساد ترويج ، دچور بازار ، غلا ، غصب ، رشوت او دمخدره موادو كاروبار رونق او ترقي وكړه او فرهنګ شو ، دانتخاباتو مفهوم تقلب و ګرزيد او دسياسي اقتدار په مركز او فرمان كى هغه كړۍ او عناصر نصب شول چى په جنګي جرمونو، داولس په قتلولو او شكنجه كولو او ملي خيانت كى يى نوم ايستلى و ، هغه دپرون اشرار او مرتدين چى يو دبل وينى تويول او ځښل يى واجب بلل د امريكايي واردى شوى تحميلي دموكراسۍ له بركته ديوى مور سكه زامن شول او په شريكه يى د امريكايي استعمار خدمت ته ملا وتړله او د تنظيم شوي – دولتي ترور او عام وژنى له لارى يى د پيسو ټولولو او دكاذب شهرت او منصب حاصلولو په هدف د خپل دين ، افغانيت او انسانيت نه تير شول .
شر او فساد حاكم شول . دسر ، مال او ناموس خونديتوب له منځه ولا ړ .
اشغال ګران او اجنتان يى داولس دغولولو ، تابع كولو او غلام كولو دپاره دزور، زرو ، تزوير او وسيع ميډيايى پروپاګندونو او دروغينو تبليغاتو نه كار واخست ، خو د اولس دازادۍ غوښتنى او په خپل لاس دخپل سرنوشت د ټاكلو طبيعي حق د مصمم او قاطع دريځ نه يى منصرف نه شواى كړئ ، بلكى د مسلط ناورين سره دمبارزى لاره يى غوره كړه.
همدا وجهه ده چى د شر ، فساد او خارجي اشغال دختمولو اهليت ، لياقت ، شجاعت ، رښتياوالى ، صداقت او شهامت د طالبانو په وجود كى ويني او محسوسوي ،د ١٩٩٢ كال نه تر ١٩٩٦ كال پورى د تنظيمي وحشتكراسۍ او جنايتكراسۍ دشر او فساد نه خلاصون چى دطالبانو په وسيله يى صورت وموند تجربه هم لري او دهمدى تجربي او دطالبانو د اسلامي او ملي ماهيت په اساس دطالبانو دمبارزى او جهاد نه قاطعانه حمايت كوي او ټول مادي ، معنوي ، تسهيلاتي ، خدماتي او حتى ځاني امكانات او وسايل يى په خدمت كى ايږدي .
هر كور ، كو څه ، قريه ، باغ ، پټى ، سمه او غر، لاره او ګودر دطالب سنګر او هر عام افغان كه په ښار كى دئ او يا په كلي كى فكراً او جسماً د طالب په شان دشر ، فساد او اشغال ضد او دخپل ديني او ملي فرض داداكولو له پاره ديوه مؤمن او رضاكاره سرباز په څير قربانۍ او خدمت ته تياردئ ، همدا وجه ده چى دطالب هر ګوذار كاري او دبرق په شان سريع دئ او د ولسواليو او ښارونو تسخيرول او د شر او فساد دعاماينو نه تصفيه كول ورته يوه عادي او اسانه مساله ده .
دطالبانو د بري دوهم فكتور په خپله طالبان دي .
طالبان دراسخى عقيدى څښتنان دي ، د غزا او شهادت په سلاح مسلح دي ، شخصي او نفسي خواهشات نه لري ، خبرى او عمل يى يو شان دي ، د ملي مقدساتو ، ملي ازاد ۍ ، ملي خپلواكۍ ،ملي منافعو او ملي ارز ښتونو په دفاع كى مخلص او دقربانۍ تر حده حاضر دي ، مرامونه ، عقيده ، رفتار ، خبري ، عمل ، خوراك ، لباس قيافه او سلوك يى د اولس سره هيڅ تفاوت نه لري ، دمبارزې او مجادلې تمركز يى د شر ، فساد او اشغال په وركولو چى د افغان اولس ارمان دئ ولا ړ دئ . د قومي ، ژبني ، سمتي او اتنيكي تعصبي فتنو سرسخت د ښمنان دي ، په صفوفو ، قومانده او رهبرى كى يى دتقوا ،اخلاص ، خدمت كولو او شهادت طلبۍ درجه ، دمقام ، منزلت ، احترام او رسوخ معيارونه دي . د جهاد شوق او انګيزه يى صرف د الله تعالى (ج) رضا او افغان مسلمان ملت خلاصون دهرنوع استبداد او ظلم نه دئ ، چى دهمدى صفتونو او كيفيتونو په لرلو او عملي كولو يى د اولس داعتماد ، باور او حمايت راز درك او كشف كړى او په پوره امانتدارۍ او احسنه تو ګه يى د اولس دحمايت دا عظيم پوتانسيال مديريت كړئ ، د د ښمن سره په مبارزه كى يى ورنه اعظمي استفاده كړ ى ده او د مغرور د ښمن دشرمناكه ماتى زمينه يى مساعده كړى ده ، چى دكندوز فتحه ددى حقايقو ثبوت دئ .
دكندوز فتحى دافغانستان سياسي او نظامي وضعيت رو ښانه كړ چى ابتكار دعمل د چا په لاس كى دئ ، اولس د چا سره ملګرى دئ او طالبانو ته د لويو ښارونو فتح كول دواحد صف او زعامت په قومانده هيڅ مشكل نه دي .
همداشان جهان ته يى يو وار بيا د خونخواره ، بى رحمه او ځنګلي د ښمن كرغيړنه او جنايتكاره څيره چى هيڅ نوع بين المللي ، مدني او انساني قوانينو او اصولو ته پابند نه دئ و ښوده چى ماتى په وخت كى دهرجنګي جنايت او جنوسايد لكه د بى پولى ډاكترانو د روغتون بمباردول او دبى ګناه ډاكترانو او ناروغانو قتل عام نه خود داري نه كوي .
ديوه ازاد ، خپلواك او اجتماعي عدالت لرونكي افغانستان په هيله


آدم خان۱
15.10.2015

......


lawangin
15.10.2015

ادم خانه دا څه کوې ؟ ولې خپل نظر نه ليکې ؟؟؟

[quote:516ae6ec15="آدم خان۱"]......[/quote:516ae6ec15]


آدم خان۱
15.10.2015

[quote:3677ec536d="lawangin"]ادم خانه دا څه کوې ؟ ولې خپل نظر نه ليکې ؟؟؟

[quote:3677ec536d="آدم خان۱"]......[/quote:3677ec536d][/quote:3677ec536d]

لونګینه یاره نظر مې لیکلی وه خو پرې پښیمانه شوم ! دلیل دا چې تبلیغاتی او احساساتی لیکنو ته ځواب ځان په جنجال کې اچول دي ! نتیجه یې هم دځان اوهم ونورو خپګان دی .

او که بیا هم غواړې چې خپل نظر پرې ولیکم په لنډو جملو کې دا دی: ( خو هیله ده چې شخصی ونه ګڼل شي ځکه په شخصی توګه زه هیڅوک هم نه پیژنم.)

د-كندوز-فتحه-او-د-افغانستان-د-روان-.........

دڅه شي فتحه !! ...وروره ! ستا اوږدې کیسې او خبرونه ټول زاړه دي ، پرته له مرګ ژوبلې یې بله څه نتیجه وه ؟ طالبانو ته څه په لاس ورغله؟ پرته له څیرې ګریوانه او دعامو خلکو له آزار او نفرته؟ هم یې ځان خوار کړ او هم یې نور و ځورول .
دا نو څه مانا؟ ته څه فکر کوي چې د طالب مفکوره او تګلار دمنلو ده؟ اوکه یواځې عام بې سواده خلک غولوی چې یا له ژونده بیزاره وي اویا هم نورې ګټي لري .
طالبی غورزنګ اوحرکت لا څه؟ چې تاسې ترې دفاع کوی! ناست یاست په المان کې او دعوې د طالبی وهی.. تاسې هم په دې پوه یی او نور هم چې د طالب سکه نوره زړه ده ، دانسانیت دوښمنانو وار له مخه بله سکه وهلې چې نوم یې داعش دی...
اوس که خیر وي دا به پرځینو مسلط وي د طالب دوران ولاړ... او نتیجه یې هم ټوله خساره وه.

طالبانو پر کندوز پخپلې حملې، د اشغالګرو شتون نورهم وغزا وه !
آیا دا پرته له دسیسې بل څه ګڼل کیدای شي؟



ع کريم حليمي
17.10.2015

ګران او محترم او مکرم lawangin صاحب سلامونه

lawangin صاحب له آدم خان صاحب سره ښه سم دم او هغه ستاسو په اندآز استدلال او علمي بحث وکړه ، مخکي له مخکي مننه


lawangin
18.10.2015

ادم خانه ښه شوه چې خپل نظر دې وړاندې که او زما زړه د ارامه که، کور دودان چې زما
په خبره لاړې !! زه به اوس دهرې خبرې ځواب در کړم :

/ دکندوز فتحه يو سمبوليکه فتحه وه ؛‌ پر دې طالبان او مونږ ټول پوهېدلو چې قندوز نشي ساتلی
ځکه چې صليبي اشغالګر هلته داسې هوايې حملې کوي چې حتا لکه لېوني سپي د بې پولې
دداکترانو کلينيک یې هم دړې وړې که او ه۲ کسان یې پکشې شهيدان کړل !
خو دا سابته شوه چې که صليبي اشغالګر نه وي نو دطالبانو وروڼو لپار دا فاسدين مذدور
خواره يو ګرد هم ندي !
مونږ له اشغالګرو سوله په عذر او زارويو نه غواړو بلکې دازمونږ يو طبعي
حق دی او ايماني وظيفه موده !!
ملي مقاومت به دالوبې له دوی سره داسې کوي لکه زهري مار او باښه ؛یانې به سر به یې وهي
او زر به ترې تښتي ! تر څو چې دا زهري مار مردار شي !
هر څومره چې اشغالګر او مذدوران یې ډېر وژل کيږي هغومره
یې تانګونه سستېږي او تېښته به کوي !!

غفلت ښه ندی طالبان اوس هغه طالبان ندي په طالبانوکې ډېر پوهه خلک شته ! طالبان له خارجي
عساکر خپل ملک پاک غواړي ، سوله غواړي او انتخابات غواړي چې ددېموکراسي مهم اساس
دی او دېموکراسي پرې ولاړه ده ، هغوی مکتبونه غواړي علم غواړي تخنيکي پر مختګ غواړي
نوکه څوک دخلق او پرچم غوندې چې اسلام یې اوفيوم باله نه وي نو لازمه ده چې دداسې يوو
تغیرهرکلی وکړي او معقوليت یې وبولي !!
خو صليبي اشغالګر او دنظارشورا غله او ځينې پیسه دوسته غله پښتانه له طالب سره سوله
نه غواړي ! ځکه اشغالګر خپلې ځالې له لاسه ورکوي او دنظار شورا غله مفت دالر !!

د طالب نه دفاع په حقه لاره کې زما ايماني او وجداني وظیفه ده له غلو رشوتخورو ظالمانو
سره تګ دغلو کار دی ! دطالبانو دوره داولس دوره ده اولس نه ژړيږي اونه له منځه ځي !!
طالبان پاک سپين خلک دي په يوه خبره ولاړ دي او داولس حق غواړي چې مقصد مې خپلواکي
ده . که طالبان ضرورت ماته پیداکړي نو زه به بې معاشه دوی ته کار وکړم او زما غوندې به
نور هم په زرګونو افغانان داسې عمل وکړي !

داعش خو له طالب سره کوم دخپلوي روابط نلري هغوی د انګليس او امريکې نوې موزري ده
چې خپل اشغال ته دوام ورکړي ، طالب او فاسد دولت سرګرمه وساتي او افغان اولس پرې
غلط کړي !!
نور بیا
پتنګ

[quote:ddc0a6bf18="آدم خان۱"][quote:ddc0a6bf18="lawangin"]ادم خانه دا څه کوې ؟ ولې خپل نظر نه ليکې ؟؟؟

[quote:ddc0a6bf18="آدم خان۱"]......[/quote:ddc0a6bf18][/quote:ddc0a6bf18]

لونګینه یاره نظر مې لیکلی وه خو پرې پښیمانه شوم ! دلیل دا چې تبلیغاتی او احساساتی لیکنو ته ځواب ځان په جنجال کې اچول دي ! نتیجه یې هم دځان اوهم ونورو خپګان دی .

او که بیا هم غواړې چې خپل نظر پرې ولیکم په لنډو جملو کې دا دی: ( خو هیله ده چې شخصی ونه ګڼل شي ځکه په شخصی توګه زه هیڅوک هم نه پیژنم.)

د-كندوز-فتحه-او-د-افغانستان-د-روان-.........

دڅه شي فتحه !! ...وروره ! ستا اوږدې کیسې او خبرونه ټول زاړه دي ، پرته له مرګ ژوبلې یې بله څه نتیجه وه ؟ طالبانو ته څه په لاس ورغله؟ پرته له څیرې ګریوانه او دعامو خلکو له آزار او نفرته؟ هم یې ځان خوار کړ او هم یې نور و ځورول .
دا نو څه مانا؟ ته څه فکر کوي چې د طالب مفکوره او تګلار دمنلو ده؟ اوکه یواځې عام بې سواده خلک غولوی چې یا له ژونده بیزاره وي اویا هم نورې ګټي لري .
طالبی غورزنګ اوحرکت لا څه؟ چې تاسې ترې دفاع کوی! ناست یاست په المان کې او دعوې د طالبی وهی.. تاسې هم په دې پوه یی او نور هم چې د طالب سکه نوره زړه ده ، دانسانیت دوښمنانو وار له مخه بله سکه وهلې چې نوم یې داعش دی...
اوس که خیر وي دا به پرځینو مسلط وي د طالب دوران ولاړ... او نتیجه یې هم ټوله خساره وه.

طالبانو پر کندوز پخپلې حملې، د اشغالګرو شتون نورهم وغزا وه !
آیا دا پرته له دسیسې بل څه ګڼل کیدای شي؟[/quote:ddc0a6bf18]


آدم خان۱
18.10.2015

درانه ورور لونګین ته سلام اواودرناوی چې واقعاً یې ددرناوی وړ بولم!

بیا به دښاغلي حلیمی صاحب د ډیرې حکیمانه اوزیرکانه مداخلې نه د (مودریتر) په حیث مننه وکړم،هیله ده چې نه یواځې جناب حلیمی صاحب بلکې نور ورونه چې دچلونکو اویا د مودریتر دنده لری دې پاڼې ته یو څه وخت ورکړي، پغیر له هغې به دا ځای همداسې تش ، او پرته له څو امریکايي دستوری تبلیغیانو به بل څوک دلته سر نه ښکاره کوي.

راغلو دښاغلی لونګین ( پتنګ) صاحب ځوابې نظر څرګندونې ته! ګر چې د پتنک صاحب نظر ماته نوی ندی !!! زه ښه پو ه یم چې پتنګ صاحب په هر حال کې د طالب همغږی هم نوا ، او کلک مدافع دی ، زه يې شخصی دریز او تګ لورې ته درناوی لرم . ولې په عامه ټوګه د د اسې دريز لرونکو ته سختدریزی ویل کیږي ، او سخت دریزی بیا د افراط اوحتی تعصب سره مترادفه حالت دی. په داسې حالت کې سړی د ښه او بد تر منځه دتوپیر په فکر کې نه وي، اویواځې په خپله نفسی هوا روان وي !

پدې به هر څوک پوهیږي چې په طبیعی توګه هره ټولنه او هره ډله او هر ګروپ له داواړو ښو او بدو خلکو خالی ندي، له دې ډلې زه د طالب ډله هم مستثنی نه ګڼم. ولی کله چې منظمه دینی او علمانی ( سکیزوفرینک) ایدیالوژی لکه د پاکستان، چې زیږدل یې د دین په نوم وو او اداره او تنظیم یې د علمانیت او یا سکیولزم په اصولو ، دواک په ګډی کیني !!! بیا نو دا سې تګلار واقعاً ویره او وحشت زیږوي، چې هم په خپلو کې سره اخته وي او هم د نوروسره!!!
طالبی غورځنګ هم د همدغې دوه مخیزه تګلارې دوهم لاس زیږنده ده ...... چې ددین په نامه هر څه ځانته حلال او نورو ته مردار ګڼي، او پخپله هم خبر نه وي چې ولی !!!

مننه تر بیا


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more