د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

داعش او مسلمه امت ته خدمات.

میرویس
02.10.2015

ګرانو وطنوالو، السلام علیکم.
خلک به په داعش پورې ډول ډول تهمتونه تپي، خو دوی ندي خبر چې د ننګرهار د اچین ولس څومره ترې خوشحاله دې، څومره ارزښتناک خدمتونه یې ورته کړیدي.
======
ننګرهار: داعش په اچين کې خلک کډه کولو ته مجبور کړل
د ننګرهار د اچين ولسوالۍ د عدلخيلو، پيښه او مامند سیمو څخه په سلګونو کورنۍ د پنجشنبې په ورځ نورو سیمو ته کډه شوې.
دغه کورنۍ وايي، د داعش وسله والې ډلې دوی په زوره دې ته مجبوره کړل چې خپل کلی او کور پریږدي او نورو سیمو ته کډه شي.
((زه محمد صادق د اچین ولسوالۍ اوسیدونکی یم؛ موږ سره ډير ظلمونه روان دي، موږ یوازې خپله دهقاني کوله نور موږ هیڅ مساله کې لاس نه درلود اوس موږ سره د داعش له خوا نه ډير ظلمونه روان دي بس ډک کورونه رانه پاتې شول او موږ يې له کورونه يې راووستل.
زما نوم جلال دی؛ د اچین ولسوالۍ د مامند اوسیدونکی یم؛ موږ په خپل عادي ژوند کولو بس داعش چې راغی دا ظلمونه يې راسره وکړل چې کور کلی او پټې هرڅه يي رانه پاتې کړل دومره شی نه لرو چې خوراک څښاک پرې وکړو.
===
داعش افراطي ډلې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې دغې غاړې ته نږدې دیرش زره نجونې له زده کړو او ښوونځيو محرومې کړي دي.
د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست مهم دا خبره تایید کړې ده.
د ننګرهار د پوهنې د ریاست ویندوی محمدآصف وايي، د داعش یا اسلامي دولت په نامه ډلې شاوخوا ۵۷ ښوونځي له څو ورځو راهیسي د اچین، دوربابا او کوټ په ولسوالیو کې د ماشومانو پر مخ بند کړي دي.
د ننګرهار اوسیدونکي په خپلو سیمو کې د داعش پر نفوذ سخت ترهېدلي او څو څو ځله یې له مرکزي دولته د مرستې غوښتنه هم کړې ده .
هغوی وايي نجونې او میرمنې له داعش څخه تر هر چا ډیرې بیریږي او په بیلا بیلو رواني ناروغیو اخته شوي دي.
دادي ولس ته دداعش سوغاتون.


Re: داعش او مسلمه امت ته خدمات.

lawangin
04.10.2015

هوخلک به خد ترې خوشاله وي څکه چې د cia او isi ګډ محصول دی او دطالب پر خلاف
جنګيږي !!
نالت په اشغالګرو!
پتنګ

[quote:09939931e7="میرویس"]ګرانو وطنوالو، السلام علیکم.
خلک به په داعش پورې ډول ډول تهمتونه تپي، خو دوی ندي خبر چې د ننګرهار د اچین ولس څومره ترې خوشحاله دې، څومره ارزښتناک خدمتونه یې ورته کړیدي.
======
ننګرهار: داعش په اچين کې خلک کډه کولو ته مجبور کړل
د ننګرهار د اچين ولسوالۍ د عدلخيلو، پيښه او مامند سیمو څخه په سلګونو کورنۍ د پنجشنبې په ورځ نورو سیمو ته کډه شوې.
دغه کورنۍ وايي، د داعش وسله والې ډلې دوی په زوره دې ته مجبوره کړل چې خپل کلی او کور پریږدي او نورو سیمو ته کډه شي.
((زه محمد صادق د اچین ولسوالۍ اوسیدونکی یم؛ موږ سره ډير ظلمونه روان دي، موږ یوازې خپله دهقاني کوله نور موږ هیڅ مساله کې لاس نه درلود اوس موږ سره د داعش له خوا نه ډير ظلمونه روان دي بس ډک کورونه رانه پاتې شول او موږ يې له کورونه يې راووستل.
زما نوم جلال دی؛ د اچین ولسوالۍ د مامند اوسیدونکی یم؛ موږ په خپل عادي ژوند کولو بس داعش چې راغی دا ظلمونه يې راسره وکړل چې کور کلی او پټې هرڅه يي رانه پاتې کړل دومره شی نه لرو چې خوراک څښاک پرې وکړو.
===
داعش افراطي ډلې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې دغې غاړې ته نږدې دیرش زره نجونې له زده کړو او ښوونځيو محرومې کړي دي.
د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست مهم دا خبره تایید کړې ده.
د ننګرهار د پوهنې د ریاست ویندوی محمدآصف وايي، د داعش یا اسلامي دولت په نامه ډلې شاوخوا ۵۷ ښوونځي له څو ورځو راهیسي د اچین، دوربابا او کوټ په ولسوالیو کې د ماشومانو پر مخ بند کړي دي.
د ننګرهار اوسیدونکي په خپلو سیمو کې د داعش پر نفوذ سخت ترهېدلي او څو څو ځله یې له مرکزي دولته د مرستې غوښتنه هم کړې ده .
هغوی وايي نجونې او میرمنې له داعش څخه تر هر چا ډیرې بیریږي او په بیلا بیلو رواني ناروغیو اخته شوي دي.
دادي ولس ته دداعش سوغاتون.[/quote:09939931e7]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more