د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

دطالبانو دمعضلې مخمصه!

میرویس
18.09.2015

ګرانو لوستونکو، السلام علیکم.
دملا اختر محمد منصور د کمپ طالبان وايي چې د ملاعمر وروراوزوي، ملا اختر منصور ته بیعت کړئ، او ورسره د معضلې دمخمصې غوټه راسپړل شوېده. اختر منصور چې دملک نه بهر د پردیوپه غیږ کې پروت دئ، د هغوی د منتر نه خان نشي آزادولئ، او دملا عمر کورنۍ هم چې دملا منصور او دهغه د بادارانو تر چتر لاندې ژوند کوي، هرڅومره چې لغتې ووهي، په نهایت کې مجبوره ده چې یابه دهغوی ږغ ته غاړه ږدي، او یا به د ملا عمر، دهغه دزوم ملا معتصم آغاجان، ملا برادر اونورو طالب مشرانو چې بغاوتونه یې کړي وو، په سرنوشت اخته کیږي.
ملامنصور دادالله چې هغه هم دخارجیانو نیابتي جنګ پرمخ بیوه، اوس افغانستان ته راغلئ، د ملا اختر غوندې ولچک او زولانې په لاسونو او پښو کې نلري، د ملا اختر د قیادت سره مخالفت ته دوام ورکوي، اووایي چې زه او ملا منصور دواړه دیوه فرعون نوکران وو. ملا دادالله ملا اختر ته وایي، ما خوځان ترې بچ کړ، او ته یې لاهم تر منتر لاندې یې، نو ځکه ستا مشري ابته ده او نه یې منم.
د طالبانو د غمیزې نتیجه داده چې، د ملاعمر د کورنۍ، جعلي بیعت دطالبانو د معضلې مخمصه نشي حل کولئ. خارجي ترورست کوچه ماران ملا اختر په داخل کې په آزادو طالبانو باندې نشي ورتپلئ.
په درنښت.
http://www.pajhwok.com/ps/2015/09/17/


Re: دطالبانو دمعضلې مخمصه!

lawangin
21.09.2015

که هغه وي که دغه وي ستا پرتوګ به هر وخت در ډکوي نوره مهمه نده !
هغوی ټول دفاسد رژیم او دصلیبي اشغالګرو ګډ دښمنان دي او په مقابل کې یې جهاد کوي!
فاسده نورې خبرې د فاسد رژیم او اشغالګرو په هکله وليکه له مخبري څخه تېر شه !!!
پتنګ

[quote:a1673d5031="میرویس"]ګرانو لوستونکو، السلام علیکم.
دملا اختر محمد منصور د کمپ طالبان وايي چې د ملاعمر وروراوزوي، ملا اختر منصور ته بیعت کړئ، او ورسره د معضلې دمخمصې غوټه راسپړل شوېده. اختر منصور چې دملک نه بهر د پردیوپه غیږ کې پروت دئ، د هغوی د منتر نه خان نشي آزادولئ، او دملا عمر کورنۍ هم چې دملا منصور او دهغه د بادارانو تر چتر لاندې ژوند کوي، هرڅومره چې لغتې ووهي، په نهایت کې مجبوره ده چې یابه دهغوی ږغ ته غاړه ږدي، او یا به د ملا عمر، دهغه دزوم ملا معتصم آغاجان، ملا برادر اونورو طالب مشرانو چې بغاوتونه یې کړي وو، په سرنوشت اخته کیږي.
ملامنصور دادالله چې هغه هم دخارجیانو نیابتي جنګ پرمخ بیوه، اوس افغانستان ته راغلئ، د ملا اختر غوندې ولچک او زولانې په لاسونو او پښو کې نلري، د ملا اختر د قیادت سره مخالفت ته دوام ورکوي، اووایي چې زه او ملا منصور دواړه دیوه فرعون نوکران وو. ملا دادالله ملا اختر ته وایي، ما خوځان ترې بچ کړ، او ته یې لاهم تر منتر لاندې یې، نو ځکه ستا مشري ابته ده او نه یې منم.
د طالبانو د غمیزې نتیجه داده چې، د ملاعمر د کورنۍ، جعلي بیعت دطالبانو د معضلې مخمصه نشي حل کولئ. خارجي ترورست کوچه ماران ملا اختر په داخل کې په آزادو طالبانو باندې نشي ورتپلئ.
په درنښت.
http://www.pajhwok.com/ps/2015/09/17/[/quote:a1673d5031]


میرویس
25.09.2015

السلام علیکم، لونګینه.
وروه خولې ته واک ورکړئ، هسې چټیات وايي.
د خبرې نه ځان مه تیروه. ووایه چې په طالبانو کې څه حال دئ، باداران یې څوک دي؟
په درنښت.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more