د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

داعش/ زمولونکئ جنګ

میرویس
28.08.2015

ګرانو لوستونکو، السلام علیکم
داعش کمونستي انقلابونو غوندې را دبره شو، خو په مدار مدار د زمولونکي جنګ سره مخامخ شو. کمونستي انقلابونه هم داعش غوندې را دبره شول، خو چې ولسونو یې مزه وځکله او په غیر اسلامي او غیر انساني اهدافو یې پوه شول، په مدار مدار یې مقاومت وکړ اوترد یې کړل.
داعش هم کمونستي انقالابونو غوندې بیړنئ ظهور وکړ، ولسونه یې چې په غیر اسلامي او غیر انساني هدوفو پوه شول، مقاومت یې ورسره وکړ. دداعش په مقابل کې نړیوال مقاوت په مدار مدار دغه بدعتي ډله پوړندې خاورې غوندې ریژوي او د انحطاط ګوګل ته ې ور ټیل وهي.
د داعش په څو نورو سترو ترورستانو علاوه ادا ځل ددې ډلې بل موّثر غړې چې کار یې د کمپیوترونو اوپروګرامونو هک کول وو وزل شویدئ.
====

۲۱ کلن جنید حسین بریتانیا کې د کمپیوټرونو د هک کولو په جرم پېژندل شوی. هغه په ۲۰۱۳ کال کې سوریې ته تللی دی.
۲۱ کلن جنید حسین بریتانیا کې د کمپیوټرونو د هک کولو په جرم پېژندل شوی. هغه په ۲۰۱۳ کال کې سوریې ته تللی دی.

دغه هکر د سوریې رقه ښار ته څېرمه، چې د ''اسلامي دولت''، ''د اسلامي خلافت'' پلازمېنه هم ده، وژل شوی دی.
ویل کېږي حسین له لوېدیځ نه له ''اسلامي دولت'' سره د ځینو کسانو د یوځای کېدو لپاره هم ډېر کار کړی.
دا هم ویل شوي چې حسین د بریتانیا د مخکیني لومړي وزیر ټوني بلیر برېښنالیک هم خراب کړی و، او د هغه ځینې اړوند معلومات یې خپاره کړي وو، چې بالاخره په ۲۰۱۲ کال په شپږو میاشتو بند محکوم شو.
حسین د ''زهرو یا Team Poison'' ډلې مهم غړی و، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې دغې ډلې د شاوخوا ۱۴۰۰ انټرنېټي حسابونو، د شرکتونو او نړیوالو مؤسسو اړوندو وېبپاڼو د ماتولو پړه منلې وه.
http://www.bbc.com/pashto/world/2015/08/150828_hh-is_syria_british_hacker


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more