عبدالله أفغان
دغړيتوب نېټه: 10 مارچ 2015 ليکنې: 5 ځای: افغانستان
|
د ليکنې نېټه : ٣ شنبه اګست 11, 2015 2:05 pm عنوان : حمدباري تعالی |
|
|
وايمه ستا حمد اوثناربُّ الْکائناته ، ، اي زما مولا
ته رحمن رحيم يې ته يې قاضيُ الْحاجاته ،، اي زما مولا
(۱): تـــايم پــيداکړئ تا لــوی کړئ تاســــاتلئ يم
تا زه په ايـــمان اوپه عــرفان مــــشـــــرف کړئ يم
ستا په رحم پايي همه واړه مخلوقاته ،،اي زما مـــــولا
(۲):واجـــــب الوجــود يې ازلي يې ابدي يې ته
الـــلــــه الــصمديې هم غني يې هم مغني يې ته
ته ستار غفار يې ته کاشفُ الْمشکلاته ،، اي زما مولا
(۳):رازق الـــمخلوق يې هم توّاب دتائبينويې
دلته وي که هــــــــلته پرده پوش دمذنبينويې
ته شافي،کافي يې هم رافعُ الدَّرجاته ،، اي زما مـــــولا
(۴):ته حــافظ ناصراوتکيه ګاه دمسلمانانويې
هــــم تـــــه پناګـــــــاه دمــــجاهــــدومـــــومنانويې
ته دبېچاره وو يې کافــــيُ الْمــــهماته ،، اي زمـا مـــولا
(۵):ســتـافضلُ کرم داابوالفضل ابوالفضل کړ
تا معين الدين خــــاونــــد دعــــلم اودفـــــضل کړ
هلته هم نصيب کړه دده لوړ لوړ مقاماته ،، اي زمامولا
له بينوا ۤپاني په مننه ! |
|