د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

د يویشتم قرن ثالث عمر وفات شو


jamal
30.07.2015

مسلمانانو وروڼو!
د عاليقدر اميرالمؤمنين رحمه الله وفات له زغم نه وتلی يو غم دی.
دا شيبې هغه شيبو ته ورته دي کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم له دنيا څخه رحلت کړی ؤ او حضرت عمر ضی الله تعالی عنه توره راباسلې وه چې که چا وويل چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفات شوی سر به يې قلم کړم .
له څو ورځو راپديخوا د عاليقدر اميرالمؤمنين رحمه الله د وفات خبرونه نشريدل.
د ده رحمه الله په سرسپارلو سپاهيانو به ډير سخت تماميدل او هيڅ يې نشوای زغملای.
نو حضرت ابوبکر الصديق رضی الله عنه په نبوي مسجد کې منبر ته پورته شو او خلکو ته يې وويل که تاسې د حضرت رسول اکرم صلی الله عليه وسلم عبادت کاوه نو هغه صلی الله عليه وسلم خو وفات شو او که د الله جل جلاله عبادت مو کاوه نو بيشکه چې الله جل جلاله ژوندی دی ، هغه هيڅکله نه مري.
بيا ابوبکر الصديق رضی الله عنه دا آيت کريمه تلاوت کړ :
(وَمَا مُحَمَّدٌ إِلَّا رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِ الرُّسُلُ ۚ أَفَإِن مَّاتَ أَوْ قُتِلَ انقَلَبْتُمْ عَلَىٰ أَعْقَابِكُمْ ۚ وَمَن يَنقَلِبْ عَلَىٰ عَقِبَيْهِ فَلَن يَضُرَّ اللَّهَ شَيْئًا ۗ وَسَيَجْزِي اللَّهُ الشَّاكِرِينَ ) (144)
ژباړه :
او ندی محمد مګر (دی) يو رسول ( د الله ) ، په تحقيق تير شوی دی له ده نه پخوا (ډير)رسولان ، آيا نو که مړ شي ( محمد)يا شهيد کړای شي ( محمد ) ، نو بيرته به وګرځئ تاسې په پوندو خپلو (کفر ته )، او هر څوک چې بيرته وګرځيد ، په پوندو خپلو ( کفر ته ) نو له سره به زيان ونه رسوي الله ته هيڅ شی ، او ژر به سزا ورکړي الله شکر ګزارو ته ( د اسلام نعمت ).
نو د عاليقدر اميرالمؤمنين رحمه الله وفات د ټولو درديدلو مسلمانانو او مجاهدينو د تسليت لپاره پورتنی آیت کريمه کفايت کوي.
راځئ!٬
د ده مرحوم رحمه الله په حق کې دعا وکړو چې الله جل جلاله صبر جميل او نعم البدل راکړي


lawangin
30.07.2015

ملا محمد عمر مجاهد دافغانستا په تاريخ کې يوه وتلې څېره ده چې دفاسدو بېکارو لوړه غپو
دوره یې ختمه کړې وه خو صليي اشغالګرو او دشمال لنډغرو لاس سره يو که دافغانستان
اسلامي امارت یې ظاهرا را چپه که خو دملا صیب تر امر لاندې وروسته له څه وخته طالبانو
بيا د صليبياشغالګرو او شمالي لنډغرو په مخ خپلې وسلې را پورته کړې چې ډېر یې مردار
او مځکه يې پرې تنګه کړه !
طالبانو اوس هم ډېرې اولسوالۍ له فاسد رژيم څخه نيولې او پاکې کړې یې دي..
دملا صيب د مرګ په اړه مختلفې اوازې دي ! که وفات شوی وې نو الله پاک د فردوس جنت
ورته ورکړي . ملا صيب زمونږ وياړ ده او تر څو چې ژوندي يو د ملا صيب دازادي او
اسلامي لارښودنو لاره به پرېنږدو !
دوښمن دې بر دې نه خوشا ليږي چې ملا صيب نشته !
دسنګر ځوانان به نورهم د ملا صیب په ياد پياوړي شي او خپل
اسلامي او افغاني ارزښتونه به خرڅ نکړي !
رهبزي رول لري خو مبارزه په یوو شخص پورې نوي تړلې!
که داسې وی نو اسلام به دحضرت محمد ( ص) له وفاته څخه ورسته ختم شوی وو !

پتنګ[size=24:d9f1d73b1a][/size:d9f1d73b1a]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more