د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ملا صاحب عمر: په خلکو رحم وکړئ.

اتل
17.07.2015

محترمو لوستونکو، السلام علیکم
کوچنئ اختر مو مبارک، روژه او لمونځونه مو قبول شه
ملا صاحب محمد عمر آخند د اختر د مبارکۍ په پیغام کې خپلو طالبانو ته ویلی چې پر خلکو رحم وکړئ او عزت یې خوندي کړئ.
سوال دادئ چې ولې ملا صاحب په هر اختر کې دغسې فرمانونه خپروي، بیا یې نه تعقیبوي چې دده پیروان یې اوامر عملی کوي کنه؟
د هر اختر نه وروسته طالبان د ملاصاحب د اوامرو خلاف اعمال سرته رسوي، او بل کال بیا ملا صاحب هماغه زړې خبرې کوي.
ولې يې ملا صاجب پو ښتنه نه کوي؟
نن د اختر په ورځ ولې د خپبل مشر د امرخلاف طالبانو د بلخ د شولګر ولسوالۍ په يوه جامع جومات کې چاودنه وکړه يو کس یې ووازه، او يوولس نور يې ټپي کړل.
ولې طالبانو د اختر په ورځ د فاریاب ولایت په مرکز میمنه ښار کې بم وچاوه او نونس تنه یې پکې ټپې کړل.
ملا صاحب، آخر خودې دا خپل سر په کریوا ن کړه، او بیا د آیت شریف او حدیث مبارک لمن ونیسه.
په درناوي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more