د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

ځاځي پور غواړي، توري لا نور غواړي.

اتل
17.07.2015

محترمو لوستونکو، السلام علیکم
نبکمرغه کوچنئ اختر مو مبارک، الله جل جلاله مو روژې او عبادات قبول کړه.
مجاهد ملا صاحب محمد عمر آخند د نورو اخترونو په شان، بیا دطالبانو او افغان ولس په نامه خپل پیغام خپور کړئ، او د مخالفینو سره یې د سولې ملاتړ کړې او دا کار یې د شرعي احکامو مطابق بللئ، او دا یې ريشتیا ویلي چې اسلام د سولې او سلم دين دئ.
ملا طاحب ته په کار وو چې سږ کال خپل پیغام د ویدیو له لارې خپور کړي، او دطالبانو او د خپلو نورو پیروانو دا ادعا غلطه ثابته کړي چې ګواکي ملا عمر زوندئ ندئ او دده په نامه دا کلونه کلونه د اخترونو پیغامونه بل څوک خپروي. ملا صاحب به پدې ترتیب له یوې خوا خپل حضور ثابت کړئ ؤ، دطالبانو په لیکو کې به یې بې اتفاقي ختمه کړې وه، او له بلې خوا به یې داعش ته دخپلو نورو قوماندانو د ور تښتیدومخه نیولې وه، او دخپل لوی دښمن داعش په مقابل کې به یې د طالبانو موقف پیاوړئ کړئ ؤ.
ملا صاحب طالبانو ته د اتفاق او اتحاد نصیحت کړئ، پداسې حال کې چې د طالبانو په لیکو کې بې اتفاقي پخپله د ملا صاحب د لادرکۍ په سبب لویدلې ده.
په درناويې.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more