د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

فلسفه څه ده؟

مومن مهاجر
26.10.2013

زه له فلسفې سره ډېره مینه لرم، په دې اړه مي وړاندي هم لیکنې او ژباړې کړې دي. نن د دې لړۍ یوه بله کړۍ درسره شریکوم.
http://www.sanam.com/index.php/category-13/1586-2013-10-04-32-23#

فلسفه زموږ له ژوند سره تړلی یو نه بېلدونکی فن دئ. د خپل ذات له مخې د پوهې او علم په مانا ده. د یوناي ژبې له سوفي څخه جوړه شوې چي مانا يې ده حکمت یا پوهه. د فلسفې یو هراړخیز او مانع تعریف ستونزمن کار دئ. له همدې وجې یې له پخوا تر اوسه هیڅ چا یو جامع تعریف نه دئ وړاندي کړی.

فلسفه د علم او خبرتیا پوهه ده چي جهان شموله ده او هدف یې د وجود داعراضو او موخې په موندنه کې هڅې دي. د افلاطون له وینا سره سم فلسفه د موجوداتو د لازمي او ابدي ماهیت پوهنې نوم دئ. مګر د ارسطو په اند د فلسفې هدف د دې موندل دي چي وجود د خپل فطرت له مخې څه شی دئ؟ کانټ یې د ادراک او تعقل د نقد نوم ګڼي.

د پورتنیو مفاهیمو له مخې فلسفه ام العلوم یا د علومو مور بلل کېدای، ځکه د اوسنیو ټولو علومو او فنونو سرچینه او ماخذ ده. ریاضی، فزیک، کیمیا، منطق، روان پوهنه او ټولنیز علوم د همدې فلسفې برکت دي.

د فلسفې ډولونه:

مابعد الطبیعاتmetaphysics

عملیاتepistemology

جمالیاتaesthetics

اخلاقیاتethics

منطقlogic

د فلسفې لغوي مانا ده د پوهې مینه، تجربه، مشاهد، د غور و فکر په وسیله د قوانینو کشف او د حقیقت لټون.

د ابو د ترکیبي اجزاوو(آکسیجن-هایډروجن) کشفول ساینس دئ او دا کشفول چي ایا د دې عمل تر شا یو دماغ کار کوي؟ فلسفه ده. د نړۍوالو ملتونو پر عروج او زوال بحث تاریخ دئ. او د هغو قوانینو په ګوته کول چي د عروج او زول سبب ګرزي فلسفه ده. فیلسوف د کایناتي ستونزو حقیقت څېړې او اقدرا ومعاني مطالعه کوي.

افلاطون وايي فلسفه د حقیقت لټونې نوم دئ او د رواقیه وو په اند د نېکۍ، ښېګڼې او هغې پوهې تر لاسه کول فلسفه ده چي له الهي مشیت سره همغږې وي(رواقیه د یوې فلسفې ډلې نوم دئ چي امام یې زینو-۲۶۴- ۳۳۶ - قبل المیلاد په برنډه کي په ناسته درس ورکاوی. په عربي کي برنډې ته رواق وايي)

د موضوع له مخې فلسفه ګڼ ډولونه لري:

دهري: چي د الله له وجوده منکر ول.

طبعي: چي د کایناتو پر تخلیق، عناصرو، رڼا، تیاره، حرکت، تغیر او نورو یې بحث کاوی. مثلا یو یوناني فیلسوف په دې باور وو چي د ځمکې پر مخ تر ټولو اول اوبه څرګندې شوې، بیا نباتات او ورپسې حیوان. په همدوئ کي د پلاطبي په نوم یو فیلسوف ویلي چي ځمکه حرکت کوي.

الهي: په دې کي به تر ډېره د الله او د هغه د صفاتو په اړه بحثونه کېدل. مثلا د زینو او فیثاغوروث په اند چي لارښوونې یې ماتمابدهـ ته ورته وې حقیقي دنیا له دې بېله ده. او د شتمنې تر لاسه کولو لپاره عبادت، یوازیتوب او له غوښې خوړلو ځان ساتنه اړینه ده. فیثاغوروث لومړنی فلسفي وو چي د فلکي اجرامو تر منځ یې د جاذبې نظریه وړاندي کړه. د انکساغوریس په اند الله د هغه ځواک نوم دئ چي په کایناتو کي جاري او روان دئ. کله په اواز، کله په حرکت، کله په رڼا او کله په رنګ وبوی بدلېږي.

د یوناني فلسفې موضوعات:

۱ الله او صفات یې

۲ د وخت او سپیس حقیقت

۳ د کایناتو پیل

۴ د کایناتو ماهیت

۵ خیر او شر

۶ غم او خوښي

۷ روح

۸ عقل

۹ ژوند او مرګ

۱۰ د ژوند هدف


مومن مهاجر
26.10.2013

و بخښئ تېر وتی یم، ځکه دا مطلب مي باید د فلسفې په خونه کي پيوند کړی وای، خو پروا نه لري اوس دي همدلته وي.
له دې سره یو ځای د هنر په اړه دا ژباړه هم وګورئ چي هنر پکي د مشهور روسي لیکوال تولستوی په اند څېړل شوی دئ.
http://www.banow.com/index.php/category-14/1585-2013-15-15-26#

تولستوی د هنر په اړه خپل اساسي بحث د هنر په تعریف پیلوي او دې پایلې ته رسېږي چي د هنر هدف د ښکلا او خوښۍ پنځول نه دي. د ده په اند هنر لوړ او عالي هدف لري. خلک به هله د هنر په آر مفهوم پوه شي چي ښکلا یاني خوند ته د هنر د هدف په سترګه ونه ګوري. دی هنر د بشري ژوند له شرایطو او انسانانو تر منځ د اړیکو وسیله ګڼي.

تولستوی احساسات د هنر بنسټ بولي او یو بل ته د انساني احساساتو لېږد د هنر کار ګني. دی وايي: هنر هغه وخت پیلېږي چي کوم احساس یو انسان تجربه کړی، هغه وپاروي او نورو ته یې انتقال کړي.

د هنر د ارزښت او په وروسیتو پېړیو کي په هنر کي د کمزورۍ د عواملو په اړه وايي:

په هره زمانه کي د ژوند او ټولنې په اړه ځانګړی فکر وي چي دیني شعور ګڼل کېږي. دین تل د احساساتو د ارزیابي او بالاخره د هنر لپاره د یو بنسټ په توګه کارېدلی. غوره او ښه هنر هغه دئ چي له لوړ موجود درک(دین) سره همغږی وي. دین که په دنیاوي ژوند کي نېکمرغۍ، ښکلا، قدرت او خوشالۍ ته ویل کېږي او که د دنیايي خواهشاتو او خوند له زندانه ځان خلاصولو ته. بد هنر هغه دئ چي د خپل وخت د دین پر خلاف وي مثلا دین خلګ خوشالي، توانايي او ښکلا ته رابولي خو هنر یې د احساساتو کمزورۍ، غم او ناتواني ته.

د تولستوی په وینا تر منځنیو پېړیو هنر خپل رسالت چي هماغه د خلګو د دیني شعور هنري بیان وو په ښه ډول تر سره کړ. مګر کله چي د لوړې طبقې خلګو پر مسیحت خپل باور له لاسه ورکړ او یوازي د خپل امتیازاتو د ساتلو لپاره یې ظاهرا مذهب ته عقیده درلوده هنر خپله عمومي جنبه بایلوده، ځکه د هغې لوړې طبقې د خاوندانو له خوا محاصره شو چي باورونه یې د اولس له ایمان سره موافق نه ول. څرنګه چي لوړې طبقې خپل عقاید له لاسه ورکړل او د کلیسا د بې اعتباره لارښوونو د تشې ډکولو لپاره یې څه نه لرل نو هنر یې د خوند تر لاسه کولو وسیله کړه. له همدې وجې هغه هنر دود شو چي ښکلی او زړه وړونکی وو چي طبعا د لوړو طبقو هنر د عامو خلګو له هنره بېل شو او دوه هنره د اشرافو او عامو هنر رامنځ ته شو.

دا هغه مهال وو چي هنر چارواکو محاصره کړ. ظریف، صفا، مصنوعي، مبهم او له ذهنونو لیري شو. او هغه احساسات یې بیانول چي د عامو خلګو له ژوند او تجربې سره یې تضاد درلود، ځکه هنر د چارواکو او امیرانو هغه احساسات بیانول چي د دوئ له ښکلي، فارغ او خوندونو ډک ژوند څخه راولاړ شوي ول او طبعا یې نه شوای کولای چي د عامو خلګو له زحمته ډک او کاري ژوند سره برابر او همغږی شي.

پر دې سربېره هنر د مضمون له فقر سره مخ شو، ځکه د چارواکو او بډایو خلګو احساسات چي له زیاره ډک ژوند نه پېژني د نادارو او خواري کښو خلکو تر احساساتو په څو چنده فقیر، بې ارښته، ساړه او بې معنا دي.

د دې بدلونونو په پایله کي د بډایو خلګو احساسات تر درو ډولو نو محدود شول: غرور، جنسي شهوت او سړوالی. له بلې خوا د مضامینو د تکرار او محدودیت له کبله هنرمندانو هڅه وکړه چي د یو ډول نویو شکلونو، قالبونو او اسلوبو په مرسته یو جدیدیت رامنځ ته کړي دې نویتوب هم په خپله هنر له ابهام او پېچلتیا سره مخ کړ.


Byanconny
16.07.2015

Many people should know about this place. It's an ingrained knowledge.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more