د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

متلون مزاجه اجیر عسکر ووژل شو

میرویس
10.07.2015

ګرانو وطنوالو، السلام علیکم.
کله چې دپاکستاني طالبان یا ټي ټي پي پخوانئ نطاق شیخ مقبول چې په شاهدالله شاهد مشهور ؤ، د ټي ټي پي پررنځور مسقبل پوه شو، او دداعش له درباره یې د غوښن هډوکې تمه پیدا شوه، خپل پښتون بدعتي تحریک ته یې په کامله بې شرمۍ او سپیتانه شا واړوله، او یو ځل بیا یې دالقاعدې نه ورسته د بلې عربي ترورستې ډلې، داعش د غلامۍ رسۍ په غاړه کې واچوله.

بنده په زړه دې یوه درپیښه بله:
وړمه ورځ شیخ مقبول دداعش د خراسان دډلې دمشر دمرستیال ګلزمان او دهغه د قوماندان جهانګیر سره په ننګرهار کې په یوه هوایي ګذار کې ووژل شو. پدې ګذار کې ګڼ شمیر نور داعشیان هم ستۍ شول.

که دغه داعشي ډله نه واي وطل شوې، ډیرې افغانې میندې به یې بورې او کونډې کړې واې.
وایي: چې ډیر خورې-ګنډېر خوري.
په درنښت.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more