د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

طالبان دې رنا پرې واچوي

میرویس
21.10.2014

ګرانو وطنوالو، السلام علیکم
د افغانستان اسلامي امارت یعنې افغان طالبانو د محمدانس حقاني او حافظ رشید د نیول کیدو کیسې ته بل رنګ ورکړیدئ. طالبانو ویلي چې محمد انس حقاني دمحترم الحاج مولوي جلال الدين حقاني کشر زوی او دمدرسې طالب العلم دی، چې دفراغت آخرنی کال يې ؤ. په موجوده روانو سياسي حرکتونو کې يې هيڅ کومه حصه نه درلوده, دلوی اختردسبقونو له رخصتیو نه په استفادې سره له ګوانتانامو زندان څخه د آزاد شوي بندي مولوي محمد نبي عمري دکورنۍ د غړيو په دعوت د آزاد شویو بنديانو دملاقات لپاره يې دا اولنی خارجي سفر و. قاري عبدالرشيد عمري دمحمد عمر زوی د مولوي محمد نبي عمري کشری ورور هم له بند نه د خپل راخلاص شوي ورور د ملاقات لپاره تللی و, تقريبا ديوې هفتې له تېرېدو وروسته چې د روان کال د اکتوبرپه ۱۲تاریخ کله چې له هغې خوا د بحرین له لارې بېرته خپل کور ته راتلل، په بحرین هېواد کې د امریکایانو له خوا نیول شوي، وروسته بېرته قطر هېواد ته استول شوي، له قطر نه دعربي متحده اماراتو دبۍ ښار ته ، او له هغه ځای نه کابل ته لیږدول شوي.
دیادونې وړ ده چې پورته یاد شوی جریان د امریکایانو تر څارنې لاندې تر سره شوی، او نوموړي دوه تنه د کابل ادارې ته سپارل شول.

ګرانو وروڼو:
خو طالبانو دا ندي ویلي چې محمد انس څو کلن دئ او چیرې یې په مدرسه کې سبق وایه؟
محمد انس حقاني او حافظ رشید د کوم ملک نه په کومو پاسپورتونو بحرین ته لاړل. طالبان وايي دغه دواړه چې بیرته کورته [راتلل] په بحرین هېواد کې نیول شوي.
د طالبانو نطاق، د طالبانو اداره یا قیادت چې دغه مضمون خپور کړئ وایي چې دغه دواړه د بحرین نه کور ته [راتلل]، دغه د [راتلل] ټکئ ښيې چې محمد انس حقاني او حافظ رشید له هماغه خای نه بحرین ته تللي وو، چیرې طالبانو دغه مضمون لیکلئ دئ. طالبانو دا هم ندي ویلي چې د مولوی جلال الدین حقاني دغه زوی انس د هغه دپښتنې او که د عربي ښځې نه دئ.
http://shahamat.info/index.php/paighamoona/58268


lawangin
24.10.2014

طالبانو بل رنګ ندی ورکړی بلکې فاسدو بېکارو دځان په ګټه داولس
دغولولو لپاره بل رنګ ورکړی او غواړي چې خپل دروغجن او غولونکی
موفقيت ښکاره کړي !
کوم چې طالبان وایې هغه واقعت دی اونړۍ هم پرې خبره ده !
حشمته فاسده نه منطق لرې نه عقل تا به له ينکي جنايتکار ، غني چوپړا،
ازري خرزي او دشمال له لنډغرو څه زده کړي وي ؟
تاسو ټول فاسقين دبشريت دتباهي او ګمراهي مکروب ياست او په هیڅ هم
شرم نلرۍ !
اوس ستا لودګي او بې منطقه پوښتنې ته :
داکومه مانا او کومه ګټه لري چې مدرسه یې چېرې وېيلې ده ، که په
هند، عربو، ‍پاکستان ، افغانستان، زما په کور او ستا پ کور کې یې وېیلې
هم وي نو خپل کار یې دی!
خو ستاسوفاسدو ته مهه داده چې د فاسدو او صليبيانوپر ضد یې عمليا
نوي کړي او سياسي يا جنګي حرکت یې نوي رهنمایې کړی!
که ستا مقصد دپاکستانۍ مدرسه وي چې تاسویې خپل دوښمن بولۍ
او ستاسو یې جنګي مخالفين بولۍ نو بيا ولې [color=red:6a821e2bcb]
ستاسې صلبي ساتونکي[/color:6a821e2bcb]
له ياکستان سره خپل روابط نه پرېکوي !
نه صليبيان تاسې غواړي اوخريمه خره درڅخه جوړوي !
تف نالت په بې منطقو فاسدينو !


Templassin
18.06.2015

I want more explanation I can find anywhere.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more