د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د خفظ الله مجاهد ملا محمد عمر آخند حهادي قیادت، او په وړاندې یې ناروا خنډونه.

سید ن
27.04.2015

ګرانو مجاهدو وروڼو، السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته.
دملګرو ملتونو د بشري حقوقو د چارو د ادارې مرستیال پدې تازه شپو ورځوکې کابل، کاپیسا او ننګرهار ته لاړ، او ویې ویل چې د افغانستان د روانې، او د تشددنه د ډکې غمیزې اکثریت قربانیان ولسي خلک دي.

هغه دا خبره درسته درک کړېده، موږ هره ورځ دغه حال د سر په سترګو ګورو، او ترې کړیږو. زموږ مشر مجاهد ملا محمد عمر آخند چې پرتمین ژوند لیک یې په دا وروسته وختو کې خپور شو، بیابیا موږ مجاهدیونو ته باقاعده هدایت راکړئ چې د ولسي خلکو ژوند وژغورو.

د ملا صاحب پرتمین ژوند لیک ښیي چې ملا صاحب پخپل ټول متانت او همت خپل ژوند جهاد ته وقف کړئ، او دهغه تربا بصیرته مشرۍ لاندې جهاد په ډیرو سختو شرائطو کې پر خپله برحقه لار تللئ دئ. د ملا صاحب محمد عمر آخند تر مشرۍ لاندې، په جهادي مشرتابه کې متقابل احترام، اخوت، صداقت او جهاد ته د خپل ژوند وقف کول د جهاد غښتلي مزي وو. همدغه مشخصې وې چې د ملاصاحب د جهادي بصیرت د اهدافو جهادي کاروان پر مخ روا ؤ، ترڅو په افغاني مشخصاتو مرصع یو سوچه اسلامي امارت برقرار کړي.

خو له بده مرغه، ملا صاحب د قدرت په سر د هماغې تاریخي مجادلې په لومه کې راښکیل دئ چې زموږ پښتانه پاچاهان پکې مښتي وو. حتي یوه پاچا د قدرت د نیولو دپاره خپل خوږ ورور ړوند کړ چې بیا د قدرت د نیولو توان ونلري.

ددې دپاره چې خپل شخصي اغراض او نامشروع اهداف ترلاسه کړي، د ملا محمد عمر آخند په اصطلاع اعتمادي مرستیال اختر محمد منصور د ملا محمد عمر آخند په وړاندې خیانت وکړ، او پدې ترتیب یې د ملا عبیدالله او ملا برادر چې دملا صاحب د ښي لاس مرستیالان وو، د زنداني کولو دسیسې ته تومنه واچوله. ملا عبیدالله په زندان کې په ډیره بیچارګۍ کې په حق ورسید، او ملا برادر لاهم په زندان کې د تورو تمبو ترشا د غم او هجران شپې او ورځې تیروي.

ملا اختر محمد منصور پدې ترتیب د ملا محمد عمر د جهاد روښانه لار چې د حق او باطل ترمنځ یې کرښه ایستلې وه، دعدالت او اسلامي احکامو پر بنیاد ولاړه وه، د انحراف او انحطاط په لور سوق کړه، او دطالبانو مشري یې کمزورې کړه. د ملا منصور د بې کفایتۍ په وجه داعش په افغانستان کې مخ په وده دئ، او د طالبانو په لیکو کې هم نفوذ کوي، او ددې ویره یې پیدا کړیده چې دطالبانو د تحریک ځای ونیسي.
د الله جل جلاله نه زموږ د تحریک نصرت غواړم، او زموږ مشرتابه ته پکار دي چې په صراط مستقیم روان شي.
آمین یا رب العلمین.

Re: د خفظ الله مجاهد ملا محمد عمر آخند حهادي قیادت، او په وړاندې یې ناروا خنډونه.

lawangin
27.04.2015

[quote:d9c2622ece="سید ن"]ګرانو مجاهدو وروڼو، السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته.

آمین یا رب العلمین.[/quote:d9c2622ece]

وروره غم یې مخوره دداعش خبرې مصنوعي او دفاسد رژیم دګېډې
خبرې دي ،هغوی غواړي چې اولس پردې غلط او دصليبي اشغالګرو
څخه نوره هم شوکه او غلا وکړي !!
نالت پر دې فاسدينو!
pattang

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more