د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

په پکتیا کې دداعش قوماندان نیول شوئ

اتل
15.12.2014

محترمو لوستونکو، السلام علیکم
دداعش د ډلې مشر ځان امیرالمړمنین بولي او په عراق او سوریه کې یې د اسلامي دولت په نامه خلافت اعلان کړئ، پداسې حال کې چه نه د ابوبکر بغدادي عمل د امیرالمؤمنین دې نه هم دداعش کړه وړه د السلامي خلافت سره اړخ لګوي.

داعش مسلملنان او نور اقلیتونه قتل کوي او ښځې او ماشومې نجونې یې ځان ته نکاح کوي. داعش یودستورالعمل خپور کړئ او پکې کاږلي یې دي چې ددوی جنګیالي کولای شي د غیر بالغو نجیونو سره زبزنا وکړي. داعش زنا او زبر زنا اوبیا هغه هم د غیر بالغو نجونو سره روا بولي.

دداعش مشر ابوبکر چې په افغانستان کې اوسیلئ ؤ او د القاعدې غړئ ؤ ملا عمر امیرالمؤمنین قبوکړئ ؤ او همدغسې هم هغو نورو چې اوس داعش ته بیعت ورکوي ملا عمر یې امیرالمؤمنین ؤ، خو اوس دوی بغاوت کړئ دي. په اسلام کې دوه امیران ځای نلري.
====
پکتيا کې د داعش ډلې قوماندان نيول شوى
By ساحل منګل & محمد هارون Dec 15, 2014 - 13:07
ګردېز(پژواک ٢٤ ليندۍ ٩٣): چارواکي وايي، چې په پکتيا ولايت کې يې د ''اسلامي حکومت يا داعش '' وسله والې ډلې مشهور قوماندان له درېيو وسله والو سره نيولى دى.
د ياد ولايت د والي مرستيال عبدالولي سهي د ليندۍ په٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ د ملي امنيت سرتېرو د قوماندان قاري امان الله په نامه يوتن ، چې په قاري خالد مشهور دى نيولى .

بله خوا د پکتيا ولايت دوو باوري امنيتي سرچينو پژواک اژانس ته وويل، چې نيول شوی قوماندان د داعش د څو ولايتونو د قوماندان مرستيال دى.
يادې سرچينې وايي، چې قاري امان الله تېره ورځ له غرمې وروسته د ګردېز په شکرخېلو سيمه کې د تره ښځې په جنازه کې يې د ملي امنيت ځواکونو له لوري د پنځلس دقيقو نښتې په ترڅ کې ونيول شو.
سرچينې زياتوي، چې نوموړى قوماندان په پکتيا، غزني او شاوخوا ولايتونو کې د داعش يا د اسلامي حکومت د وسله والې ډلې د قوماندان قاري اکرام مرستيال دی.
http://www.pajhwok.com/ps/2014/12/15/


داعش او د دوی پلانونه!

شاه ولي
15.12.2014

دروند ورور اتل صاحب اسلام علیکم، پر قلم دي برکت شه، خو هغه څه چې مونږ د داعش په اړه پوهېږو عام خلک بیا نه ورباندې پوهیږي. داعش چې دي یوه وحشي او تیرې کوونکی ډله دئ، لکه چې ګورو داعش تروریستان اسلامي هیوادونو ته یي د وژنې او تباهي بل شي نه دي راوړي.
او مونږ افغانان تر هرڅه دمخه زمونږ پر وران او ویجاړ هیواد کې د یوې تل پاتې او عادلانه سولې منځ ته راتګ یو حیاتي او ضروري ټکی ګڼو، لکه څنګه چې هر چاته جوته ده، افغانانو هر ډول تیرې کوونکو او یرغلګرو ځواکونو ته د خپلو سرونو په قربانی سخت ځواب ورکړي دي.

مننه،


Re: داعش او د دوی پلانونه!

lawangin
15.12.2014

تر څو چې دا فاسد د قومي ټېکدارانو دوه سری ، درې سری او څلور
سری مردار رژيم دصليبي اشغالګرو له خوا د بربادي او اسلام وژنې
لپاره په ملياردونو دالرو سره تقويه او اخيستل کېږي حالت به تغير
ونخوري !
نن د ترور کلمه داشغالګرو صليبيانو د ورځې شعار دی خو مونږ یې
وينو چې ترور ددوی زاده او دوی غټ ترو يستان دي .

pattang

[quote:1dbbf09609="شاه ولي"]دروند ورور اتل صاحب اسلام علیکم، پر قلم دي برکت شه، خو هغه څه چې مونږ د داعش په اړه پوهېږو عام خلک بیا نه ورباندې پوهیږي. داعش چې دي یوه وحشي او تیرې کوونکی ډله دئ، لکه چې ګورو داعش تروریستان اسلامي هیوادونو ته یي د وژنې او تباهي بل شي نه دي راوړي.
او مونږ افغانان تر هرڅه دمخه زمونږ پر وران او ویجاړ هیواد کې د یوې تل پاتې او عادلانه سولې منځ ته راتګ یو حیاتي او ضروري ټکی ګڼو، لکه څنګه چې هر چاته جوته ده، افغانانو هر ډول تیرې کوونکو او یرغلګرو ځواکونو ته د خپلو سرونو په قربانی سخت ځواب ورکړي دي.

مننه،[/quote:1dbbf09609]


اتل
08.04.2015

قدرمنه شاه ولي وروه، السلام علیکم
تاسې همه ما او ټولو مسلمانانو غوندې دداعش غیر اسلامي او غیر انساني اعمال د بصیرت په سترکو لیدلي، او نه غواړئ چې دغه طاعون مرض زموږ ملک ته راشي او دا غم ځپلئ ملک نورهم وران شي او ولسونه یې نور هم وکړیږي.

خو پتنګ لونګین صاحب چې د بحث په اصلي ټکي باندې د تبصرې نه ځان تیروي نوش جان یې. پتنګ چې د طالبانو، افراطیت، ترورستانو او داعش سر سپرده ځیره خور نوکر دئ، دا نشي زغملئ چې څوک دده دبادارانو جنایاتو ته چې د اسلام، مسلمان او بشریت پرخلاف یې کړیدي ګوته ونیسي.

شاه ولي وروره، لونګین چې څه د اوتو بوتو سوډرکي بې خرته غورځوي، دده دعقیدې او وینا خلاف ملا عمر خپل مرستیال، ملا اختر محمد منصور ته صلاحیت ورکړئ چې دهمدغه حکومت سره د سولې خبرې وکړي، چې پتنګ صاحب وايي څو چې یو خارجي عسکر هم په افغانستان کې وي او دا حکومت ورک شوې نه وي، د سولې کړل او د خبرو پیل کول یې قطعي امکان نلري.
په درناوي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more