د موضوعګانو سرپاڼه

تاریخ او تاریخپوهنه

د معارف وزارت په هکله قضاوت

larghonay laraway
13.02.2012

د معارف وزارت يو د کابل د (بي بي مهرو ښځينه ليسه ) د پوهاند عبدالقيوم وردک په نامه نومولې ده. دا خبره د طلوع متعصب ټلويزيون په متعصبه خپرونه (زنګ خطر) کې ډنډوره شوې خو راځئ چې مونږ او تاسو پرې ريښتونی قضاوت وکړو!
په دې اړه له ماسره لاندې پوښتنې دي:
- د افغانستان په تاريخ کې خو د پوهنتون ګڼ استادان دي ايا پوهاند عبدالقيوم وردک پر نورو څه لوړاوی درلود چې په نامه يې ښوونځی ونومول شي؟
- پوهاند عبدالقيوم وردک د معارف وزير تېر شوی ؤ او دا خبره هم د ده په اړه ډېره مشهوره وه چې (که وردګ وي مقرر دې شي) دا که سمه وه او که غلطه خو خبره دا ده چې د هيواد په تاريخ کې خو د معارف وزارت وزيران هم ګڼ کسان تېر شوي دي نو ايا د ټولو په نامه بايد ښوونځي جوړ شي ؟ که داسې نه وي نو يوازې پوهاند عبدالقيوم ولې؟
- په افغانستان کې خو ښوونځي ډېر دي نو د يو تاريخي نامه بدلول څومره وړ کار دی؟


ډاکتر څپاند
13.02.2012

دپوهاند عبدالقيوم وردک لور،دوکورس اناهيتا نايبي دښاغلي عبدالله نايبي ميرمن ده٠عبدالله د حزب کمونست افغانستان(حزب اينده رهبر دی indi.com)٠
اناهيتا هله دطب پوهنځي دلمړني کال(PCB) په لمړني سمستر کې ناکامه شوه چې ددې پلار،ښاغلی پوهاند قيوم خان دمعارف وزير وو٠
پايله داشوه چې وزير صيب د طب دپوهنځي د ازموينې لايحه بدله کړه(په هغه وخت کې پوهنتون دمعارف وزارت پورې تړلی وو) او اناهيتا جانې وکړی شو چې دويم سمستر هم تعقيب کړي او له ناکامئ نه بچ شوه (١٣٥٥ ٥ش کال)٠
دعبدالله نايبي په مرسته دهغه خواښې، ميرمن معصومه عصمتي وردک،دقيوم خان ميرمن او د اناهيتا مور،دډاکتر نجيب په حکومت کې د معارف وزيره وه٠

په افغانستان کې چې هر کال څو نوي ښونځي رامنځ ته کيږي،هيڅ لزوم
نه ليدل کيږي چې د بي بي مهرو (ع)ښونځي نوم دې تبديل شي٠بلکه يو
نوی ښونځی دقيوم خان په نامه ياديدلی شي٠

تر ټولو عمده او اساسي خبره داده چې دهر ولايت او يادټول هيواد په سطح بايد داسې يو بې غرضه کمېسيون شتون ولري چې د اړتيا په
صورت کې مؤسساتو ته نومونه اتخاب کړي،نه داچې يو وزير يابل شخص داسې وکړي٠


Naeem sadat
13.02.2012

ګراڼو وروڼو السلام علیکم

چا چی پخپله لور د اناهیتا نوم ایښی وی ( اناهیتا د زردشت په دین کی له څلورو څخه د یوی ملایکی نوم دی ) دداسی سړی نوم په تشناب هم لیکل پکار نه دی مکتب خو لا پریږده

ړ


larghonay laraway
14.02.2012

ايا دا همغه مشهوره کمونسته اناهتا ده؟


عبد السلام
14.02.2012

سلامونه اودرناوی ټولو لوستونکو ته !
نه هغه اناهیتا راتب زاد ده پلار یې کوم محمد زی و چې هاشم خان یې سر ور په ګونۍ کړی و ، د مشهورې کمونیستې اناهیتا مور پنجشیرۍ ده ، او اوریدلې مې دي چې پلاريې دمحمود طرزی خوریه و.
نور به ډاکتر صاحب څپاند پرې رڼا واچوي .


م . ق
14.02.2012

[quote:e92b8f5db3="عبد السلام"]نور به ډاکتر صاحب څپاند پرې رڼا واچوي .[/quote:e92b8f5db3]
ولې دا ډاکټر څپاند صیب درته د کمیونستانو د تشخیص متخصص ښکاري که؟ هاهاهاهاهاهاها ټوکه ده!!!!!


Sumerlove
30.03.2015

محترم پیروز او ګران ورور طاهر اوټولو روڼو سلامونه اونیکې هیلې مې ومنئ
طاهر صاحب ستاسو له ښایسته کیسې مې خوند واخیست الله دې اجرونه درکړې
او پیروز صاحب ته هم باید یوڅه راسره شریک کړې او دا لړۍ باید روانه کړو .

په مینه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more