د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

ښادی خان او زامن یی

خیریوسی
16.09.2013

ښادی خان او زامن یی
ښادی خان اکا داوو زامنو پلارؤ، اته جریبه ځمکه یی لرل اوبه یی لږ وی دټولی ځمکی کرولو توان یی هم نه درلودی ،نیمه ځمکه کی به یو کال وکرل او نیمه بل کال .
زامن یی په مکتب کی شامل کړی وه هغوی خپل مکتب وایه ،مشر زوی یی دزراعت سره ډیره مینه درلودل ،دزراعت وپوهنتون ته کامیاب سو .
دښادی خان اکا سره دافکر پیدا سو ، زامن می رالویږی ودونه به ورته وکم ، خو کور می کوچنی دی ، باید زه دیوه کور غم وخورم ، دخپلی ځمکی څخه یی په دری جریبه ځمکه کی ښکلی کلا جوړه کړه .
شپی او ورځی تیریږی دښادی خان اکا مشر زوی دزراعت دپوهنتو ن څخه فارغ سو او وخپل کور ته ته راستون شو ، که ګوری پلار یی غټ کور جوړکړی انجینردپلار سره په خپل کور کی شاوخوا وګر ځیدی ، پلار یی ورته وویل زویه کور مو کوچنی ؤ، اوس نو زموږ داستوګن ځای غم نسته، دانجینرپر تندی یی خولی راماتی سوی،
زویه ولی خوابدی سوی !
ته باید دخوابدی پر ځای خوشحاله سوی وای ، بابا تا زما هیلی دکلا تر دیوال لاندی کړی ، کور به دی دهغی شاګۍ په لمن کی جوړ کړی وای.
دځمکی اوبه لږ وی ټوله ځمکه نه په کرل کیده نو ځکه می کلا پکښی جوړه کړه .
نن سبا وسایل ډیردی ما به په دغه دری جریبه ځمکه کی دری پروژی جوړی کړی وای موږ او کلیوال به ټول په هوسا سوی وای، دکر ځمکه سره زر دی ، کلی ټول غرونه غرونه دی او دکر ځمکه لږ ده .


larghonay laraway
01.10.2013

ښه پيغام لري خو چې ژبه يې سمه وای!


larghonay laraway
01.10.2013

ښه پيغام لري خو چې ژبه يې سمه وای!


Sumer
24.03.2015

وروره د باري جهاني، معصوم هوتک [url=http://www.spanishprograms.com/learn-spanish/]spanish programs - how to learn spanish fast[/url] او پالوال يوه شومه ډالري پروژه وه چې د امريکايانو له خوا ورکړل شوې وه څو پښتانه د سيمې او لهجې په نامه سره ووېشي.
دې هر يوه نه ستړې کيدونکې منډې ترړې وکړې او د پښتو معياري ژبه يې د سمت، خېل او زي په شومو او وروستو قبيلوي مفکورو ووېشله او پښتانه يې سره د ژبې او ادب له مخې ټوټه ټوټه کړل.
پاتې دې نه وي چې انګليس يوازې د يوې تورې کرښې په واسطه سره وېشلي وو خو دوی کور په کور سره ووېشل


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more