د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ما لیدلئ خوب دئ که یې څوک راکړې مانه-پروت یم سر مې اېښئ د داعش په زنګانه

اتل
26.08.2014

محترمو او قدرونو لوستونکو، السلام علیکم

زه ابوبکرکابل کې پروت وم د اُسامه او عمر په آستانه
اوس مې چې رغیدلې ده چلوم خپل خلافت خلیې جانانه

زه الظواهري چې غوبل کړم ابوبکرسخت خودخواهانه
خود په خود بیا لاس اوږدوم د ملا محمد عمرترګریبانه

زه مسلم دوست چې کړم دالقاعدې افلاس بد سرګردانه
خوب مې ورک، سرسرتورڅیرې ګریوان شوم لالهانده

زه دزراوزورغلام د القاعده اوطالبه شوم بیزارمستانه
دافغان پت اوعزت خرڅوم په خوارجو پیمانه به پیمانه

ما لیدلئ خوب دئ چې د شیطان ګړۍ یې راکړله مانه
بیده نه وم، د شیخ چلې ماڼۍ مې جوړوله ښه ماهرانه

دین اوآخرت دواړه خرڅوم که یې څوک اخلي بې بهانه
زنګون چې مې راوکیښ سرمې اېښئ ؤداعش په زنګانه

http://www.rohi.af/fullstory.php?id=32984
داعش ډله په افغانستان کې د فعالیتونو د پیل په لټه کې ده.
17.08.2014 10:20:19 PM
1243
په طالبانو کې یوې بانفوذه څېرې مولوي «عبدالرحیم مسلم دوست» د اسلامي دولت له خلیفه «ابوبکر بغدادي» سره بیعت کړی او په افغانستان کې یې د مرستې ژمنه ور کړې ده.
طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، ډیر احتمال دی، چې یو شمیر پاکستاني طالبان د جماعت الاحرار تر نامه لاندې د نوموړي ملاتړ او بیعت اعلان کړي. په عراق کې د داعش په نامه د یوې نوې ډلې واکمنېدو د سیمې په کچه نوې اندېښنې را ټوکولې دي. دې ډلې اعلان کړی، چې د افغانستان، ایران، هند او پاکستان په ګډون به ټوله سیمه د اسلامي خلافت برخه ګرځوي. په یوه خپره شوې ویډیو کې د افغان طالبانو یوې مشهورې څیرې مولوي عبدالرحیم مسلم دوست او د کونړ د سلفیانو یوه مشر مولوي عبدالقاهر د داعش ډلې له مشر ابوبکر بغدادي سره د مسلمانانو د خلیفه په توګه بیعت کړی دی. مولوي عبدالرحیم مسلم دوست په وزیرستان کې د داعش ډلې استازی (( زه چې کله په ګوانتانامو زندان کې بندي وم، ما یو خوب ولید، چې یوه ودانۍ ده او یوه ستره دروازه یې ده ، چې تړلې ده. ددې بندې دروازې پر دیوال یو ساعت لګیدلی او ۱۲ کم دوولس بجې پرې لیکل شوي. ماته وویل شول، چې دا دارالخلافت دی. زما په نظر ددې خوب تعبیر دادی، چې اوس به که خدای کړل ۱۲کاله وروسته خلافت ټینګیږي)).
مولوي عبدالرحیم مسلم دوست، چې د ننګرهار د کوټ ولسوالۍ اوسیدونکی دی، له خپل ورور بدرالزمان بدر سره د ۲۰۰۱ کال په نومبر کې ګوانتانامو زندان ته ولیږل شو او د ۲۰۰۵ کال په اپریل کې خوشی شو. تر خلاصون وروسته نوموړي د ماتې زولنې په نامه کتاب ولیکه، چې په طالبانو کې یې ښه شهرت پیدا کړ. هغه وروسته پاکستاني ځواکونو ونیوه او له پاکستاني طالبانو سره یې په خپل یوه پوځي افسر تبادله کړ. مسلم دوست، چې په پښتو، دري او عربي ژبه یې ګڼ کتابونه لیکلي، دمګړۍ په قبایلي سیمو کې له پاکستاني طالبانو سره د مشر قاضي دنده ترسره کوي.
طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، ډیر احتمال دی، چې یو شمیر پاکستاني طالبان د جماعت الاحرار تر نامه لاندې د نوموړي ملاتړ او بیعت اعلان کړي. مولوي عبدالرحیم مسلم دوست په وزیرستان کې د داعش ډلې استازی (( د همدې لپاره زه او زما ټول ملګري، زما ټول وروڼه او خویندي او عام افغان مسلمانان له امیرالمومنین او د مسلمانانو له خلیفه سره د بیعت اعلان کوي او تر وروستۍ سلګۍ د رسول الله د سنتو د اطاعت او فرمان بردارۍ ژمنه کوي)). د افغانستان امنیتي ادارو تر اوسه د وزیرستان میشتي مولوي عبدالرحیم مسلم دوست د فعالیتونو په تړاو څه نه دي ویلي، خو دا لومړی ځل دی، چې په افغان طالبانو کې یو بانفوذه کس د داعش د ډلې له مشر سره خپل بیعت اعلانوي


Hannyjang
11.03.2015

.I think this is a forum that is very interesting to me


اتل
12.03.2015

Hannyjang وروه، السلام علیکم
په فورم کې ستاسې د ګډون نه ډیره مننه کوم.
که تاسې خپل مطلب په پښتو ژبه ولیکئ، هم به پرې پوه شم او هم خوشحاله.
په درنښت.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more