د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

مجاهده ستا له مېړانی قربان شم

عبدالواحد سنګ
01.03.2015

خپل مجاهد ولس ته السلام عليكم ورحمة الله وبركاة،

مجاهده مونږ ستا په جراحت، اسارت او شهادت افسوس نه افتخار کوو، ستا شهادت د اسلام دښمنانو ته دا احساس پیدا کوي چې زمونږ مقدس او مبارک دین (اسلام) داسې یوه شمع ده چې پتنګان يي نه ختمېدونکی دي.
او ستا دا ټول قرباني او جراحتونه زمونږ مسلمان ولس ته ستا د مېړانی ښکارندوي ده، نو په هر حالت کې الله (ج) له تا سره خپل مدد او نصرت کوي (انشأ الله) او ستا په سر خپلي د رحمت او محبت دروازې پرانیزي، آمین ثم آمین.

الهم بارک في المجاهدین،
عبدالواحد سنګر



ع کريم حليمي
05.03.2015

جګ لوړ جوړ تیار صحتمند عبدالواحد سنګ صاحب ، اول سلام او احترام تر سلام نه وروسته ،
ګرانه داخو ښه مسلک نه دي چه نور و جګ او جګړې ته هڅوي ، او ځان دي هېر دئ ،
ته هم په خپله اشتهادي عمل وکه ({ أتأمرون الناس بالبر وتنسون أنفسكم}

بل ته د جنت کیسې، ځان ته د دنیا حساب
دا دې عجیبه انصاف، دا دې عجیبه کتاب
بل په مستۍ سور کافر، ته په هوس سپین ملا
بل ته په فتوا عذاب، تاته په دوکه ثواب
ای د عدالت ربه، دا لوبه خو ورانه کړه
موږه انسانانو ته نوې لار ودانه کړه
نور که څه کوې که نه، خلاص مو له ملا نه که


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more