د موضوعګانو سرپاڼه

طب او نباتي روغتیاپالنه

پر جسم د روحي فشارونو اغیزه

Ghani
25.03.2013

ګرانو هیوادوالو سلام اعلیکم،
اخیرنې څیړنې ښي چې د روحي فشارونو زغمل پرته له سن څخه په نظرکې نیولو سره په بیلا بیلو کسانو کې د ځینو مزمنو ستړیاو لامل ګرځي .

له میدیکال نیوز څخه په نقل ، ډیرې ستړیاوې په ځانګړې توګه په تنکیو ځوانانو کې د جسمي ناروغیو له عمله نوي بلکې د ډیرو لاملونه د روحي فشارونه زغمل وي چې خالي شوي نه دې او د روان پوهانو په خبره چې سرکوب شوي یعنې د انسان په وجود کې دننه پاتې شوي .

ترڅنګ یې که استرس او منفي روحي د وضعیت دوام هغه په تدریج سره به په خواشینۍ (افسردګۍ) اخته کوي او آن تر دې چې له نورو رواني ناروغیو سره هم لاس او ګریوان کیږي .

د یادولو وړ ده چې روحي فشارونه کیدای شي د لمړنیو اړتیاوو لکه د مناسبو خوړو ، د ژوند لپاره د مطلوب ځای ، یا هم د ځینو عاطفي او ټولنیزو فشارونه او مالي کمیو په دلیل وي .

څیړونکو په خپله دولس کلنه څیړنه کې له ۱۰ زرو څخه په زیاتو کسانو په انګلستان هیواد کې دا موندلې چې روحي فشارونه کیدای شي په لومړیو کې د طبیعی کړنو مخیوی ونه کړي خو له څه مودې وروسته له هورموني بدلونونو او پر رګونو ، زړه او په مغزونو له اغیزې وروسته بې له کوم علت څخه په دایمي ستړیا بدلیږي .

په همدې دلیل هغه کسان چې له روحي اړخه په مزمنو ستړیاو اخته شوي ۶۸ په سلو کې د زړه په بیلابیلو ناروغیو اخته کیږي .


rockheartfire
29.01.2015

I do not think of it before it can get to be like this. I was intrigued, so I'm up here. It is really good to know


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more