د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

ستړي مشي، او هرکلئ.

سید ن
17.09.2014

السلام علیکم، ګرانو، مسلمانو پښتنو وروڼو.
پدې ویاړم چې دمسلمانو پښتنو او اسلام په خدمت کې ستاسې متدینو او باتقوا وروڼو په ډله کې درګډیږم. زه نن یو ځل بیا افغان ولس ته چې تل یې د کلمت الله بیرغ د ګران پښتونخوا د هسکو غرونو په څوکو رپولئ دئ د تعظیم سر ټيتوم او د اسلام تر چتر لاندې د خپل چندي مسلمان ولس د سرلوړۍ او پر ټولو نا شونو او ناخوالوباندې د غلبې دُعا ورته کوم. د الله جل جلاله نه استدعا کوم چې زموږمالي او ځاني قربانۍ، اخلاص او د اسلام په لاره کې جدوجهد د بریاليتوب او سعادت لوړو پوړونو ته ورسوي.

د الله جل جلاله نه استدعاکوم چې زموږ په اسلامي اخوت، اسلامي وحدت، اتفاق
اود وطن سره په مینه کې برکت واچوي، تر ځو د اسلامي ارشاداتو په رڼاکې زموږ ولسونه د پردیو د استیلا نه پرته عادې ژوند ته را ستانه شي او افغانستان یو ځل بیا د اسلامي زده کړې په زانګو بدل شي او له هره بابته ښیرازه او آباد شي.
آمین یا رب العلمین


Re: ستړي مشي، او هرکلئ.

lawangin
17.09.2014

وروره په خير راغلې ستړی مشې !
ستا حق دی چې مونږ دهرکلی وکړو او دپاڼې د فوروم د مسئول دا
اخلاقي وظيفه دی چې نوی غړی وستایې خو متاسفانه چې د نيويارک
ملا صيب حليمي په داسې کارو کې يو وروسته پاته عناصر دی ۰

[quote:6522665996="سید ن"]السلام علیکم، ګرانو، مسلمانو پښتنو وروڼو.
پدې ویاړم چې دمسلمانو پښتنو او اسلام په خدمت کې ستاسې متدینو او باتقوا وروڼو په ډله کې درګډیږم. زه نن یو ځل بیا افغان ولس ته چې تل یې د کلمت الله بیرغ د ګران پښتونخوا د هسکو غرونو په څوکو رپولئ دئ د تعظیم سر ټيتوم او د اسلام تر چتر لاندې د خپل چندي مسلمان ولس د سرلوړۍ او پر ټولو نا شونو او ناخوالوباندې د غلبې دُعا ورته کوم. د الله جل جلاله نه استدعا کوم چې زموږمالي او ځاني قربانۍ، اخلاص او د اسلام په لاره کې جدوجهد د بریاليتوب او سعادت لوړو پوړونو ته ورسوي.

د الله جل جلاله نه استدعاکوم چې زموږ په اسلامي اخوت، اسلامي وحدت، اتفاق
اود وطن سره په مینه کې برکت واچوي، تر ځو د اسلامي ارشاداتو په رڼاکې زموږ ولسونه د پردیو د استیلا نه پرته عادې ژوند ته را ستانه شي او افغانستان یو ځل بیا د اسلامي زده کړې په زانګو بدل شي او له هره بابته ښیرازه او آباد شي.
آمین یا رب العلمین[/quote:6522665996]


سید ن
18.09.2014

السلام علیکم، ویاړلو پښتنو وروڼو.
لونګینه وروره، تاسې ته خاص سلامونه او احترامونه اهدا کوم.
ستاسې د دیني ورورولۍ دتاوده هرکلي او پاکواحساساتو مننه کوم. البته ستاسې محترم لخوا وموږ ته هرکلئ د افتخار ځای دئ.
لکه څرنګه چې لونګ او بیا لونګین یاستئ، ستاسې د اسلامیت او پښتونولۍ د لونګو، مښکو او عنبرو خوشبويې زموږ پښتنو دماغونه معطر کوي.

لونګینه وروره، دلراوبر پښتون په اتحاد او داسلامي ارشاداتو تر جنډه لاندې، په مجموع کې د ټوله افغانستان او په ځانګړې توګه د پښتنو بقا، استقلال، سرلوړي، او داسې ښیرازي لتوم چې موږ پرخپل ځان بسیا شو، او بیګانه ګانو ته ددې ځای پیدا نشي چې زموږ خارجي مشربه وروڼه تیرباسي او موږدغسې د اسلامیت او وطندوستۍ جامه واغوندو چې د یوه مستقل او اسلامي هیواد په حیث د سیالانو په ډله کې کښینو او د خپلو حقه حقوقو دفاع وکړو. دبیکانه ګانو د مداخلې نه پرته خپل شرعي نظام وچلوو، او په پښتنو کې د مداخلې لاسونه په مړوند کې نه ان په مټ کې ورپرې کړو. .
البته د لوی ځښتن په توکل.
آمین یا رب العلمین


Brain

mithanbabag
28.01.2015

ﺑﯥ ﻟﻪ ﺷﮑﻪ ﺩﺍﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻥ ﻣﻠﺖ ﯾﻮ ﻏﯿﺮﺗﻲ ﺍﻭ ﺍﺳﻼﻣﭙﺎﻝ
ﻣﻠﺖ ﺩﯼ، ﺩﻭﯼ ﻫﻤﯿﺸﻪ ﺩ ﺍﺳﺘﻌﻤﺎﺭګﺮﻭ ﺍﻭ ﻧړﯾﻮﺍﻟﻮ
ﻓﺮﻋﻮﻧﯿﺎﻧﻮ ﺧﻮﻟﯥ ﻟﻪ ﺧﺎﻭﺭﻭ ډﮐﯥ ﮐړﻱ ﺩﻱ،ﺩﺩﯤ ﻣﻠﺖ ﭘﻪ ﺍړﻩ
ﺩ ﻋﻼﻣﻪ ﺍﻗﺒﺎﻝ ﺍﻭ ﺍﻣﯿﺮﺍﻟﺒﯿﺎﻥ ﺷﮑﯿﺐ ﺍﺭﺳﻼﻥ ﻏﻮﻧﺪﯤ
ﻣﻔﮑﺮﯾﻨﻮ ﻟﻪ ﻫﯿﻠﻮ ډﮐﯥ څﺮګﻨﺪﻭﻧﯥ ﮐړﯤ ﺍﻭ ﺩ ﺍﺳﻼﻣﻲ ﺍﻣﺖ
ﺩ ﺩﻓﺎﻉ ﭘﻪ ﺭﺍﺑﻄﻪ ﯾﻲ ډﻳﺮﯤ ﻫﯿﻠﯥ ﭘﻮﺭﯤ ﺗړﻟﻲ ﺩﻱ.
ﻧړﯾﻮﺍﻝ ﮐﻔﺮﻱ ﻃﺎﻗﺘﻮﻧﻪ ﺩﺍ ﻣﻠﺖ ﭘﯿﮋﻧﻲ،ﻧﻮځﮑﻪ ﻫڅﻪ ﮐﻮﻱ
ﺍﻓﻐﺎﻥ ﻭﺍﺣﺪ ﻣﻠﺖ ﺳﺮﻩ ﭘﺎﺭﭼﻪ ﭘﺎﺭﭼﻪ ﺍﻭﭘﻪ ﻣﻠﯿﺘﻮﻧﻮ
ﻭﻭﯾﺸﻲ،ﺩ ﻫﻤﺪﯤ ﻟﭙﺎﺭﻩ ﯾﻲ ﻧﻪ ﯾﻮﺍﺯﯤ ﺗﺒﻠﯿﻐﺎﺗﻲ ﮐﺎﺭ ﭘﯿﻞ
ﮐړﯼ ﺑﻠﮑﯥ ﺩ ﺗﺬﮐﺮﯤ ﺩﻣﻮﺿﻮﻉ ﻏﻮﻧﺪﯤ ﻧﻮﯾﻮ ﺍﻭ ﻧﻮﺭﻭ ﺩﺳﯿﺴﻮ
ﺗﻪ ﯾﻲ ﻫﻢ ﭘﺎﻡ ﺩﯼ


سید ن
09.04.2015

السلام علیکم و رحمت الل وبرکاته،mithanbabag وروره.
ستاسې مدبیرانه څرګندونې د کاڼي کرښه دي. د پښتون قام او کرد افغان ولس میړانې او تورې خو ګرد سره په څلور ډانګه نړۍ کې اظهر من الشمس غوندې زاړه ا واړه ته معلومې دي.
زموږر مزوراو مکار دښمنان تل د میکیاولي چلونو نه استفاده کوي او په موږ کې د نفاق له لارې رخنه کوي او خپلو شومو هدفونو ته ځان رسوي. موږ لدې درکه تل تیتدکونه خوړلي دي، او خورو یې.

دکنعان ددې څانه د را وتلو یوازنۍ لار دا ده چې یو پربل باور وکړو، الله ته مخ او بتده ته شا واړوو، او هغه څه وکړو چې هم مو ملت خوندي شي او هم د الله او هم دولس معقول او مقبول وګرزو. موږ یو ملت او یو ملک یو، اودرونه مو هم یو دي. شریک درونه ولسونه سره کیشیر کوي.
ومن الله توفیق.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more