د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

دطالبانو بل مذبوحانه کوښښ

اتل
06.01.2015

محترمو لوستونکو، السلام علیکم
داسې ښکاري چې افغان طالبانو د ځان ددوکه کولو بل ناکام کوښښ پیل کړيدئ. د طالبانو مشر ملا محمد عمر آخند د اخترونوپه مناسب په پیغامونو کې پخپلو جګړه ماروپیروانو غږکړئ چې د بې ګناه خلکو د وژنې او مال د تباه کولو نه ډډه وکړي، او پداسې ځایونو کې چاودنې ونکړي چې دغسې عواقب لرلئ شي.

خو دملاعمر په خوله د هغه جګړه مارانو نه یوازې دا چې پیاز هم پوست نکړ، بلکه په نورو عامه ځایونو برسیره یې په مسجدونو، هدیور او جنازو کې ترورستي حملې وکړې او د اکثره حملو مسؤلیت یې هم په افتخار ومانه. خو د طالبانو قیادت نه هغوی ته جزا ورکړه او نه یې مازې یادونه وکړه.

طالبانودولس ددوکه کولو دپاره یو ځل بیا ناکام کوښښونه پیل کړیدې. طالبانوافغان اسلامي آژانس ته پیغام استولئ او ملا صاحب محمد عمر آخند پدې پیغام کې بیا خپلو جګړه مارانو ته نصیت کړئ چې د بې کناه انسانانو وژل په اسلام کې ناروا دی، په آخرت کې به یې جزا وویني او په دنیا به د طالبانو تحریک سزا ورکړي. دابایدوپوښتل شي چې طالب مشران حپلو جګړه مارانو ته څنګه او کومه سزا ورکوي، او یایې پدې برخه کې تر اوسه څه کړيدي.؟
همدا پرون په کابل، زابل او اورکزیو کې طالبانو بې ګناه خلک ووژل. که طالبان پخپل قول او عمل کې طادق وي نو اول به د خپلو جګړه مارانو دغه غیراسلامي اعمال وغندي او بیا به یې مرتکبینو ته سزاورکړي، او که داکار ونکړي، څنګه به ولس د ملاصاحب خبره د پروپاګندو نه پرته بل څه وګڼي. .
والله اعلم.


Re: دطالبانو بل مذبوحانه کوښښ

lawangin
06.01.2015

خوشې صليبیانو ته پروپاګنده کوې !
هغوی امريکایې خنځیران وژلي
کوم چې مونږ بې ګناه وژني !

[quote:cef15b1488="اتل"]محترمو لوستونکو، السلام علیکم
داسې ښکاري چې افغان طالبانو د ځان ددوکه کولو بل ناکام کوښښ پیل کړيدئ. د طالبانو مشر ملا محمد عمر آخند د اخترونوپه مناسب په پیغامونو کې پخپلو جګړه ماروپیروانو غږکړئ چې د بې ګناه خلکو د وژنې او مال د تباه کولو نه ډډه وکړي، او پداسې ځایونو کې چاودنې ونکړي چې دغسې عواقب لرلئ شي.

خو دملاعمر په خوله د هغه جګړه مارانو نه یوازې دا چې پیاز هم پوست نکړ، بلکه په نورو عامه ځایونو برسیره یې په مسجدونو، هدیور او جنازو کې ترورستي حملې وکړې او د اکثره حملو مسؤلیت یې هم په افتخار ومانه. خو د طالبانو قیادت نه هغوی ته جزا ورکړه او نه یې مازې یادونه وکړه.

طالبانودولس ددوکه کولو دپاره یو ځل بیا ناکام کوښښونه پیل کړیدې. طالبانوافغان اسلامي آژانس ته پیغام استولئ او ملا صاحب محمد عمر آخند پدې پیغام کې بیا خپلو جګړه مارانو ته نصیت کړئ چې د بې کناه انسانانو وژل په اسلام کې ناروا دی، په آخرت کې به یې جزا وویني او په دنیا به د طالبانو تحریک سزا ورکړي. دابایدوپوښتل شي چې طالب مشران حپلو جګړه مارانو ته څنګه او کومه سزا ورکوي، او یایې پدې برخه کې تر اوسه څه کړيدي.؟
همدا پرون په کابل، زابل او اورکزیو کې طالبانو بې ګناه خلک ووژل. که طالبان پخپل قول او عمل کې طادق وي نو اول به د خپلو جګړه مارانو دغه غیراسلامي اعمال وغندي او بیا به یې مرتکبینو ته سزاورکړي، او که داکار ونکړي، څنګه به ولس د ملاصاحب خبره د پروپاګندو نه پرته بل څه وګڼي. .
والله اعلم.[/quote:cef15b1488]


اتل
09.01.2015

محترم لونګینه، السلام علیکم
ته چئ وایې: هغوی امريکایې خنځیران وژلي
کوم چې مونږ بې ګناه وژني !
دا وړمه ورځ ولې طالبانو د بغلان- کندز په لویه لار د سرک د جوړولو شپږ تنه کاګران ووزل او نور یې ورسره بوتلل؟
په درناوي.


lawangin
10.01.2015

هغه ستاسې دفاسد دولت ګناه ده چې دخپلو خلقو دفاع نشي کولی!
غله او زور واکان خپل اتڼنونه پکشې کوې !
دا دطالب کار ندی بلکې دفاسدې بيکاره ادارې پروپاګنده ده !
پتنګ

[quote:758be7670e="اتل"]محترم لونګینه، السلام علیکم
ته چئ وایې: هغوی امريکایې خنځیران وژلي
کوم چې مونږ بې ګناه وژني !
دا وړمه ورځ ولې طالبانو د بغلان- کندز په لویه لار د سرک د جوړولو شپږ تنه کاګران ووزل او نور یې ورسره بوتلل؟
په درناوي.[/quote:758be7670e]


اتل
13.01.2015

لونګین صاحب سلامونه
ورورجانه ته هم پښت خورې او هم تولۍ وهې. له یوې خوا وايې تول هغه خلک چې یا په حکومت کې کار کوي، یا یې حکومت ته ګټه رسیږي، د طالبانو دشمنان دي او طالبان یې وژني. له بلې خوا بیا وایي چې د سرک جوړولو کار ګران طالبانو ندي وژلي او نه یې وژني. تاسې بیا د قاتلانو ملامتي په بې امنیتۍ اچوۍ. دا نه وایاست چې ولې طالبان بې امنیتي جوړه کړي چې بیا پخپله طالبان او نورجنایت کاران ګټه ترې پورته کړي؟
په درناوي.


lawangin
23.01.2015

زه دې چې لیکلو ته ګورم، هسې لګيایې دوړو خيال د په سر کې دی!
ته خو به دمنجر او کارګر فرق کولی شې ؟
منجر له ځانه نيولې ټول خرڅوي او يایې اخلي خو کارګر تل خپله
روزي پیدا کوي !
دایې فرق دی !

پتنګ

[quote:33f6b98b85="اتل"]لونګین صاحب سلامونه
ورورجانه ته هم پښت خورې او هم تولۍ وهې. له یوې خوا وايې تول هغه خلک چې یا په حکومت کې کار کوي، یا یې حکومت ته ګټه رسیږي، د طالبانو دشمنان دي او طالبان یې وژني. له بلې خوا بیا وایي چې د سرک جوړولو کار ګران طالبانو ندي وژلي او نه یې وژني. تاسې بیا د قاتلانو ملامتي په بې امنیتۍ اچوۍ. دا نه وایاست چې ولې طالبان بې امنیتي جوړه کړي چې بیا پخپله طالبان او نورجنایت کاران ګټه ترې پورته کړي؟
په درناوي.[/quote:33f6b98b85]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more