د موضوعګانو سرپاڼه

فلسفه او ارواپوهنه

ارواپوهنه

رښتینی
31.07.2011

درنو وروڼو او خوندو ددې فن په اړه مې مختلفی لیکنی او کتابونه
کتلې او اړولې دې او درسا مې له استاد نه هیڅ ندې ویلې خو یوه کوچنی
رساله یې زما له نظره تېره شوې ده او هغه ډیره په زړه پورې او ګټوره ده د
دې رسالي ژباړه به مې دې ته اړ کړې چې ګټه ورنه واخلم او دټول افغان
له ډاکټرانو او پوهانو لیکوالانو نه په بښنه غوښتلو سره زما په څیر
محصلینو او کشرانو ته بلنه ورکوم چې دا ژباړه راسره ولولې اوکه خدای
کول بي ګټې به نه وې
-------------------

ارواپوهنه

دنوروټولنیزوعلوموپه څېر څېړونکي دټولنیزې ارواپوهني په تعریف کې هم له ستونزو سره مخامخ دې او دا څو لاملونه لرې :
له کومو موضوعاتو سره چې ټولنیزه ارواپوهنه اړېکه لرې هغه ورځ په ورځ په پرلپسې توګه تغیرات مومې او په هغو موضوعاتو کې نوښتونه رامنځته کېږې نن یو تعریف ومنل شی خو سبا په همدې موضوعاتو کې نوې تغیرات رامنځته شې او هغه تعریف موافق نه وې .
ټولنېزه ارواپوهنه په ټولنه کې د فرد له سلوک اوچلند نه بحث کوې اوس راځو په دې اړه ددې فن د ماهرینو له خولو نه ددې فن څو تعریفونه را اخلو .

دټولنېزې ارواپوهني تعریف اوموضوع

لووډ وایې : په ټولنه کې دفرد سلوک ، تفاعل او چلند ته ټولنېزه ارواپوهنه وایې .
هولانډر وایې : ټولنېزه ارواپوهنه په ټولنه کې دفرد سایکولوژیکې څېړنې ته وایې اودا علم دټولنېز اغېز له عملیت او کارنده والی نه بحث کوې .
ګولډ سټاین وایې : په افرادوکې د یوه فرد دسلوک د اغېز دڅرنګوالې څېړنه ټولنېزه ارواپوهنه بلل کېږې اودا چې دی دهغوی له سلوک نه حه تاثر قبلوې .
ګورډن البرټ وایې : په دې علم سره داپېژندل کېږې چې دافرادو افکاراو مشاعر اوسلوک دنورو وګړو په حضور کې څه ډول متاثره کېږې هغه حضور که ضمني وې یا تخیلې وې او یا حقیقي وې .


وصيل پېروز
07.08.2011

السلام عليکم
ښاغلی رښتنی صاحب ! ستاسو پيل کړې لړۍ ډېره ارزښتمنه او زړه وړونکې ده ، منځ پانګه يې ډېره جالبه ، ټولنيزه او ګټوره ده ، هيله ده چي دوام ورکړئ او لوستونکي یې هم ولولي ګټه ترې واخلي .
ستاسو د بريا په تمه
په مينه او درنښت


BlueMoon
14.01.2015

نو د دوی ددې خبرې د ردولو له پاره يې اوس [url=http://www.leather4sure.net/9574/leather-jacket/white-leather-jacket.htm]white leather jacket[/url] پکار دي چې د انسان له سر، مغز او انساني ټولنې له تړاو پرته ورته چيرې د شعور او عقل پته ثابته کړئ !


اتل
08.10.2019

ًًقدر من رېښتينئ!
زما دې هم دې کیسې ته ور سودا کړه.
آیا تاسې پدې برخه کې هم څه لوستي دي چې، دروح او نفس تر منځ اړيکې څنګه دي. آیا دواړه لازم او ملزوم دي؟
په درنښت.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more