د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

افغان رسنۍ د طالبانو د خبرونو په خپرولو بندیزلګوي

اتل
22.12.2014

محترمو لویتونکو، السلام علیکم
نی: افغاني رسنۍ دي د طالبانو خبرونه تحريم کړي
افغان ژورنالست زبير حاتمي چي د استقلال ليسې په ځانمرګي بريد کي ژوبل سوی ؤ د شنبې په ورځ يې ساه ورکړه. ژورنالستانو د هغه د جنازې وروسته د طالبانو د خبرونو د تحريم په تړاو يو پرېکړه ليک خپور کړ.

د نی مؤسسې رئېس مجيب خلوتګر د حاتمي د جنازې د مراسو د پای ته رسېدو وروسته د طالبانو د خبرونو د تحريم په تړاو د پرېکړه ليک په هکله وويل: « د افغانستان رسنۍ دي سر له نن د نېټي څخه د طالبانو سره د تړلو خبرونو او مطالبو د خپرولو څخه ډه ډه وکړي. دا تر هغه وخته چي هغوی د ملکي کسانو او ژورنالستانو پر ضد ترهګرو بريدونو ته د پای ټکی نه وي ايښی.»

http://www.dw.de


Re: افغان رسنۍ د طالبانو د خبرونو په خپرولو بندیزلګوي

lawangin
22.12.2014

هغه فاسده مېديا به هيڅ وخت واقعت بيان نکړي نو څه ووایې او يا یې
وليکي او که نه طالبان ضرورت نلري ! خوشې یې خپل وخت ضایع
کړی !
pattang

[quote:7a1d67d639="اتل"]محترمو لویتونکو، السلام علیکم
نی: افغاني رسنۍ دي د طالبانو خبرونه تحريم کړي
افغان ژورنالست زبير حاتمي چي د استقلال ليسې په ځانمرګي بريد کي ژوبل سوی ؤ د شنبې په ورځ يې ساه ورکړه. ژورنالستانو د هغه د جنازې وروسته د طالبانو د خبرونو د تحريم په تړاو يو پرېکړه ليک خپور کړ.

د نی مؤسسې رئېس مجيب خلوتګر د حاتمي د جنازې د مراسو د پای ته رسېدو وروسته د طالبانو د خبرونو د تحريم په تړاو د پرېکړه ليک په هکله وويل: « د افغانستان رسنۍ دي سر له نن د نېټي څخه د طالبانو سره د تړلو خبرونو او مطالبو د خپرولو څخه ډه ډه وکړي. دا تر هغه وخته چي هغوی د ملکي کسانو او ژورنالستانو پر ضد ترهګرو بريدونو ته د پای ټکی نه وي ايښی.»

http://www.dw.de[/quote:7a1d67d639]


اتل
09.01.2015

لونګین صاحبه، السلام علیکم
د مطبوعاتو سره خو دطالبانو دښمني اظهر من الشمس غوندې هرچاته جوته ده. هر څوک چې د طالبانو د کرغیړنو اعمالو نه پرده پورته کوي، طالبان یې خپل دښمن ګڼي،
کله چې طالبانو ملاله یوسفزۍ وویشتله، بیا یې مطبوعاتو ته دړکه وکړه چې که یې پدې برخه کې د خبرونو دخپرولو نه ډډه ونکړه وبه یې وژني.
ک
مطبوعات د یوې آزادې ټولنې رګونه دي چې وینه پکې ځغلي. ملا فضل الله هم پخپل وروستي بیان کې اعتراف وکړ چې مطبوعاتو ولس بیدار کړئ او د طالبانو د اعمالو پر خلالف یې را ولاړ کړئ دئ. هغه مطبواتو ته هم په دړکه کولو کې وویل چې تاسې دا جنګ خپل کړئ. یعنې موږ مو وژنو. بیا یې وویل چې تاسې خو خپله روزي پیدا کوئ، خو حکومت ته کار کول، کفر ته کا کول دي. خو دا کار مه کوي، جهاد وکړئ.
همدغه طالبان چې مطبوعات غندي پخپله د مطبوعاتو نقل قولونه کوي. طالبان هم دغه کوي او هم هغه.
په درناوي.


lawangin
10.01.2015

هغه تر شرائطو پورې تړلې ده !
مېدیا دزورواکانو او پېسه دارو خلکو په لاس کې ده چې څه غواړي
هغه وایې او لیکي یې ! ددې خبرو لپاره ته کوچنی یې !

[quote:74d3f9ae91="اتل"]لونګین صاحبه، السلام علیکم
د مطبوعاتو سره خو دطالبانو دښمني اظهر من الشمس غوندې هرچاته جوته ده. هر څوک چې د طالبانو د کرغیړنو اعمالو نه پرده پورته کوي، طالبان یې خپل دښمن ګڼي،
کله چې طالبانو ملاله یوسفزۍ وویشتله، بیا یې مطبوعاتو ته دړکه وکړه چې که یې پدې برخه کې د خبرونو دخپرولو نه ډډه ونکړه وبه یې وژني.
ک
مطبوعات د یوې آزادې ټولنې رګونه دي چې وینه پکې ځغلي. ملا فضل الله هم پخپل وروستي بیان کې اعتراف وکړ چې مطبوعاتو ولس بیدار کړئ او د طالبانو د اعمالو پر خلالف یې را ولاړ کړئ دئ. هغه مطبواتو ته هم په دړکه کولو کې وویل چې تاسې دا جنګ خپل کړئ. یعنې موږ مو وژنو. بیا یې وویل چې تاسې خو خپله روزي پیدا کوئ، خو حکومت ته کار کول، کفر ته کا کول دي. خو دا کار مه کوي، جهاد وکړئ.
همدغه طالبان چې مطبوعات غندي پخپله د مطبوعاتو نقل قولونه کوي. طالبان هم دغه کوي او هم هغه.
په درناوي.[/quote:74d3f9ae91]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more