د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د سولې وخت

حمید هڅــاند
27.12.2014

د هیواد ناورین هغه ځای ته رسېدلی چې نور نو له سولې پرته بله لار نه ده پاتې. طالبان او وسله وال مخالفین باید ژر تر ژره درک کړي چې پاکستان له دوئ د یوې خونړۍ وسیلې کار اخلي. په دولت کې هم زیات داسې خلګ شته چې په روان کړکېچ کې یې ګټې نغښتې دي. په دواړه لوریو کې زیات کسان او کړۍ شته چې د سولې مخالفین دي.

د دواړو لوریو هیوادپال کسان باید همدا ټکی درک او په ګډه د سولې راوستلو ته کار پیل کړي.


سید ن
29.12.2014

ډیر محترم هڅاند ورور، السلام علیکم و رحمت الله وبرکاته
ستاسې خبره دې په ګل بدله سي. محترمو مجاهدو طالبانو خو په کراتو مراتو وضاحت کړیدئ چې صلح غواړي او صلحې ته متعهد دي. دوی چې جهاد پیل کړئ هم د صلحې په مقصد دئ.
زه هم ستاسې سره پدې وړانديز کې متفق یم چې د صلحې کولو نه پرته بله لار نسته ده. خو صلح هم شرائط او اصول لري. صلح خو داسې نسي کیداي چې د اسلامي امارت مجاهدینو تاسې وسلې پرمځکه کیږدئ، لاسونه او پښې مو وتړئ او موږ ته تسلیم سئ.
پکار دي چې زموږ په ملک کې داسې صلح وسي چې د مقدس جهاد لاس ته راوړنې، د شهیدانو وینې او دملک غرور، وقار، پت او عزت پکښې کې قرباني او عبث نسي.د اسلام او افغانستان سرلوړي باید پکښې خوندي سي.
په لوی رب مو سپارم.


larghonay laraway
01.01.2015

زما په نظر خو له طالب سره سوله هسې د وخت ضياع ده!
طالب کومه معلومه مفکوره او پديده نه ده چې سوله او تفاهم ورسره وشي!
که له سلو طالبانو سره سوله وشي نو پاکستان به پنځه سوه نور راولېږي.
د پاکستان د تخريب د مخنيوي بنسټيزې لارې چارې دې ولټول شي.


lawangin
01.01.2015

هو همدغه مفکوره او کړنلاره د cia او صليبي اشغالګرو ده چې
هر وخت په افغانستان کې جنګ وي او دلته دواړه خواوې یو پرازيتي
ګټې لري .

اشغالګر خپل پټ لرې هدفونه لري!
بيکاره جاهل افغانان دالر وهي ځکه دوی نور استعداد نلري !
داخبرې خو پنجيان کوي چې خپل جنايت ته داوام ورکړي !
اسلامي امارت يوه خبره کړې او تر اوسه کلک پرې ولاړ دی ځکه
چې هغوی مسلمان باغیرته پښتانه دي !
/ صلیبیان به شړي
/ اسلامي شرېعت به وي قانون به حاکمیت لري!
/ چاپلوس بې دینه خلق پرچم او افغان نالت ګوند به ځای نلري
ځکه دوی په ناولې لمونځنه کوې په طوبه یې اعتبار نشته!
که دطالبانو تړل په پاکستان پورې ونکړي نو دا فاسدين به نور څه
پیدا کړي او دالرو ته به څرنګه بله لاره جوړوي !
عجيبه داده چې په طالب پورې تهمت وېيل کېږي خو صليبي اشغالګر
ددې فاسدو نکاح ورتړي ، شخړې یې هواروي او ښځوته یې د سنګارولو لپاره ۵۸۰ ميلیونه دالر ورکوي !
تف لانت په داسې غیرت او افغانيت !
پتنګ

[quote:0c6afdce03="larghonay laraway"]زما په نظر خو له طالب سره سوله هسې د وخت ضياع ده!
طالب کومه معلومه مفکوره او پديده نه ده چې سوله او تفاهم ورسره وشي!
که له سلو طالبانو سره سوله وشي نو پاکستان به پنځه سوه نور راولېږي.
د پاکستان د تخريب د مخنيوي بنسټيزې لارې چارې دې ولټول شي.[/quote:0c6afdce03]


سید ن
07.01.2015

ګرانو وروڼو، السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
طالبانو یو ځل بیا صلحې ته خپله ژمنه تکرار کړه. طالبانو زموږ له ګران وطن نه د خارجي قواوو دوتلو په درشل کې بیا په ثبوت وروسوله چې دوی صلحه غواړي. طالبانو وویل دخارجي قواوو د وتلو نه وروسته به افغانستان د صلحې مرکز شي. دوی وویل [موږ ټولې نړۍ ته ډاډ ورکوو چې د افغانستان خاوره به د هیچا پر خلاف استعمال نشي].

دطالبانو یوه هیئت دغه راز د صلحې د لټولو په نیت چین ته هم سفر کړیدئ. پدې برسیره مجاهد ملا محمد عمر آخند په یوه پیغام کې په خپلو مجاهدینو امر کړئ چې د بې ګناه ولس دسراو مال ساتنه وکړي او پداسې ځایونو کې عملیات ونکړي چې دغسې تاوانونه اړولئ شي.
طالبانو په خپلو هفته وارو بیانونو کې هم په العماره کې پدې تاکید کړئ چې د انسان ژوند ډیر ارزښتناک دئ. طالبانو د آیت او حدیث په حواله ویلي چې د بې ګناه انسانانو وژل په اسلام کې ناروا دي.
و من الله توفیق


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more