د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

کوم پلار به خپله لور انتحار ته مجبوره کړي؟

میرویس
29.12.2014

ګرانو وطنوالو، السلام علیکم
پداسې حال کې چې په اسلام کې انتحار منع دئ، آیا یو پلار به د طالبانو د فشار په وجه دومره نامرد شي چې خپله لور انتحار ته مجبوره کړي؟ آیا یوپلارځان ته مرګ نه غواړي چې د لور دبدن محرم اعضایې په خود کشه حمله کې بربنډ شي او هره خوا په بمونو کې والوزي؟

طالبان چې د اسلام او جهد ډبرې په ټټر وهي دا یې نفس مني چې یو بزګر دېته اړباسي چې خبله سکه لور انتحار ته مجبوره کړي؟ پداسې حال کې چې ملا عمر په محاربو کې د ښځو ګډون منع کړیدئ، ولې طالبان په خپل ناموس انتحاري حملې تحمیلوي؟
====
ځانمرګي بريد ته چمتو شوې ١٤ کلنه نجلۍ پوليسو تسليم شوه
زين الله ستانکزي
28 Dec 2014
لښکرګاه (پژواک ۷ مرغومى ۹۳) : د هلمند چارواکي وايي چې په نوزاد ولسوالۍ کې يوه ۱۴ کلنه نجلۍ چې د کورنۍ او وسله والو طالبانو له خوا ځانمرګي بريد ته چمتو شوې وه، پوليسو ته تسليم شوې ده .
د هلمند د عامه نظم پوليسو د مرغومي په ٧مه، وويل دغه ١٤ کلنه نجلۍ چې زرمينه نومېږي، له نوزاد ولسوالۍ څخه د ولايت مرکز لښکرګاه ته راوستل شوې ده.
زرمينې په لښکرګاه کې له پژواک خبري اژانس سره د خبرو پر مهال وويل چې د نوازد ولسوالۍ د اورموز د سيمې اوسېدونکې ده .
هغې زياته کړه چې پلار يې نږدې درې اونۍ مخکې د همدې ولسوالۍ جازي سيمې ته چېرته يې چې د ماما کور دى، بيولې وه، څو ځانمرګي بريد ته يې چمتو کړي.
نوموړې وويل چې په سيمه کې د وسله والو طالبانو يوه مشر ملا باقي يې له پلاره غوښتي وو، چې لور دې ځانمرګي بريد ته چمتو کړي او پلار يې ورسره منلې وه.
د زرمينې په وينا، وړمه شپه په داسې حال کې چې ځانمرګي بريد ته چمتو کړاى شوې وه، په سيمه کې د پوليسو يوې نږدې پوستې ته له بريده يوه ورځ مخکې ولېږل شوه څو سيمه وڅاري، خو دې ځان پوليسو ته تسليم کړ.
هغه وايي چې طالبانو او د کورنۍ غړو ورته ويلي وو چې يو بل هلک او نجلۍ يې هم ځانمرګي بريد ته چمتو کړي او په نږدې پوستو به تر دې وروسته بريدونه وکړي.
http://www.pajhwok.com/ps


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more