د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

افغان افسر چې ۶۰۰۰ ماینونه شنډ کړي!

Hashmat Kahn
23.12.2014

یوه ځوان افغان افسر چې عبدالغفور افغانیار نومیږي د ۶۰۰۰ ماینونو په شنډولو یې په زرګونه افغانان د هلمند په ولایت کې ژغورلې. د افغانیار لپاره د ماینونو شنډول ډیر یو ساده کار دي او په ورځ کې ۲۰ تر ۴۰ ماینونه په هلمند کې شنډوي. افغانیار کابو د ۲۴۰۰۰ وګړو ژوند ژغورلي ده وروسته له دوه میاشتو تخنیکی زده کړو افغانیار وکولای شواي چې په ډیره آسانې ماینونه پیدا او شنډ کړي.
د واټونو ترڅنګ مينونه ترټولو مرګوني جنګي وسايل بلل کیږي چې په وروستيو کلونو کې ډېری تلفات هم د چاودېدونکو توکو د چاودنو له امله و، اوس ليدل کیږي چې د دولت مخالف وسله وال په جګړه او پر افغان ځواکونو په بريدونو کې مينونه ځای پرځای کوي او دا کار په اصل کې د افغان ځواکونو په وړاندې اصلي خنډ ګڼل کیږي.
تاسی د عبدلغفور افغانیار ارزښتناک او حیاتی دنده چې د ماینونو خنثا کول دي څرنګه ارزیابی کوي؟
په درنښت
حشمت
دامریکا متحده ایالاتودعمومي قومنداني دبریښنایې خبرواترو تیم


larghonay laraway
24.12.2014

ريښتونی اتل دی.


lawangin
25.12.2014

کاشکې ددالرو د مذدوري او لوږي نس د صليبي اشغالګرو او بوين فاسد
رژيم په چوپړ کې نوی ولاړ !

[quote:a0c79d69d4="larghonay laraway"]ريښتونی اتل دی.[/quote:a0c79d69d4]


Hashmat Kahn
26.12.2014

لونګینه /پتنګه،

ټول خلک لکه ځان مه ګڼه دا پولیس یو په وطن مین سر تیری دي چې د پیسو په خاطر دا کار نه بلکه د خلکو د ژوند د ژغورلو لپاره دا کار کوي.

حشمت


حمید هڅــاند
27.12.2014

افرین یې. چا چې یو کس وژغوره، لکه ټوله نړۍ چې یې ژغورلې وي. دې کس خو لږ تر لږه پنځه لس زره کسان ژغورلي.

واقعاً رښتینی اتل دی!



ع کريم حليمي
27.12.2014

https://www.youtube.com/watch?v=JKSxWB5xrXE


ملي پوليس

tandar
28.12.2014

دا ملي پوليس خو له يوه بي سواده قاتل او شرابي جنايتکار چه نن معاون اول درئيس جمهور دي دوستم نه هم ساتنه کوي پس دپيسو په مقابل کي وظيفه اجرا کوي نه دوطن او ملت په خاطر
دحساب ورځ راتلونکي ده انشاالله
دcia او isi لاسونه دافغان په وينو سره دي


حمید هڅــاند
28.12.2014

د افغانستان دې لنډ تېر وخت کې له دوستمه تر طالبه څوک له جنایته خلاص دی؟ تاسې د ویرانولو فکر یو ځل پرېږدئ، پر دې غور وکړئ چې څنګه سوله راشي او سره کېنو. د ولس شعور به ورو ورو ويښېږي. اوس که دوستم ما و تا ته خاین اېسي، میلیونه ازبک ورته د مشر په درنه سترګه ګوري. لږ یو بل منلو ته غاړه کېږدئ تندر صیب!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more