د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

پاکستانئ ملا وايي د بې ګناه مسلمان قتل حرام دئ، خو زموږ طالبان یې نه مني.

میرویس
17.12.2014

ګرانو لوستونکو، السلام علیکم.
د پيښور په یوه ښونځي کې د پاکستاني طالبانو حملې چې په سلګونو شاګردان یې قتل او زخمي کړل دبین المللي ټولنې احساسات را وپارول او په کلکه یې وغندله.
د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د پاکستان د جمعیت العلمای اسلام ګوند هم د پیښور پرونۍ حمله وغندله. د دې ګوند مرستیال جلیل جان وویل:
"که پر تعلیمي یا غیر تعلیمي ادارو برید وشي؛ یا په بازار، مدرسو، ښوونځیو او جوماتونو، جمعیت علما دا په سختو ټکو غندي.

پداسې حال کې چې پاکستاني، افغان، مصري، سعودي او ددیو بند دیني عالمانو د بې ګناه انسان وژنه غندلې، نو بیا ولې زموږ افغان طالبان یې روا ګڼي؟
اوس خبره داده چې د اسلامي نړۍ دا ټول عالمان په غلطه روان دي، او که زموږ طالبان ګمراهان او منافقان دي؟
په درنښت.


Re: پاکستانئ ملا وايي د بې ګناه مسلمان قتل حرام دئ، خو زموږ طالبان یې نه مني.

lawangin
17.12.2014

ته هغه وژنه هم وغنده چې صليبي اشغالګر یې په وحشت او ترور
سره دا ۱۴ کالونه کوي !

[quote:420875c458="میرویس"]ګرانو لوستونکو، السلام علیکم.
د پيښور په یوه ښونځي کې د پاکستاني طالبانو حملې چې په سلګونو شاګردان یې قتل او زخمي کړل دبین المللي ټولنې احساسات را وپارول او په کلکه یې وغندله.
د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د پاکستان د جمعیت العلمای اسلام ګوند هم د پیښور پرونۍ حمله وغندله. د دې ګوند مرستیال جلیل جان وویل:
"که پر تعلیمي یا غیر تعلیمي ادارو برید وشي؛ یا په بازار، مدرسو، ښوونځیو او جوماتونو، جمعیت علما دا په سختو ټکو غندي.

پداسې حال کې چې پاکستاني، افغان، مصري، سعودي او ددیو بند دیني عالمانو د بې ګناه انسان وژنه غندلې، نو بیا ولې زموږ افغان طالبان یې روا ګڼي؟
اوس خبره داده چې د اسلامي نړۍ دا ټول عالمان په غلطه روان دي، او که زموږ طالبان ګمراهان او منافقان دي؟
په درنښت.[/quote:420875c458]


میرویس
18.12.2014

السلام علیکم
پتنګه، زموږ ګیله د خپلو طالبانو نه کیږي چې ولس د جهاد په ناه دوکه کوي. دوی دوې عظیمې ګناوې کوي. له یوې خوا قتال او جنایت ته جهاد وايي او له بلې خوا قتل حلال ګڼي او د الله جل جلاله احکام مسخ کوي.
په الله دې سپارم


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more